شعـــــرونه

غزل/ فضل باري مشفق

فضل باري مشفق

لږه خوښي، لږه ځواني لږه مستي په کار ده
په دې د غم نړۍ کې لږه خوشالي په کار ده

زړونه مو خوړين شول لويه خدايه دا حالت بدل کړه
لږ راته امن، امنيت او سوکالي په کار ده

چې يتيم ګرځي در په در نو ژوند ته ژوند مه وايه
لږ د ناچار لږ د يتيم سرپرستي په کار ده

چې یرغلګر دلته موجود وي روغه ورځ به نه وی
له يرغلګرو نه د خپل ځان ازادي په کار ده

هر مسلمان ته د الله تابعداري په کار ده
هر مسلمان ته له شيطان نه سر کشي په کار ده

خو دا نړۍ ده داسې جوړه چې اخر به وايو
چې بس مشفقه هوس پريږده ساده ګي په کار ده

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x