کندهار: جلا پېښو کې یو قومندان او بل ملاامام وژل سوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۰ غویی، ۱۳۹۶): د کندهار ښار په ۱۵مه امنیتي حوزه کې د حشمت خلیل کلا ملا امام ناپېژانده وسلوالو په غلچکي برید کې وژل سوی دی.

پېښه تېره ورځ ماسپښین مهال درې بجې د حاجي عرب په سیمه کې رامنځته سوي، امنیتي سرچېنو رسنیو ته ویلي چې وژل سوی ملا امام ګلالی نومیږي او په حاجي قاري سره مشهور و.

طالبانو د یادي پېښي مسؤلیت پر غاړه اخیستی، د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې ملالالی د استخباراتو فعاله کارمند و ځکه دوی خپل د برید هدف وګرځوی.

بل پلو برایي شپه شاوخوا ۹ بجې د سپین بولدک ولسوالۍ په بازار کې پر یوه موټر د چسپکي ماین چاودنه سوې، په چاودنه کې دوه تنه وژل سوي او یو بل تن ټپي سوی چې وروسته د ولسوالۍ روغتون ته د تداوي په موخه وړل سوی دی.

وژل سوی کس د تخته پل ولسوالۍ قومي مشر او د ښوراوک ولسوالۍ د امنیتي پوستو قومندان (ملک فیض الله) دی، په پېښه کې دوهم وژل سوی کس د نوموړي زوی دی.

طالبانو د سپين بولدک ولسوالۍ د پېښي پړه هم پر خپله غاړه اخیستي.

د یادوني وړده چې دوه ورځي وړاندي په کندهار ښار کې د والي مطبوعاتي سلاکار عبدالغفور پیروز هم د طالبانو په یوه هدفي برید کې ووژل سو او په همدې ورځ په جلاپېښه کې د ملاصاحب د سرای یو تن قومندان د خپل ساتونکي سره ووژل سو.

په کندهار کې د هوا د ګرمېدو او د طالبانو د منصوري عملیاتو د اعلان سره سم هدفي وژني ډیري سوي دي، نژدې هره ورځ حکومتي کارکوونکي یا امنیتي منسوبین د وسلوالو د بریدونو ښکار ګرځي او وژل کیږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د