د شعبان میاشت

احمد الله عاطفی

قال الله تبارک وتعالی: إنا نحن نزلنا الذكر وإنا له لحافظون . ( الحجر: ۹ )

ژباړه :یقیناً داموږ یوچې دادپند کتاب مو نازل کړی او مونږ ئې هرومروساتونکي یو.

ددي ستر کتاب ساتونکی خپله رب العامین دی،نه یواځي ددي دالفاظو بلکه دمعنی ئې هم ، او معلم ئې حضرت رسول(صلی الله علیه وسلم) رالیږل شوی دهغه په لار ښوونه احکامو او عبادات را ښودل شوي او هم په دي دورکې ستر ذات (جل جلاله) ته لاسونه لپه کووچې مونږ ته ددین په احکامو پوهه او په عباداتو توفیق راکړي،په ټولوامورو کې مو په صراط مستقیم هدایت کړي.

زمونږ مینه دسیدنا حضرت محمد مصطفی(صلی الله علیه وسلم) په صحي متابعت کې لا پسي ژوره او ټینګه کړې.

يقول الرحمن الرحيم : قُلْ إِن كُنتُمْ تُحِبُّونَ اللَّهَ فَاتَّبِعُونِي يُحْبِبْكُمُ اللَّهُ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ ۗ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ.( العمران:۳۱)
ژباړه: ووایه:که په رښتیا له الله سره مینه لرئ نو زما متابعت وکړئ،تر څو الله له تاسو سره محبت وکړي او ګناهونه مو درته وبخښي او الله ډیر مهربان بخښونکی دی.

همدا راز الله سبحانه وتعالی مونږ ته آمر او هدایت کړی،چې دحضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) متابعت وړکړو او زمونږ عبادات هغه وخت دمنلو او قبول معراج ترلاسه کوي ، چې اتباع درسول الله(صلی الله علیه وسلم) موکړی وي.

قال الله تبارک وتعالی: وَإِنْ تُطِيعُوهُ تَهْتَدُوا..( النور:۵۴)

ژباړه: اوکه ئې اطاعت وکړئ هدایت به شئ…

که څه هم شعبان دمحرمو میاشتو له جملی څخه نه شمیرل کیږې ، خو ددی میاشتی فضایل او مرتبه هغه وخت چوتیږي چې دا میاشت درسول الله صلی الله علیه وسلم په مبارکو احادیثو کې وڅیړیل شي.

د هجری قمری میاشتو له جملې څخه ذی القعده ، ذی الحجه، محرم الحرام او رجب المرجب حرامې میاشتی دی، دری میاشتي پر له پسي او رجب المرجب او ومه میاشت دی . ددی څلورو میاشتو حرمت او احترام تاریخ په اوږدو کې دهر دین او مذهب لارویانو او حتی دجزیرة العرب مشرکینو هم ساتلی دی.

ددی مبارکو میاشتو په اوږ دوکې د پلار قاتل او سرسخت دښمن ته هم امن و!

د شعبان میاشت رسول الله (صلی الله علیه وسلم) خپل میاشت بللې او حضور صلی الله علیه وسلم به په دی مبارکه میاشت کې زیات عبادت او پاملرنه کوله.

حضرت امام جلال الدين السيوطي (رحمه الله)په الجامع الصغير کې دامام أبي الفتح بن أبي الفوارس په روایت…

قال رسول الله (صلي الله علية وسلم): رجب شهر الله وشعبان شهري ورمضان شهر أمتي .

رسول الله (صلی الله علیه وسلم) فرمايې: درجب میاشت دالله جل جلاله، شعبان میاشت زما او درمضان میاشت زما د امت میاشت دی.

حضرت دیلمي په جامع المسانيد والمراسيل، فیض القدیر شرح جامع الصغیر څلورم جلد د ابن عساکر په روایت.

