دیني، سیرت او تاریخ

د شعبان پنځلسمه(برات)

احمدالله جوهر

دبرات شپې چې دشعبان منځنۍ شپه دی په مبارکو احادیثو کې ئې برکت او فضیلت بیان شوی.

نوموړي شپه دمغفرت او رحمتونو شپه، یو بل ته دبخښني شپه ،دنجات شپه او …

حَدَّثَنَا الْحَسَنُ بْنُ عَلِیٍّ الْخَلَّالُ، قَالَ: حَدَّثَنَا عَبْدُ الرَّزَّاقِ، قَالَ: أنْبَأنَا ابْنُ أبِی سَبْرَةَ، عَنْ ابْرَاہِیْمَ بْنِ مُحَمَّدٍ، عَنْ مُعَاوِیَةَ بْنِ عَبْدِ اللّٰہِ بْنِ جَعْفَرٍ، عَنْ أبِیْہِ، عَنْ عَلِیِّ بْنِ أبِیْ طَالِبٍ، قَالَ: قَالَ رَسُوْلُ اللّٰہِ صَلَّی اللّٰہُ عَلَیْہِ وَسَلَّمَ: اذَا کَانَتْ لَیْلَةُ النِّصْفِ مِنْ شَعْبَانَ فَقُوْمُوْا لَیْلَہَا وَصُوْمُوْا یَوْمَہَا، فَانَّ اللّٰہَ یَنْزِلُ فِیْہَا لِغُرُوْبِ الشَّمْسِ الَی سَمَاءِ الدُّنْیَا فَیَقُوْلُ: ألاَ مِنْ مُسْتَغْفِرٍ فَأغْفِرَ لَہُ! ألاَ مُسْتَرْزِقٌ فَأرْزُقَہُ! ألاَ مُبْتَلیً فَأُعَافِیَہُ! ألاَ کَذَا! ألاَ کذا! حَتّٰی یَطْلَعَ الْفَجْرُ . (سنن ابن ماجہ)

ژباړه: روایت دی له سیدنا حضرت علي بن ابي طالب(رضی الله عنه) چې وايې: وفرمائيل حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) : چې کله دشعبان میاشت نیمه شوه(پنځلسمه شپه) شپه قیام وکړئ( تهجد او عباداتوکړئ) ورځ ئې روژه ونیسئ، یقیناً الله (عزوجل) دلمر ډوبدو سره دزمکې اسمان ته نزول کوي( په ځانګړي توګه تجلي د جلال رحمت کوي) فرمايې: ایا څوک شته چې بخښنه وغواړي ،چې زه ورته بخښنه وکړم؟!

شته څوک ،چې درزق غوښتنه وکړئ؟ چې په رزق کې پراخي وکړم!

شته څوک،چې په مصیبت کې وي؟ له هغه نه مصیبت لري کړم!

شته څوک ..؟ شته څوک..؟ تر هغه چې صبح صادق وخیژي.

که څه هم ددي مبارک حدیث په سند کې دمحدثینو او فقهاو ملاحضات شته او ورته ضعیف وايې، له همدې لامله دشعبان پنځلسمې ورځي روژه فرض او سنت نه بلکه مستحب بللی شي.(فتاویٰ عالم گیری)
عثمان بن ابي عاص رضي الله عنه له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه روايت کوي چې وې ويل : کله چې د شعبان مياشتې منځنۍ شپه شي نو يو آواز کوونکی آواز کوي چې کوم بخښنه غوښتونکی شته چې بخښنه ورته وکړم ؟ کوم د بل شي غوښتونکی شته چې زه يې غوښتنې په ځای کړم، د زنا کوونکې ښځې او الله سره شريک نيوونکي پرته نور هر څوک چې څه وغواړي الله جل جلاله يې ورکوي.

علامه الوسي رحمه الله په خپل تفسير روح المعاني کې ليکي چې عکرمه او يوې ډلې علماو د( الدخان )سورت په درېيم آيت کې چې د کومې شپې يادونه شوې ده له هغې څخه د برات شپه مراد اخيستې ده چې الله جل جلاله فر مايي ( انا انزلناه في ليلة مبركة إنا كنا منذرين ) ژباړه :موږ هغه ( کتاب ) په مبارکه شپه کې نازل کړی دی، خویوشمیر نور لویان بیا دا دقدر شپه بولي.

اخره خبره:
موږ دشعبان میاشت درس په پیل کي قرآني هدایات او درسول الله (صلی الله علیه وسلم) ارشادات بیان کړل او زمونږ اعمال دقبول درجه هغه وخت تر لاسه کوي چې په همدغه لار روان شو نه افراط وکړو اونه تفریط .
د برات په شپه ځانګړي خوراکونه تيارول ، خلکو ته مېلمستياوې کول ، ودانۍ او مسجدونو کې ډیوې بلول او داسې نور کړه وړه کوم ثبوت نه لري او نه هم د برات شپې له کړنو څخه دي .

دبي ځایه رسمونو او لګښتونو پر ځای الله جل جلاله ته په عبادت کولو نژدې شئ کېدو شئ، او داشپه په خپلو ګناهونو د پښېمانه کېدو شپه او د دوزخ له اور څخه د ځان د ازادېدو شپه وګڼئ.

مونږ ته په کار دي چې دا سپېڅلې شپه په هسې بی ځايه رسمونو اورواجونو سبا نکړو، د الله جل جلاله په عبادت ،تلاوت ذکر او فکر کې تېره کړو.

که څوک خپل خپلوان یا کور غړی سره راټولویي یو بل ته دمینی او ورورګلوی اظهار کوی او یو دبله دخپلو تیر وتنو او تیریو بخښنه غواړی غوره خبره دی، خو په منظمه توګه يې تر تیبات نیول نه اصل لری اونه په شریعت کي ځای.

مونږ چې واړه و دامو په یاد دی چي دبرات شپه به غالباً رڼاوه سپوږ می به ځلیده هر چا به کور کې خواړه وخوړل او بیا به له کوره وتل او په ځانګړی ډول هغه چا کره به لاړل چې ددوی تر مینځ کشمکش یا خفګان ولاړ شوی و، په دی شپه به يې یو له بله دبخښني غوښتنه کوله او ویل يې دژوند بخښنه دوي، مقابل لوری به هم په اخلاص بخښنه کوله،چې دا یوښه اقدام و !

که څه هم په ژوند اعتبار نشته کله هم چې یو تن پخپله ګناه او تیری پوه شو پرته له ځنډه باید دمقابل لوری نه بخښنه وغواړی که فرضاً خبره اوږ ده شوه او دبرات مبارکه شپه يې پخپل ژوند کې ونیوله پرته له ځنډه باید ضرر رسیدونکي ته چې له غیبت او یانورو بدو کړونو لامله دګناه پیټی په سرشوی دخلا صون اقدام وکړي!
یا الله (جل جلاله) دحضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) صحي اقتدأ او محبت زمونږ په برخه کړي،چې په آر کې ستا(جل جلاله) محبت او رضأ دی.آمین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x