نظــر

ځوانان د يو ملت سرمايه ده !!!

څومره چي يو ځوان په ژوند کي دده خپل زيار،کار، فعاليتونه، هڅي، کوښښونه او خوځښتونه مهم دي، په همدې کچه د يو ځوان فکري دوطن پالني بيارغوني اودوطن سره په زړه کي دميني جزبه او پوهه هم موهمه ده، ځکه په اوسني حالاتو کي زموږ  د هيواد کړکيچن حالات او له بلي خوا زموږ د دښمنانو سازشونه او طوطيې،  چي نه غواړي زموږ ځوانان دي، يو داسي سياسي د وطن پالني  شعور ولري چي هغه دي د اسلام ، د ملت او  وطن په ګټه تمام سي.

کومه مينه، محبت اووطن پالنه  چي زموږدځوانانوپه زړونوکي موجوده ده دوى غواړي چي هغه زموږ  د ځوانانو د زړونو څخه  وباسي دا ټول کارونه يې د هغې نقشې سره سم روان کړي دي، چي د شر او فساد د اچوونکو په لاسونو کرښي  پرې را يستل سوي دي، دداسي سخت، قوي، شديد او با تدبيره يرغل په وړاندي  زموږ ډير وګړي  ځوانانوته دا نصيحت کوي چي يوازي دي خپل ځان د يوځوان په  حيث  څرګند کړي او پر همدغه فزيکي حالت دي بسنه وکړي چي زه ځوان يم.

د يو داسي طوفان په وړاندي ، چي  زما هويت او استقلال له منځه وړي دا به  ډېره غلطه ځان غوښتنه وي چي څوک د طوفانونو او سېلونو په راتلو سره ځان و يوې ګوښي  ته کړي او يواځي د خپل ځان د ژغورلو په فکر کي اوسي او دې طوفان او سېلابونو ته پوره ازادي ورکړي چي څرنګه کولاى سي چي د وطن پالني او د ځوان احساساتو  د مړيني بازار ګرم وساتي.

 د دا ډول ځوانانوشتون دهغه دشتمن وشتو ته ورته دي ، چي يوشتمن  يې د خپل اسقاط د ګرځولو له لپاره پيداکوي او په خپل ژوند کي هيڅ د خيراو ښيګڼي کارونه  نه په  ترسره کوي نه يې په خپل اولاد خوري، نه يې خوار او غريب ته ورکوي اونه يې هم د وطن پالني په موخه د خپل وطن د دفاع ازادۍ او خپلواکۍ  په لاره کي مصرفوي نو د داسي دولت، مال او سرمايي شته والي اونه شتوالي سره برابر دي.

د يو ځوان سره چي څه اخلاقي، ايماني او وطني مينه وي، هغه بايد د انساني ژوند په بازار او مارکيټ کي د چلند او خرڅېدو له پاره وړاندي سي، که  چيري ځوان د پانګي اچوني خاوند، هوښيار، ذکي ، خوځنده او د استعداد خاوند وي ، نو د ګټي او فايدي سره سره به يې د خپل وطن ،اولس ،اودوطن پالني اودوطن سره دميني جزبه هم ساتلي وي د هيواد ملي هويت به يي ساتلي وي اوهيوادبه يې دپر مختللوهيوادونو په  کتارکي درولى وي او که چيري نوموړي ځوان  ((د سرمايې خاوند))  لټ بې تجربې او بې استعداده وي نو نه يوازي دا چي ګټه به ونه کړي بلکي خپله شتمني به هم له لاسه ورکړي.

د سرمايې او مال همدا اصلي وظيفه ده، چي په بازار او مارکيټ کي حرکت او خوځښت ولري که داسي نه وي، نو بيا که پانګه هر څومره زياته وي نو شته والي يې هيڅ ګټه نه لري.دهغه ناخوځنده  ځوان په څيردى چي په صورت روغ په فکرجوړ او شتمن وي ، خو    دى بيا هم پر ځاى پروت او  ذګېر وى کوي، فکر يې انحثار وي،  د ګټي او تاوان غم نه وي ورسره،  يوازي يې خوري او چيښي او بس .

زموږ ځوانان ديو هوښيار او تجربه لرونکي سوداګر او تجار په څير په خپلو خولو او کړاوونو ګټلي پانګه په داسي توګه ميدان ته راوړاندي کړي ، چي هم  نورو خلګو ته زياته ګټه ورسوي اود خپل وطن په اړه  دخدمت معنوي لستوڼي رابډوهي او د هرډول بهرانى حالت څخه يې وساتي، ځکه د دوى د دې  کار  غوښتنه نه يوازي چي زموږ دود کلتور او پښتني ټولنه يې   کوي بلکي اسلام هم  د يو مسلمان ځوان څخه دا غواړي چي هغه دي د خپل هيواد په سياسي اقتصادي ټولنيز، فرهنګي، او د وطن پالني په مينه کي برخه واخلي او خپل ځانونه دي د نوري پر مخ تللي نړۍ په متمدنه ټولنه کي حساب کړي او د خپلو سيالانو سره دي سيالي وکړي، ترڅو د پرمختللو هيوادونو په کتار کي يې هيوادودريږي.

دا د هر ځوان ديني وجيبه ده  چي د خپل  هيواد د سمسور تيا او بيا رغوني ږغ پورته کړي، د يو  هدف په موخه د مبارزې ميدان ته ورودانګي، د هيواد ځوانان  دغه ستر هدف او ارمان ته متوجه کړي، ځوانان د غربي يرغلګرو د فکري يرغل پر ضد په اسلامي افکارو مجهز کړي، د يرغلګرو او د هيواد د  دښمنانو ټولي هڅي شنډي کړي، د هيواد دننه د بدبختيو عوامل په ګوته کړي او د هغو د ختمولو له پاره هڅي پيل کړي، ځوانان د دغه ستر هدف له پاره  يو موټى، د هيواد او  ولس د دښمنانو د شومو موخو پر ضد او د هيواد دننه د موجودو بدبختيو  د ختمولو په اميد په يوه محور کي راټول کړي.
  ځوانان د يوې ټولني د ډيري مهمي برخي حيثيت لري ځکه چې د انسان د عمر، روغتيا، تفکر، توان او طاقت  د اوج مرحله د انسان د ځوانى مرحله ده، نو پر همدې اساس دوئ ته ډير ستر مسئوليت ور پر غاړه  دى.

 ځوانان هم د ټولني د نجات او هم د ټولني د بدبختي او زوال عامل ګرځېداى سي. هر انقلاب او هر بدلون په يوه سياسي او اقتصادي نظام کې د ځوانانو د مټو او قربانيو په زور راځي، د هر هيواد د صنعت، پرمختګ، آزادي او خپلواکي تر شا د همدغو ځوانانو لاس وي .

محمد نبي سلطاني

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x