افغانستان

کندز: د عسکرو مړو د دولت د لاپروايۍ له کبله بوی کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۲۰ غویی، ۱۳۹۶): د کندز ولایت په وروستیو جګړو کې د وژل شوو عسکرو مړي د جګړې په ډګر کې بې پوښتنې پراته دي او څوک یې د انتقال غم نه خوري.

پژواک خبري اژانس د امنیتي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې دولت د خپلو عسکرو هیڅ ډول اکمالاتي مرسته نه ده کړې او حتی مړي یې نه دي انتقال کړي، چې له کبله یې جسدونو بوی کړی.

نوموړي اژانس ته د جګړې د لومړیو کرښو عسکرو شکایت کړی چې دولت یې نه د اکمالاتو په غم کې دی او نه هم د خوراکي موادو. د عسکرو په وینا، دوی له یوې اونۍ راهیسې د طالبانو په محاصره کې بند وو خو دولت په تشو وعدو غولولي دي.

د (شریف) په نامه یو سرتیري یاد اژانس ته ویلي:

«د ځانګړې قطعې د عسکرو جسدونو بوی کړی، سپیانو وخوړل، کله چې چارواکو سره اړیکو نیسو چې صاحبه مونږ محاصره یو، مهمات نه لرو! مونږ ته وعده راکوي چې دا دی لس دقیقې وروسته به کومکي ځواکونه درورسیږي، دا لس دقیقې یې ۲۴ ساعتونو ته وغځیږي، بیا ورته زنګ ووهو، بیا راته وايي چې دغه دی الوتکې درورسېدې، خو هیڅ شی نه رارسیږي».

هېره دې نه وي چې روانه اونۍ د کندز ولایت د سقوط شوې (قلعه زال) ولسوالۍ اربکیانو هم په چارواکو نیوکې کړي چې د ولسوالۍ په جګړه کې يې د دوی هیڅ مرسته نه ده کړې او د طالبانو بریدونو ته یې تش لاس پریښي وو.

که څه هم دولتي عسکرو وخت په وخت شکایت کړی چې د تجهیزاتو او اکمالاتو له نشتون سره مخ دي، خو طالبانو د ګڼو سیمو له سقوط وروسته په نوموړو سیمو کې د سپکو او درنو وسلو، شوبلو او رینجر موټرو د نیولو خبر ورکړی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ طلوع تلویزون هم په کندز ولایت کې د یو عسکر څرګندونې خپرې کړې چې د مهماتو د کمبود پلمه یې ناسمه وبلله. نوموړي دولتي ځواکونه په مهماتو بسیا خو په ایمان نیستمن وګڼل.

یاد عسکر په تونده لهجه زیاته کړه: «مهمات شته، ټانګ شته، خو ایمان نشته، هیڅ عسکر د مخکې تګ زړه نه کوي».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نا پيژاند

نوایمان به له کو مه شی واسکر جا نه چی تاسی په نارواجگره کشی لگیا یی خبریی اوکنه دچا ده پاره جنگیژی اوبیسواده اسکر جا نه داشرف اویامجا هدعبدالله اونوکر دآمریکا اواشرف هم داراز اوکمونیستا ن اووزیریان اودهغوی امثالونه چی یو وخت ئ باداران روسان و اواوس ئ صهیونیست صلیب یان دی نوتاسی ته بیاوایم ائ اسکرانو ددغومزدورحکومت نوکری پریژدی چه مریو ته مووگوری چه په هرزای کشی بیعزته پراته وی زماخونه منی چه همیشه درته وایم چه شوغال اودشت اوس نو موحقیت وه لدی چه سه دی دغه دبل مزدو ران تاسی ته نه اکمالات درکرلای شی اونه درپسی… نور لوستل »

شاولی

زه هرافغان عسکرته دادعوت ورکوم سی له دی فاسیق او غلامی. ادری. لاس پوسرشی بیابه ده غونه وخت نه کی پیدا سی دی الله عزوجل فرض جهاد وکی راسی ده اسلامی امارت لیکوته ورسی هلته هم ایمان سته هم الله عزوجل ستاسی نصرت کوی داستاسی باداران ستاسی کومک نه شی کولیی نور خفله پوگریوان کی وگوری سی ستاسی تنخا سوک درکوی اوستاسی عمیرین سوک دی ایا تاسی پودی نه پو هگی سی تاسی کومک له چا غواری او نور دی الله عزوجل روی ته وگوری خبر می ومنی هریوته خوموژ خفل کورته نه سو ورتلای الله عزوجل دی نورخفله هدایت… نور لوستل »

عزيزالله عاجز

داکومه دپريشانى خبره نه ده چى ولى دعسکروجسدونه بوى کړئ دى ياولى عسکروته پروخت مهمات ياخوراکى توکى نه ورسيدل دا دافغان عسکرو خپل حق دى چى دوى لداسى رسوايي سره مخکيږى ځكه دوى دپنځوسوکوفرى هيوادو غلامان دى !افغانستان د دوى دلاسه اشغال دى ددوى دلاسه خوغربيان په افغانستان کى دازادى ژوندکوى داشغالګرو امريكايانو وديفاته خو عسكرو خپل ځانونه سفرګرزولى دى عسکرخودغربيانو په غوښتنه په ټوله افغانستان کى طالب نه پريږدى اوهغه ملا او طالب نه پريږدى چى هغه دافغانستان مجاهداولس دسر سترګى دى او داشغالګروامريکايانوپه غوښتنه له طالب څخه دافغانستان ساتنه کوى نوخودبى دجګړى په ډګرکى جسدونه بوى کوى داشپاړس… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x