
د اسلامي ويښتابه ترسرلیک لاندې یو ورځنی کنفرانس تر سره شو
نن ټکی آسیا: په کابل کې د متعهدو ځوانانو دهمغږۍ ټولنې پر نوښت د اسلامي ویښتابه تر سرلیک لاندې دغه سیمینار د دلوې پر اوولسمه په میوند سالون کې د لسګونو ګډونوالو پر ملتیا پیل شو.
په دې سیمینار کې چې لسګونو ځوانانو، مشرانو، علماکرامو او مینه والو ګډون کړی وو، د اسلامي نړۍ پر بېلابېلو موضوعاتو او مهمو مسایلو خبرې وشوي.
د اسلامي نړۍ د یووالي پر تمه ټولو ویناوالو خپلې هیلې څرګندې کړي او په ټوله کې نږدې هر ویناوال پر کره دلایلو د کابل او واشنګټن ترمنځ د تړون پر نه امضا ټینګار وکړ.
د ناستې وروستي ویناوال صدیق منصو انصاري په پوره جديت وویل چې د دې تړون متن ما څو ځله لوستی او په ټوله کې نه د زموږ او نه د سیمې هیوادو ته پکې ګټه شته.
یاده ناسته نږدې ماسپښین مهال له غرمنۍ وروسته تمامه شوه.
عبد الودود سنګين