نظــر

شمالي کوریا او لاس پوڅې میډیا

بخت الرحمن (شرافت)
دشمالي کوریا نسبت که له امریکا سره واخلو نو ډير وړوکی هیواد ده ټول ټال ۲۵ ملیونه نفوس لري د امریکا د مساحت او وګړو دشمیر په مقابل کې دیو وړوکي کلي حیثیت لري چې دهغه هیواد دکوم ایالت سره یې هم مقایسه نشو کولای.

له کومه وخته چې دغه هیواد په جود کي راغلی امریکا یې مقابل کې د مخالف دریځ غوره کړی، کله یې په دی توروي چې دبشر حقوق یې پامال کړي، کله بیا شور او غوغا جوړه کړي چې شمالي کوریا خطرناکه اتومي وسلې ترلاسه کوي او نړۍ به ورانه کړي.

کله بیا وايې چې شمالي کوریا دسویلي کوریا لپاره تهدید ده ددغه حیوان خپلواکي او امنیت ګواښوي، زه نه غواړم چې شمالي کوریا حق لري اتومي وسلې ترلاسه کړي، او داهم امکان لري کچیري اتومي وسلې ترلاسه کړي کیدای شي نړۍ او په خاصه توګه خپلو ګاوڼدیانو ته مشکلات خلق کړي.

خو مونږ دې ټکي ته هم باید پاملرنه وکړو او لودیځي رسنۍ دغي نقطي ته ولي اشاره نه کوي چې امریکا نړۍ ته لوی کواښ ده، که شمالي کوریا.

امریکا زیاتي اتومي وسلې لري که شمالي کوریا،،،،، امریکا نړۍ کي جنګ ته لمن وهي که شمالي کوریا،،،،، اوسنی نړیوال کړکیچ چې دنیا په خاصه توګه اسلامي نړۍ یې د اور تر لمبو لاندي را وستي دا شمالي کوریا ده که امریکا،،،،، امریکا له نورو هیوادونو سره دټوپک به خوله خبري کوي که شمالي کوریا،،،،،، امریکا دهیوادونو د ډایلاګ او خبرو جواب په مرمۍ ورکړی که شمالي کوریا،،،،،، شمالي کوریا امریکا په برید سره ګواښه وي که یې امریکا ګواښه وي.

ایا خبریاست چې په نړۍ کي، شمالي کوریا، هندوستان او چین هغه هیوادونه دي چې هوکړه او تعهد يې کړی اتومي برید به ددوي له لوري نه پیل کیږي، البته کچیري دبل چا له خوا ورباندي برید کیږي بیا دوي حق لري چې دخاوري او هیواد ددفاع لپاره ورته عکس العمل وښيې ( د دښمن له لوري د اتومي برید په مقابل کي دوي هم اتومي وسله استعمال کړي).

ایا دا منل شوی حقیقت نه دئ چې کورکي ترټولو کشر ورور سره هم کورنی مشکل له مذاکرې او ډایلاګ څخه بغیر نشي حل کیدلی، چې دکور وړوکي ورور باندي خپله خبره له مذاکرې او مباحثې څخه بغیر نشې منلی نو ګاونډی، کلیوال او کوم بل بیګانه کس خویې هیڅ درسره نه مني ورسره په ضرورو خبري اتري کوي که ډیري خپلي په ومنې لږ به دهغه ده هم منې.

شمالي کوریا په وار وار له امریکا څخه غوښتي چې ورسره خبروته حاضر شي خو دامریکا ددواړو حکمتونو (ټرمپ او اباما) له لوري دشمالي کوریا دمذاکراتو وړاندیز رد کړل شوی، امریکا وایې دشمالي کوریا مشر (کیم جونګ اون ) غیرمنطقي، نا معقول او سرټمبه شخصیت دئ ورسره مذاکرات کول بي معنی دي.

څه عجیبه کوي تر ټرمپ بل غیرمنطقي، مست لیونی او سرټمبه به بل دبشریت په تاریخ کي تیر شوی وي، زما په ګمان نه به تیر شوی وي او نه بل راشي، ټرمپ دشمالي کوریا ومشر ته دنا معقول او سرټمبه انسان خطاب کوي، دنیا تا په شر اخته کړې، سرټمبه او سر نا خلاصه دشمالي کوریا مشر ته وایې، په نړئ کي اوله اتومي وسله تاسو ازمویلې ، سرټمپه او سر نا خلاصه دشمالي کوریا پا شا ده، دنړۍ ترټولو لوي بم تاسو استعمال کړ، سرټمپه او سرنا خلاصه دشمالي کوریا صدر ده.

