ټولنیزه برخه

ماشومانو ته د درنښت ور زده کول

ژباړه : عطا محمد میاخېل

داسې ښکاري، که چېرې وغواړو ماشومان درنښتیز چلندونه ولري، والدین باید ډېرې شخړې وزغمي، کله چې ماشومان یې د ښوونځي دورې ته ورسېږي، نو دې موضوع ته ډېر زیات ارزښت ورکوي، د ښوونځي د کلونو په لړ کې هم په دې اړه ډېرې هڅې کوي . کله چې ماشومان د لارښوونې دورې ته رسېږي، اوس هم هغوی ته د دې موضوع یادونه کوي، چې لس تر دیارلس کلن ماشومان، سره له دې چې د بلوغ سن ته رسېدلي دي، باید هغوی ته وویل شي، چې له خپلې خور او ورور، مور او پلار، ښوونکي او همزولو سره څه ډول چلند وکړي . ماشومان په دې عمر کې دا درک کوي، چې ولې باید له نورو سره دوستانه او درنښتیز چلند ولري . هغوی په دې عمر کې کولای شي، چې خپل ځان د یو بل کس پرځای تصور کړي، پوهېږي، چې ځورونه او خپګان یانې څه ؟ او په نورو باندې د خپل چلند د اغېز په اړه فکر کوي .

له دې ټولو تشریحاتو سره، هغوی نه شي کولای، چې د دلایلو په مرسته دا ښکاره کړي، چې درنښتیز چلندونه یې درک کړي دي . ډېری ماشومان د والدینو د چلندونو په دلیل، چې لیدلي یې دي، له نورو سره مودبانه چلند نه لري، له قار او غوسې سره شدید غبرګون ښیي.

ماشومان معمولاً د خپلو والدینو له چلند څخه بېلګه اخلي او که چېرې په چلند، احساساتو او باورونو یې ملنډې ووهل شي، نو هغوی هم په نورو باندې نیوکه کوي او له نورو څخه بې پروا کېږي .

یوې مورې غوښتل، چې خپل زوی ته ووایي، چې بې ادبه ونه اوسي، هغه ته یې ویل : (چپ شه، خوله دې وتړه او ما یوازې پرېږده .) بلې مور په پرله پسې توګه خپل ماشوم ته د هغه تېروتنې ور په ګوته کولې : ( ولې دومره لټ یې ؟ ) ماشومان د والدینو له دا ډول جملو او چلندونو څخه بېلګه اخلي . د ښوونځي فضا هم د دې بې ادبانو د زده کړې له پاره یو بل چاپېریال دی .

ډېری ماشومان په دې دلیل درنښتیز چلند نه کوي، چې مور او پلار یې د دوی د نا مناسب چلند له پاره محدودیتونه نه دي را منځته کړي . ښایي والدین داسې فکر وکړي، چې ټول ماشومان په دې سن کې بې ادبه دي او معمولاً کله چې ماشومان یې خپل ټولګیوال ځوروي یا په هغوی باندې بد نوم یا صفت ږدي، هغه بښي او وایي : ( هلکان بې رحمه دي هغوی تل له یو بل سره شخړه او جګړه کوي . )

ډېری ماشومان خپلو والدینو ته درنښت نه کوي، له کور څخه بهر له خپلو والدینو دوستانو او کله چې له خپلو ښوونکو سره خبرې کوي، درنښتیز چلند کوي . ماشومان هم د لویانو په څېر دې ته لېواله دي، چې خپل غوسه په هغه چا باندې تشه کړي، له کوم سره، چې هوسا او آرامه دي .

ماشومانو ته د درنښت د ورزده کولو په تړاو څو ټکي :

ـــ تر هغه وخته چې ماشومان له کور څخه بهر با ادبه دي، والدین یې کولای شي، ډاډه واوسي، چې  مهم درس ( له نورو سره تفاهم ) یې زده کړی دی .

ـــ که غواړئ، چې ماشوم مو درنښتیز چلند ولري، نو په بېلابېلو مواردو کې محدودیتونه په پام کې ونیسئ، پرېکنده او په زغرده ورته ووایئ، چې له هغه څخه د څه ډول چلند هیله لرئ .

ـــ خپل ماشوم ته د سپک او درنښتیز چلند ترمنځ توپیر ور په ګوته کړئ .

ـــ هر کله چې له خپل ماشوم سره په یوه عمومي چاپېریال کې یاستئ او هغه بې ادبه چلند کوي، نو په یاد ځای کې هغه ته له نصیحت کولو څخه ډډه وکړئ، ځکه هغه ستاسو خبرو ته غوږ نه نیسي او یوازې له ځانه دفاع کوي او یا ښایي چې ستاسو په وړاندې بد غبرګون ښکاره کړي .

ـــ په ډېرې نرمۍ او آرامتیا سره خپل ماشوم ته د هغه له بد چلند څخه یادونه وکړئ او یا هم اخطار ورکړئ .

ماشومانو ته د درنښتیز چلند ور زده کول، وخت، زغم او ډېرې زیاتې پاملرنې ته اړتیا لري، همدارنګه باید تاسو هم د خپلو ماشومانو له پاره یوه ښه بېلګه واوسئ، په پایله کې ستاسو مینه به ښه اغېزه وښندي او ماشوم مو دا زده کوي، پرته له دې چې تاسو ورته یادونه وکړئ، له نورو سره درنښتیز چلند ولري .

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x