
طالبانو په تورلیست کې د خپلو ملګرو د نومونو شاملول وغندل
نن ټکی آسیا: دا چې تېره ورځ امریکا په تورلیست کې یو ځل بیا د دریو طالب مشرانو نومونه واچول؛طالبانو د امریکا دغه اقدام غندلی او وايي داسې چارې د دوی د ملګرو او غړیو پر ژوند، فعالیت او اقتصادي چارو هېڅ اغېز نشي لرلای.
طالبان په خپله اعلامیه کې وایي: « تیره ورځ یرغلګرو امریکایانو اعلان وکړ چې د اسلامي امارت مربوط دری تنه مجاهدین هر یو یحی (حقاني) مولوي سید الله او محمد عمر (ځدراڼ) يې په تورلست کې داخل کړل.
موږ د امریکایانو د دغه بي تاثیره نمایشي بندیز د غندلو ترڅنګ هغه په پوځي ډګرکې د امریکايي شکست اوناکامي ترټولو ښکاره بیلګه بولو.
ځکه دا ښکاره خباره ده چې د اسلامي مارت مربوط مجاهدین نه له امریکایانو سره کومې تجارتې اړیکې لري او نه په امریکايي سودي بانکونوکې کوم بانکي حسابونه، چې دا ډول نمایشي بندیزونه دې ورباندې تاثیر وکړي.»
د طالبانو په باور ، حقیقت دادی چې امریکایانو په افغانستان کې پوځي ډګر بایللی او اوس غواړې چې دغه پوځي بایلود په بي ارزښته تبلیغاتي جګړه جبیره کړي.لکه په تېر چې لیدل شوي، د دوی هغه ملګري چې له دې وړاندې یې تورلیست کې نومونه راغلي او بندیزونه پرې لګېدلي، خو د دې ټولو بندیزونو سره – سره هغوی بېساري پوځي او ښې لاسته راوړنې لرلې، او دا بندیزونه د دوی پر فعالینو او فعالیتونو هېڅ اغېز نلري.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هغه اوازې هم رد کړې، چې ګواکې د دوی پورته یاد شوي کسان د پاکستان هیواد اتباع دي، بلکي وايي، دا درې واړه ملګري يې د پکتیا او خوست ولایتونو اوسېدونکي دي.