ډير به شا ته نه ځو دپا نا ما له مشره (مانول نوریګا) څخه نیولی بیا دسوریې تر بشار الاسد پوري دغه ټول هغه ولسمشران دي چې دامریکا حکومت ورسره دسیاست له لاري نه، بلکي دجنګ له لاري برخورد کړی، جنګونه همیشه دناکامو پالیسو په نتیجه کي را منځ ته کیږي، مونږ نه پوهیږو چې امریکا سیاست او ډیپلوماسي هیره کړې که یې بیخي نکوي.

له نن څخه شپارس کال وړاندي په افغانستان کي طالبانو له امریکا سره مشکل دخبرو له لاري حل کاوو، امریکا له طالبانو څخه اسامه بن لادن غوښتی، طالبانو دنوموړي د سپارلو په اړه له امریکا څخه وخت وغوښت او د مذاکراتو غوښتنه یې وکړه خو دامریکا دهغه وخت ولسمشر (بوش) دمذاکراتو خبره رد کړه او په صریح الفاظو یې وویل چې طالبان دخبرو خلګ نه دي، پر افغانستان باندي یې برید وکړ چې دا ده نن شپارس کاله تیرسوو امریکا تراوسه لاهم دلته بنده پاته ده، طالبان ورځ تربلې قوي کیږي، له ولس سره نزدي کیږي دهیواد ډيری سیمي یې ترخپلي ولکي لاندي راوستې، په عسکري، سیاسي او فرهنګي ډګر کې یې دپخوا په څير ځوځله پرمختګ کړی.

او هغه حکومت چې د طالبانو له سقوط څخه وروسته د امریکا په مټ رامنځ ته سو له شپارسو کلونو څخه وروسته لاهم دنړۍ په کچه فاسد ترین حکومت دئ، چې اوس خپله امریکا یان په دي اعتراف کوي چې دافغانستان حکومت کې درغلي، فساد او ګډوډي اوج ته رسیدلې اوپه وازه خوله نارې وهي چې دافغانستان دګډ حکومت ټول مشران بي کفایته او دحکومت کولو وړ نه دي او نور له دغه حکومت او مشرانو سره ګډ کارکول (انرژي) توانایې او وخت په دریاب کې لاهو کول دي.

امریکا دشمالي کوریا دکوربغل ته فوځي مانورې کوي، خپلې پرمخ تللې وسلې ازمویې ورته دموټو زور ښکاره کوي له زرګونو کلوميټره څخه راغلي د شمالي کوریا دکور په دروازه کې ورته دمزائیلو دفاعي سیسټم نصبوي، خو شمالي کوریا ته بیا اجازه نه ورکوي چې دخپل کور په انګړ کي دخپل ټوپک شپیلۍ پاکه کړي، نو تاسو څه فکر کوئ امریکا د جنګ غورې وهي که شمالي کوریا.

تاسو خبریاست څومره شمیر امریکايې او دسویلي کوریا عسکر دشمالي کوریا د کور په دروازه کي جنګي تمرینات کوي او په دې به هم خبریاست چې دغو تمریناتو ته یې څه نوم ورکړی؟

دامریکا او سویلي کوریا ۴۰۰۰۰۰ څلور سوه زره عسکر دشمالي کوریا په ګاونډ کې جنګي تمرینات کوي او دغو تمریناتو ته يې دسرپریکولو عملیاتو نوم ورکړی (Operation Decapitation) او دا څرګنده خبره ده چې دغه عملیات شمالي کوریا باندي برید کولو او ددغه هیواد دمشر دسرپریکولو لپاره ترسره کیږي.

خپله دسویلي کوریا حکومت کوم چې له امریکایانو سره دشمالي کوریا په خلاف جنګي تمرینات ترسره کوي تر ککرۍ پوري په فساد او درغلۍ کي ډوب دئ.

