د ټېکنالوجۍ په نړۍ کې د دریو بریالیو بېلیونرو د بریا ۱۰تګلارې

محمد اسماعيل صميم

سټيو جابس، د اپل د کمپنۍ خاوند او اجرائیوي مشر

1. محدود او تنګ ژوند مه لره

2. د خپل کارسره مینه او شوق ولره

3. د خپل ځان لپاره یې ډیزاین کړه

4. تورغنم یا ټیټ کیفیټ لرونکي توکي مه پلوره

5. یو غوره کاري ټیم جوړ کړه

6. د پیسو لپاره یې مه کوه

7. پر خپلو محصولاتو وویاړه

8. پېرېدونکي پیدا کړه

9. بازارموندنه یا مارکېټېنګ ته خاصه پاملرنه وکړه ځکه چې دا خپله یو ارزښت دۍ

10. وږۍ پاتې شه، احمق پاتې شه

بېل ګېټس، د مایکروسافټ د کمپنۍ خاوند او اجرائیوي مشر

1. انرژي ولره

2. زیات نفوذ ولره

3. سخت کار وکړه

4. راتلونکې جوړه کړه

5. څه چې کوې خوند ترې اخله

6. پل جوړ کړه

7. په خپلو کارو کې له نورو سره مشوره وکړه

8. ښه خلک غوره کړه

9. د وخت نه ګټه پورته کړه یعنې د نن کار صبا ته مه پرېږده

10. شوخ طبیعته یا ټوکي واوسه

مارک زکبرګر، د فېسبوک خاوند او اجرائیوي مشر

1. هغه څه لاسته راوړې د کوم لپاره چې خپل وخت په کار لګوې

2. ځواب یا فيډبک ترلاسه کړه

3. غلطي ګانې وکړه

4. یوازې هغه خلک وګماره د کومو لپاره چې ته غواړې کار وکړې

5. په نړۍ کې بدلون راوله

6. د هغه کسانو نه چې ستاسره کارکوي زده کړه

7. یو ډېر ښه او پیاوړۍ ټیم جوړ کړه

8. ښې تجربې وکاروه او له نورو سره یې شریکې کړه

9. خپل تجارت ته له هرڅه نه ډېره پاملرنه وکړه

10. اجتماعي اړيکې جوړې کړه ځکه چې دا ډېرې اړینې دي



3 تبصرې

  1. دا مشورې ، خبرې او کارونه چې د دريو شخصيتون کړې دي نادرې نه دي او د بشر د پيدايښت نه په لکهاوو او ميليونو نو انسانانو عملي کړې دي خو دومره پيسې او شهرت چاته نه دئ حاصل شوئ ِ
    په کاپيتاليستي سيستم کې د استثمار او بې عدالتۍ د پټولو له پاره د مچ نه فيل په تبليغ او پروپاګند سره جوړوي او غواړي داسې وښيي چې ثروت د کار او زحمت په وسيله لاسته رعوړل کيږي ، حال داچې د مودرنې او پرمختللې تکنالوژۍ په منځته راوستلو کې د ميليونونو انجينرانو او مسلکي کارګرانو د خولو تويو نتيجه ده او ددې عظيم کار مزد يې د ګنکپو سرمايه دارانو له لوري په چل او فريب غلا شوئ دئ ِ ِ
    هر شهرت ، ثروت او قدرت د پورته جذابو خبرو محصول نه دئ ِ

  2. الحاج استاذ بیانزی

    هیښ ویښ صاحب سلامونه او نیکی هیلی می ومنه !
    زه هم ستاسی د لوړو نظریاتو لنګه او ملاتړ کوم ، بلکل همداسی ده چه سرمایداری او یا کاپیتالیستی نړۍ د خپلی استثماری سرمایداری د تدارکاتوو د پاره جعلی مثبتی لیاری ګودری نړیوالو او یا خپلو هیوادواولو ته به ګوته کوی ، په داسی حال کی چه یوه ډیره کمه برخه به ددوی د تکنالوزی تولید او لاسته راوړنه وی زیاته برخه یی پس له هغی چه د هغو منفی یا مثبتی سرمای وده کړی او دوی خلک استخدام کړی د استخدام شوو له استثمارولو یی سرمایه څو ځله ضرب شوی او زیاته شوی . دا خو یی د سرمایداری انفرادی اړخ دی .
    د سرمایداری مافیاوی اړخ یی بیا ډیر مهم دی هغه اړخ کی دوی له هر زر زور او زیور کار ولو کار اخلی چه سیاسی ، نظامی، مالی او حتی فرهنګی او اجتماعی کنترل هم به لاس کی ونیسی نه یواځی خپلو هیوادو بلکه په ټوله نړی کی او د هغو ملی او بین المللی رسیو او شیطانی تبلیغاتو لکه تاسی چه وایاست له خپل مچ فیل او دنورو له فیلانو مچان جوړوی او یا خپل تور سپین او د نورو سپین توروی او داسی نور نه غواړم چه خپله تبصره ډیره اوږده کړم که نه به دی اړه ډیر څه شته ، لیکنی څه چه کتابونه او کتابخانی پری ډکی دی او ډکیږی ډا ټول د همدغه بدمرغو انسانی شیطانانو د حرص او استثثمار نتیچه ده چه نړی یی د سرمایدارو ( مړو ) او غریبو دوه هغه لویو هیوادو ویشلی چه جغرافیاوی پولی نه لری او هغه پځوانی جغرافیاوی پولی خیالی پولی دی غریبان او ماړه څنګ په څنګ هستوګنه لری یو بل ته اړه لری غریبان د هغوی د کارخانو د چلولو او د هغوی دخدمتګاری او غلامی د پاره ژوندی دی او غرییان که غواړی ژوندی اوسی باید اطاعت وکړی . مننه

  3. تئتى الملک من تشاء و تنزع الملک ممن تشاء وتعز من تشاء و تذل من تشاء .اساسي خبره دغه ده

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.