ابن عساکر پخپل تصنیف(في تاریخ دمشق) کې دسیدنا حضرت اُم المومنین عایشه صدیقه(رضی الله عنها) نه روایت کوي : شَعْبَانُ شَهْرِي وَرَمَضَانُ شَهْرُ اللَّهِ، وَشَعْبَانُ الْمُطَّهرُ، وَرَمَضَانُ الْمُكَفرُ.

المقاصد الحسنة فیما اشتهر علی الالسنة کې دی مبارک حدیث ته مرفوع ویل شوي پوره روایت : الدیلمي من حدیث الحسن بن یحی الخشني عن الاوزاعي عن یحی ابن ابي کثیر عن عایشه، به مر فوعا.

حاکم په سلسله دروایت دابي سعید الخدري شهر رمضان شهر امتي کې هم دیته مرفوع ویلي.

د حضرت انس (رضی الله عنه) نه هم روایت شوی دی او حضرت کشاف په خپل تفسیر کې(وشهر شعبان شهري) ذکر کړی.
خوله بلي خوا ،دحدیث په صحت ، اسناد او راویانو په اړوند دمحدثینو او علماوو ترمیځ دنظر یو والی نشته…

قال الحافظ الزين العراقي في شرح الترمذي: حديث ضعيف جدًا

همدا راز ځینې معاصرعلما وو په نزد دمرتبي په اړوند هم ورته ضعیف ویل شوی، خو په هر حال دي مبارکو میاشتو سره دمبارک حدیث دمتن او ارشاد په رڼا کې دفضیلتونو او رحمتونو سترې بیلګې او پراخ نعمتونه تړلي دي .

یوه پوښتنه : دکال ټولې میاشتي دالله سبحانه وتعالی دي او په ټولو میاشتو کې فرضي او نفلي عبادات خپل مقام او منزلت لري ،بیا ولي دي میاشتو ته ځانګړ تیا ورکړل شوی؟

ساده او آسان ځواب: یو پلار څو تنه زامن لري،په دوۍ کې یوتن دپلار زیات منونکی وي،چې پلار ئې وايې : دا زما زوی دی، نور هم ددي زامن دي خودی په یوه ویاړي!

یا دنارینه وو په ټولي کې یوتن ځانګړي ارزښتونه لري ، هر څوک وايې نارینه سړی دی!

همدی موضوع ته قرآنکریم هم اشاره کړي ده: مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا …

په مومنانو کې زنانه او نارینه شته، خو کله چې دارزښت لوړ کار تر سره کړي ، په ټولو نارینه وو کې ویل کیږي فلان نارینه دی او همداراز که زنانه هم وي ،چې دغیرت او همت سوبه وکړي ویاړ دنارینه ورکول کیږي دبیلګي په توګه زمونږ محاوره: فلان ښځه نارینه دی یعني خدمتونه او ارښتونه ئې ویاړ دنارینتوب لري.

مثال : داحزاب(خندق ) غزا په دوران کې دیهودو جاسوس دمسلمانو کورنیو او په ځانګړي توګه دکوچنیانو او ښځو دحال او هستوګنې دمعلوماتو تر لاسه کولو په موخه مدیني ته په هغه لاره ننوت،چې پیغمبر(صلی الله علیه وسلم) دا لوری دبني قریظه(یهودانو) سره دتړون له مخې محفوظ او مسئونه سیمه بلله،یهودانو دغدر او خیانت هوډ سره دځینو فعالیتونو هڅه وکړه، غوښتل ئې ،که په دغه لور دمسلمانانو مورچلي نه وي حمله وکړي ،په همدی نیت ئې دڅار په موخه یهودی جاسوس ننوت ، یوتن نارینه مسلمان موجود و خودیهودي په خلاف ئې توره ونه ویسته، دسیدنا حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) مبارکې توړۍ ( حضرت صفیه، رضی الله عنها) چې هر څومره تاکید او سپارښتنه وکړه چې دا جاسوس زمونږ حال دښمن ته رسوي مه ئې پریږده حمله پري وکړه، معذرت ئې وړاندې کړ،با لاخره خپله ئې لرګی واخست او یهودي ئې ځای پر ځای وواژه، خطرناکه توطیه ئې خنثی کړه ، که دا راپور دښمن ته رسیدلی و،چې دمسلمانانو ښځي او ماشومان په یو ځای کې را ټول شوي او نارینه ساتندویان هم نه لري ،دښمن به په همدی ځای برید کړی و، خو ددی مجاهدې په توره دښمن وویرید چې مسلمانان دخپلو ښځو او ماشومانو دحفاظت او آمنیت تدابیر لري.