دسویلي کوریا دحکومت مخالف ګوندونه دغه هیواد کې امریکا یانو ته د یرغلګرو په سترګه ګوري او حکومت کې اوج ته رسیدلی فساد دلته دامریکایانو وجود په ګوته کوي، دحکومت مخالفو ګوندونو په وار وار دسویلي کوریا له حکومت څخه غوښتي چې امریکا سره دغه هیواد کې دمزائیلو دنصب تړون لغوه کړي، ددغه هیواد سیاسیون وايې دسویلي او شمالي کوریا ترمنځ پخوانی جنګ په رسمي توګه پای ته نه دئ رسیدلی ځکه امریکا نه غوښتو چې دغه جنګ دي پاي ته ورسیږي.

شمالي کوریا غوښتنه کړي وه چې باید د جنګ دختمیدو لپاره ځیني بندونو او شرطونو باندي رسمي لاسلیکونه وشي خو امریکایانو دغه دواړه هیوادونه دې ته نه پریښودل ترڅو د رسمي سند له مخي جنګ پاي ته ورسوي، ځکه کچیري داسي سوي وی بیا امریکایانو ته سویلي کوریا باندي دیرغل او ولکې جواز نه پاته کیدی.

لاندي به څو ښکاره لاسوندونه درته وړاندي کړم چې ایا په رښتیا شمالي کوریا دنړۍ امن ته ګواښ ده او که امریکا، شمالي کوریا جنګ ته لمن وهي که امریکا، ازادې رسنۍ دي لږڅه لاندي ټکوته هم متوجه شي د ډیرو درواغو ترڅنګ دي لږ رښتیا هم ووایې.

په ۱۹۹۹ زیږید کال کې امریکا اعلان وکړ چې شمالي کوریا باندي برید کوي، دغه هیواد کي د سویت یونین د وخت زاړه هایډروجن بمونه پاته دي هغه له منځه وړي.

۲: د امریکا پخواني ولسمشر د شمالي کوریا و مشرته په (pygmy) پیګمي سره خطاب کاوو، پیګمي په افریقایې او سویلي اسیایې هیوادونو کي ډيرو پاتو او بي حیثیته وړوکو او کمزورو خلګو ته ویل کیږي او بوش به وار وار ویل دشمالي کوریا مشر پیګمي دئ او زه به یې هرو مرو له منځه وړم.

۳: زما هغه وخت هم ښه په یاد دئ کله چې دشمالي کوریا او امریکا ترمنځ د اتومو وسلو دخپرولو په اړه خبري ناکامه سوې، شمالي کوریا دغه هیواد ته ورغلي نړیوال څیړونکي په جاسوسۍ باندي تورن کړو او له هیواد څخه یې وشړل دغه وخت کي د امریکا دهغه وخت ولسمشر شمالي کوریا ته د شیطانت دمحور خطاب وکړ او زیاته یې کړه چې دشیطانت محور به زه د توپ او ټوپک په خوله له منځه وړم.

۴: محافظه کاره حکومتونه او لاسپوڅي میډیا وایې چې شمالي کوریا دامریکا لپار خطر ده او همدارنګه څو ورځي وړاندي دامریکا نوي ولسمشر (ډونلډ ټرمپ) زیاته کړه چې شمالي کوریا نه یواځي امریکا بلکي نړۍ ته خطر ده، حال داچې خپله دغه ولسمشر دامریکا په دفاعي بودیجه کې ۵۴ بلیونه ډالر زیاتوالی راوستی چې دغه رقم د شمالي کوریا د ټولي دفاعي بودیجې په پرتله ۱۱ واره زیاته ده، نو تاسو څه فکر کوۍ شمالي کوریا جنګ کوي او که یې امریکا شمالي کوریا دجنګ تابیا نیسي او که امریکا.

۵: په داسي حال کي چې خپله د امریکا یوه مشهور ټولویزون (CNN) دشمالي کوریا په اړه دغه هیواد کې دخلګو نظرونه پوښتلي یواځي ۳۷٪ سلنه خلګو ویلي چې شمالي کوریا د امریکا لپاره ګواښ ده، دا چې دهیواد ۷۳٪ سلنه خلګ شمالي کوریا دامریکا لپاره خطر نه بولي، حکومت او لاسپوڅي میډیا بیاهم نارې وهي چې شمالي کوریا د امریکا لپاره ګواښ ده، له دي څخه مالومیږي چې امریکایې لاسپوڅې میډیا یا خو اعصاب له لاسه ورکړي او یا رښتیا ویل هیڅ نه پیژني.

