ادبي لیکني

فردي لهجه

لیکوال: ضیاءالاسلام «شېراني»

لارښود استاد: دوکتور زرغونه «زېور»

وړاندې له دې چې په فردي لهجه او د هغې په څرنګوالي خبرې وکړم، غواړم چې لومړی د ژبې او خپله د لهجې په تعریف پوی شو.

ژبه : ژبه په واقعیت کې یوه ټولنیزه، اکتسابي او تړوني پدیده ده ، نه عضوي، فطري او طبیعي. د ژبې د پیدایښت تاریخ د بشر د پیدایښت او د ټولنو او ډلو له جوړېدو سره اړه لري.

په عمومي توګه د ټولنې د افرادو تر منځ هر ډول وسیله او اړیکې ژبه بلل کیږي. که دغه اړیکې په اشاروي توګه وي او که د نښو یا نورو علایمو او لارو په صورت؛ خو ژبه په خاص مفهوم سره دیو لړ اختیاري وییزو او اوریزو سمبولونو مجموعه ده چې هر یو سمبول یې زموږ د ذهني انځور استازيتوب کوي. دا انځورونه د انساني چاپیریال او مهال څیزونه، ځانګړتیاوې، پېښې او ګړه وړه اخلي او په دې توګه ژبه د انسانانو ترمنځ د پوهولو او را پوهولو یوه آله او وسیله ګرځي.(۱)

لهجه ( ګړدود) (Dialect)

لهجه چې په پښتو کې یې ګړدود او په انګریزي کې یې دیالکټ Dialect بولي اصلاً د یویاني ژبې له Dialkhtos له کلمې څخه اخیستل شوي چې د (وینا ډول ) مانا ورکوي.

لکه څنګه چې په نړۍ کې ژبې ډېرې دي، دغه راز ځينې ژبې د زياتو لهجو لرونکې هم دي. لهجه له ژبې څخه راوتلې او په ټاکلي ټبر او ځانګړي جغرافيايي چاپېريال پورې اړه لري. لهجې د ځينو کلماتو په تلفظ او ويلو کې له اصلي ژبې سره توپير لري.

په لنډه توګه ویلای شو چې ګړدود یا لهجه د یوې ژبې هغه ځانګړې بڼه ده چې په یوې ټاکلې جغرافیایي سیمه، تاریخي دورې او ټولنیز پوړ یاقشر پورې اړه لري.

فردي لهجه (Idialect)

ژبه د غږيږو نښو او علامو يو داسي کسبي، اتفاقي يا تړوني سيستم او مجموعه ده چې د يوې ټولنې وګړي يې يو له بله د پوهولو او راپوهولو لپاره کاروي.

به بله وينا : ژبه د يو لړ اختياري وييزو اوريزو (acoustic) سمبولو يو سيستم او مجموعه ده چې هر يو سمبول یې زموږ د يوه ذهني انځور ښکارندويي کوي. دا انځورورنه د انساني چاپېريال او مهال څيړنه، پيښې او ګړه وړه را اخلي. په دې ډول کوم ځانګړي توپيرونه چې ديوې ژبې د ويونکو له خوا د ژبې د کارولو پر مهال ليدل کېږي، د هغې ژبې بيلا بيل ګړدودونه دي. په بله وينا د يوې ژبې هر ويونکی د دغې ژبې د يوه ګړدود ښکارندويي کوي او يو له بل سره له بيلابيلو بيولوژيکې او جغرافيايي دريځونو په لرلو سره د هماغې يوې ژبې په استعمال او کارونه کې توپير لري. مګر څنګه چې دا فردي توپيرونه په خپلو منځو کې دومره لرې نه وي، ځکه نو دې هر يو ته موږ ديالکت نه بلکې ايديالکت Idiolect یا فردي لهجې وايو او په دې ډول له دغو فردي ايديالکتونو هماغه ډلې په پام کې نيسو چې يو راز ګډ سيمه ييز يا ټولنيز خصوصيات ولري نو همدا علت دی چې وایو د پلانۍ سیمې، ډلې یا ټبر ګړدود.

ښاغلی حبیب الله تږی په خپل اثر (نوې ژبپوهنه او ژبني مسایل ) کې په دې اړه وایي، چې په نوې ژبپوهنه کې سربېره پر تشریحي ژبپوهنه چې د یوې ټولنې د ژبې جوړښت او ساختمان په یوه ټاکلې دوره کې مطالعه کوي، خو د افرادو او بېلابېلو ډلو په ژبنیو توپیرونو او د هغوی په تشریح سر نه خوږوي، یوه بله اصطلاح هم کارول کیږي او هغه سنکرانېک ژبپوهنه Synchronic Linguisties)) ده. دا ځینې نور مسایل او د هغو څېړنه هم په پام کې نیسي، چې له هغې ډلې څخه سنکرانېک لهجه پېژندنه Synchroni) Dailectology) ده. د ژبپوهنې دا څانګه د افرادو او بېلو ډلو ترمنځ د ژبني عادت توپیرونه په منظم او سستماتیک ډول مطالعه کوي. په دې بحث کې ترټولو لومړنی د پام وړ ټکی «فردي لهجه» ده، چې ژبپوهان یې د ایډیالکټ Idiolect په نامه یادوي او دا په یوه ټاکلې دوره کې د یوه خاص شخص د ګړنیو عاداتو له مجموعې څخه عبارت ده.

که د بېلګې په توګه موږ په پښتو ژبه کې د وردګو لهجه په پام کې ونیسو. له یوې خوا د پښتو ژبې له نورو لهجو سره توپیر لري؛ خو بل لور ته خپله د همدغې لهجې د بېلابېلو ویونکو تر منځ هم د وینا په ډول کې توپیر لیدل کیږي. یعنې هغه وردګ چې له خپلې اصلې ټولنې څخه بهر په نورو بېلابېلو ټولنو کې چې مختلف ګړدودونه او ژبې لري اوسېدلی وي او یایې زده کړه کړې وي، نظر هغه وردګ ته چې تل په خپل اصلي کلي او ټولنه کې اوسیدلی وي یوه جلا لهجه یا د وینا ډول کاروي، چې نه سوچه د وردګو لهجه کېدای شي او نه هم پوره بله لهجه. یا که بیخي یې را محدود کړو او یوې کورنۍ ته نظر وکړو، د یوې کورنۍ د غړو د لهجو ترمنځ هم، سره له دې چې دوی به له اره په یوه لهجه پوره اړه لري؛ خو هر یو به یې ځینې داسې ګړنې یا جلا جلا اصلاحات کاروي چې د کورنۍ له بل غړي سره به توپیر لري. چې همدا د یوې ژبې د یوې واحدې لهجې د بېلابېلو ویونکو د وینا بېلابېل ډول فردي لهجه یا ايډیالکټ Idiolect بلل کیږي.

ماخذونه:

۱ـ (۱) خوېشکی، پوهاند محمد صابر، پښتو غږپوهنه او وییپوهنه، ننګرهار: ختیځ خپرندویه ټولنه،۱۳۹۲ل ،۷ مخ

۲- تږی، حبیب الله، نوې ژبپوهنه او ژبني مساېل، کابل: دانش خپرندویه ټولنه، ۱۳۸۹ ل.

۳ـ رښتین، پوهاند صدیق الله ، پښتو ګرامر ‎، پېښور: یونیورسټي بوک ایجنسي،۱۳۷۲ ل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x