دیهودي له وژلو وروسته ( حضرت صفیه، رضی الله عنها) هغه نارینه ته ،وویل: زه یوه زنانه یم ماته رواه نه دی چې دنامحرم په بدن لاس ووهم ، ولاړ شه وسله او تجهیزات ئې وباسه، هغه دا کار هم ونکړ…

له دي توري وروسته هر یو به ویئل: حضرت صفیه( رضی الله عنها) میړنۍ ده.

په هر صورت ددي میاشتو یادونه هم دیته ورته والی لري.

ددي میاشتو ډیر فضائیل بیان شوي او ستر کتابونه پرې لیکل شوي،دمیني خاوندان کولای شي هلته مراجعه وکړي،مونږ ئې له زیات څیړنو او تفصیل نه تیریږو.

رجب میاشت سر بیره پردې چې دمحرمو میاشتو له جملي څخه دی، خو کوم ستر ویاړ چې په برخه دی یو داچې دالله (جل جلاله) میاشت بللی شي بله داچې په دي میاشت کې په اسلامي اُمت په باقاعده توګه لمونځونه فرض شوي،چې لمونځ له ټولو نه غوره وسیله د راز او نیاز دی دالله(جل جلاله) او بنده تر مینځ.

شعبان دحضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) میاشت دی:

په دي میاشت کې دعزت او لوړ والي ستر معراج دحضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) په برخه شوی و په مکه کي ئې دعا قبوله شوه، دشق القمر معجزه ورکړل شوه ،په مدینه کې غوښتنه ومنل شوه تحویل دقبلې حکم نازل شو، دشفاعت ستر امتیاز ورکړل شو او همدا راز دالله سبحانه وتعالی دسپارښتنې مبارک قول دمحبوب دمرتبې په اړوندنازل شوی:إِنَّ اللَّهَ وَمَلَائِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيماً…(الاحزاب:۵۶)

داُمت میاشت (رمضان) دستر و فضیلتونو ستر مرجع دقرآنکریم نزول،چې ددي اُمت فضیلت ئې په نورو امتونو لا پسي لوړکړ.
ددی مبارک حدیث مبارکو ټکو ته په لیدو مسلمان باید ددی دری واړو میاشتو حرمت او احترام په هغه توګه وساتې څنګه يې چې فضیلت بیان شوی ، دالله جل جلاله میاشت ، درسول الله صلی الله علیه وسلم میاشت او زمونږ (اُمت) میاشت، دالله جل جلاله دبنده په توګه دبندګي دحق ادا کولو زیار او هڅه وکړو ، د رسول الله صلی الله علیه وسلم دامت په حیث له اوامرواوسنتو پیروی وکړو او دمسلمان په حیث هغه لاره غوره کړو چې درمضان ټولی هغه نیکی ګانی او ارزښتونه چې دمسلمان لپاره ارزانه کیږی او په وړیا توګه يې تر لاسه کولای شي تری ګټه پورته کړو او یوه شیبه هم غفلت او بی پروايې ونکړو،ځکه چي رمضان زمونږ میاشت دی !

همدا عزت او فضیلت دی چې درمضان میاشت په دری لسیزو تقسیمه شوي اوله يې رحمت دویمه يې مغفرت او دریمه يې له اوره خلاصون.

هغه به څومره بد بخت او ظالم وي چې درمضان ددي دریو سترو امتیازاتو بی برخی شي، حال داچي په لږ همت دومره ستره لاس ته راوړنه…

نور بیا…….

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د