اقتصاد

ترکیې د حلال سياحت سيستم فعال کړ

ژباړن: منيب الرحمن رحماني
هغه مسلمانې کورنی چې ښه اقتصادي وضيعت لري اوس په آنتالیا کې د هغه لوکسو او مجللو هوټلونو مشتريان دي چې پخوا به روسان او اروپايان و.

د نارينه او ښځينه لپاره ځانته ډنډونه ، د ښځينه او نارينه د ساحل ترمنځ د30 متره په لوړوالی پرده ، د 6کلونو نه دزيات عمر لرونکو ماشومانو د ښځو ساحل ته ممانعت ، د کامرې او فلمبرداری منع اعلانېدل هغه ځانګړنې دي چې مسلمان سياحين يې ځانته ورمات کړی.

د آنتالیا مجلل او عصري هوټلونه د عربستان ددښتو سره ډېر توپير لري چې اوس ځينې د لومړي ځل لپاره​ د حلال سياحت تياري نيسي .

که څه هم چې دا مجلل او لوکس هوټلونه د غير اسلامي او غربي هوټلونو سره شباهت لري خو ددې هوټلونو قوانين کاملا بدل دي، په دې هوټلونو کې شراب نه خرڅېږي ، دلباس لپاره ځانګړي قوانين وضع شوي ، خوراکونه او غذاوې حلالې دي ، اذان په لوډسپيکر کې اورول کېږي.

يو 29 کلنه ښځه چې د خپل 30 کلن خاوند سره د لومړي ځل لپاره حلال سياحت ته راغلي داسې وايي : د آنتالیا هوټلونه ډېر مجلل او ښکلي دي،موږ له ډېر وخته د عصري خو حلال سياحت او هوټلونو په لټه کې و، اوس کولی شو هروخت ترکیې ته راشو او خپلې د خوشحالی شېبې ولمانځو .

که څه هم د ترکیې د سياحت صنعت په دې وروستيو کې د ناکامې کودتا او ځينو تروريستي بريدنو ښکار شو خو اوس د عربي ، ايراني ،روسي او اروپايي سياحين په مټ ډېر په چټکه په مخ روان دی.

اولوف سګين د خپل هوټل په اړه وايي : د تېر کال په نسبت مو عوايد دوه برابره ډېر شوي اوس د عربو نه زيات سياحين لرو که څه هم چې اوکراينيان او روسيان هم دترکيې په سياحت مين خلک دي اوس ايرانيان او نور مسلمانان​ زموږ د سياحت د ملا تير دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x