ټولنیزه برخه

دمیني او رحمت رهبر

ژباړه: غلام عمر عبدالله

تاریخ لیکونکو دحضرت عمر رضي الله عنه په هکله لیکلي دي..

امیرالمؤمنین حضرت عمرفاروق رضي الله عنه به دخپل قوت او شدت سره په مدینه منوره کي خلکو ته دډوډۍ سترخوان تیاروه ، یوه ورځ یې ولیدل چي یو سړی په کیڼ لاس خوراک کوي.

امیرالمؤمنین ورته وویل : ای دالله بنده په ښی لاس خوراک وکړه !

سړی ورته وویل : ای دالله بنده هغه لاس مي مشغول دی.

امیرالمؤمنین څو ځلي خبره ورته تکرار کړل خو نوموړي کس به همدا یوه خبره ورته کول چي (هغه لاس مي مشغول دی).

امیرالمؤمنین ورته وویل : په څه شي دي مشغول کړی دی ؟

سړي ځواب ورکړ : دموته ( له رومیانو سره دمسلمانانو لویه غزا وه ) دغزا په ورځ خوږ سوی دی او اوس يې له حرکت ورکولوو څخه عاجزه یم.

امیرالمؤمنین د سړي سره کښېناست ، وئې ژړل او پوښتنه يې ځیني وکړل ویل :

ستا اودس څوک درته کوي ؟

ستا جامې څوک در پرېمینځي ؟

ستا وريښتان څوک در پرېمینځي ؟

او دې ته ورته نوري پوښتني يې هم ځیني وکړې …

وروسته يې امر وکړ چي یو خادم ، یو څه توښه او ډوډۍ ورته تیاره کړئ او وريې کړئ…
وروسته يې له سړي څخه بخښنه وغوښتل هسي نه چي د امیرالمؤمنین په څوځله سپارښتني زهیر سوی وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x