۶: شمالي کوریا یواځي ۸ اته اتومي سرګلولې لري خو دلیږدلو لپاره یې بیاهم موثر او دقیق توغندي نه لري او امریکا ټول (۷۰۰۰ اوه زره اتومي سرګلولې لري، نو څه فکرکوۍ امریکا چې (۷۰۰۰ ) اوه زره اتومي سرګلولې يې جوړي کړې او ډير شمیر یې د شمالي کوریا په خلاف نصب کړې، نړۍ کي امن غواړي که جنګ، دغو اتومي سرګلولو کي دنیا والتو ته دامن پیغامونه استوي که ویجاړونکي کیمیایې مواد او سوځونکې باروت.

۷: دشمالی کوریا او سویلي کوریا ترمنځ له جنګ څخه وروسته بیا شمالي کوریا هیڅ هیواد باندي تیری نه ده کړی خو برعکس امریکا په دغه وخت کې دیرشو(۳۰ ) هیوادونو باندي بمونه اورولي، نو څه خیال مو دئ شمالي کوریا جنګ کوي او که امریکا، شمالي کوریا دنړۍ امن ته ګواښ ده او که امریکا.
چا دنړۍ حکومتونه نړولي شمالي کوریا که امریکا، ایا لاسپوڅي میډیایې جواب لرې، چا پرنورو هیوادونو ترټولو طاقتور بم استعمال کړ کوم جواب لرۍ.

څوک دنورو په خلاف د اتومي وسلو داستعمال خبره وار وار کوي، څوک د دنیا واړه ملیتونه دمرغیو په څیر تر ستوني تیروي، څوک یې جواب لري ایا لودیځه لاسپوځي میډیا د رښتیا په نوم هم څه پیژني او که نه.
څو لسیزي تیري شوې، دشمالي کوریا او امریکا ترمنځ مخالفت ولي نه ختمیږي ایا امریکا نه غواړي او که
شمالي کوریا لویدیځي رسنۍ دي لږ له حقیقت څخه پرده پورته کړي.

امریکا چې د شمالي کوریا و صدر ده په عصباني او لیوني باندي خطاب کوي ولي د انګلستان و ولسمشرې (تریسا مای) ته په دغه نوم خطاب نه کوي چي میرمن ده طبعیتا باید سولیزه وی خو بیا یې هم شمالي کوریا باندي د اتومي برید کولو اخطار ورکړ، امریکا باید دشمالي کوریا دصدر پرځاي د انګلستان د ولسمشرې دسرپریکولو خبره کړې وای، دشمالي کوریا دحکومت پرځاي یې د انګلستان حکومت له منځه وړی وی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

شرافت صاحب سلامونه او نیکی هیلی می ومنۍ ! ډیره مننه کوم ، زما د زړه خبری دی لیکلی له حقایقو دی پرده لیری کړی او د امریکا یا نړیوال استعمار اصلی څیره دی نړیوالو ( مظلوم بشریت ) ته په ډاګه کړی الله ج دی اجرونه درکړی مګر زه د یو څه ناڅه ناهیلیو له امله درته وایی چه [[ چاته یی وایی ]] زما هدف له [[ چاته یی وایی ]] دا دی چه د زور سره د زور کارولو ته اړه ده، یو کس چه تر سپږمو په هر ډول خطرناکو او دسته جمعی وسلو او وسیلو… نور لوستل »

غ.حضرت

هیله مند یم چه دا دواړه لېونیان وکولای شی په عین وخت کی د اټومی وسلې پر ماشه ګوته تخته او عاصی بشریت د نور عصیان څخه خوندی او مظلوم بشریت د نور مظلومیت د زغملو څخه وژغوری،بالآخره دا نړۍ خرابېدونکې ده.

الجاج استاذ بیانزی

لمړی : ستا خبره به هله سمه وی چه ددوی دماشو په کیمنډلو اتومی او ذروی بمونه یوآخی د دی دوه لیونیانو په کورونو او تیمونو لویدلی او د امریکا او شمالی کوریا مظلوم اولسونه او لا نور مظلوم بشریت ورسره نه لولپه کیدلی . زه باور لرم چه امریکا به له شمالی کوریا تر هغی په قرار نه کینی چه یا یی شمالی کوریه ختمه کړی نه وی ، لایی پکی کومه کودتا نه وی بریالیتوت به رسولی او لا یی د کوریا مشر په بیه اخستی او خپل کړی نه وی یعنی دا تعهد یی تری اخستی نه… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x