ټولنیزه برخه

دیوې ځواني مور خپل زوی ته جالب نصیحتونه

ګرانه زویه !

◀ ښايي یوه ورځ زه داسي ضعیفه سپین سرې سم چي خبري او کارونه به مي د عقل سره نه وي برابر، نو لطفاً په هغه وخت کي ددې لپاره څه وخت راکوه او څه صبر راته کوه چي زما د خبرو په مقصد ځان پوه کړې .!

◀کله چي بیا زما د لاس د رېږدېدلو په سبب خواړه زما پر ځیګر را څخه توۍ سي، یا خپلي جامې په خپله نسم اغوستلای په دغه وخت کي هم زما پر غلطیاو صبر کوه، او دا در یادوه چي زه هغه ښځه یم چي ډېر کلونه مي تاته دغه کارونه در ښوول، چي زه یې نن ورځ نسم کولای .!

◀ که په دغه وخت کي زه خواپاکې او خوشبویه نه وم، ما مه ملامتوه، او هغه در یادوه چي ما ستا په ماشوم والي کي ستا د پاکولو او خوشبویه کولو څومره کوښښ کاوه؟!

◀که دي ولیدل چي زه ستاسي د زمانې په کارونو او شیانو نه پوهېږم، نو ته پر ما مه خانده، بلکه د هغه نویو شیانو د پوهولو لپاره ته زما سترګي او زما عقل سه .!

◀زویه ! زه هغه څوک یم چي تاته مي ادب در ښوولۍ دی او زه هغه څوک یم چي تاته مي د ژوندانه د مشکلاتو سره مخامخ کېدل در ښوول، نو ته نن ورځ ماته څنګه حق او ناحق راښووې؟!

◀زما د یاداښت په کمزوره کېدلو، زما د خبرو په ځنډ، یا دا چي د خبرو په منځ کي مي فکر وړي، مه نفس تنګه کېږه، ځکه اوس زما نېکمرغي یوازي په دغه کي ده چي ستاسره خبري کوم .!

◀کله چي زما پښې ما هغه زما د مقصد ځای ته نسي بېولای نو ته پر ما مهربانه اوسه او دا در یادوه چي ما ډېر ځله ددې لپاره ته تر لاس نیولۍ یې چي تګ زده کړې .!

◀په دې سره هیڅکله مه شرمېږه چي نن ورځ ما تر لاس ونیسې ځکه سبا به ته هم په داسي چا پسي ګرځې چي تا تر لاس ونیسي .!

◀زما د سپین سرتیا په وخت کي باید دا درته معلومه وي چي زه تا غوندي نوی ژوند په مخ کي نه لرم، نو په ډېرو ساده الفاظو سره درته وایم چي زه د مرګ په انتظار یم نو زما سره زما کومکي اوسه، نه زما آمر .!

◀که زما د تېر سوي ژوند کمه خطا چي ستاسره مي کړې وي، در یاد سي نو پوه سه چي زما مقصد بېله ستا د ګټي او بېله ستا مصلحته بل څه نه وه، او هغه ښه کار چي ته یې اوس زما سره وکړې، هغه دادی چي زما خطا را وبخښې، او عیبونه مي پټ کړې، الله جل جلاله دي تاته بخښنه وکړي او ستا عیبونه در پټ کړي .!

◀تر اوسه پوري یوازي ستا مُسکا او ستا خندا نه، بلکه ستاسره خبري کول ما داسي خوشحاله کوي او نېکمرغه کوي لکه څرنګه چي یې ستا په ماشوم والي کي خوشحاله کولم، نو ما ستا د مجلس او خندا څخه مه محرومه کوه .!

◀کله چي ته زېږېدې زه ستاسره وم نو کله چي زه مرم، ته زما سره اوسه.!

له فیسبوک څخه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x