fbpx

څو ودونه او هغو سره عادلانه چلند

حامد افغان

قرانکریم د واده په اړه وايي: کومې ښځې چې ستاسو خوښیږي د هغو له دوو دوو، دریو دریو یا څلورو څلورو سره واده وکړئ. خو که ستاسو سره دا اندېښنه وي چې هغوی سره به عدالت ونه کړی شئ نو یوه ښځه درته نکاح کړئ. فَانْكِحُوا مَا طَابَ لَكُمْ مِنَ النِّسَاءِ مَثْنَى وَثُلَاثَ وَرُبَاعَ فَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا تَعْدِلُوا فَوَاحِدَةً. ]النساء: 3[

بخاری رحمه الله د عبد الله بن عباس رضي الله عنهما یو اثر راخیستی، سعید بن جبیر رحمه الله وایي: ابن عباس راته وویل: واده دې کړی؟ ما ورته وویل: نه، هغه راته وویل: واده وکړه، د دې امت تر ټولو غوره سړی هغه دی چې زیات ودونه یې کړي وي. أن سعيد بن جبير قال : وقال لي ابن عباس : هل تزوجت قلت : لا . قال فتزوج فإن خير هذه الأمة أكثرها نساء. صحیح البخاري ج:۵ ص: ۱۹۵۱.

علامه ابن حجر رحمه الله لیکي: د رسول الله صلی الله علیه وسلم د امت هغه کس چې نور خلک هغه سره په ټولو فضیلتونو کې برابر وي خو د ده یواځې میرمني زیاتې وي، په دې سره دی له هغوی نه غوره دی. یعني زیات ودونه فضیلت دی. په یوه بل روایت کې راغلي دي چې ځیني صحابه کرامو اراده وکړه عبادت ته ځانونه خلاص کړي او په عبادت کې خپل کوښښونه زیات کړي او د دنیا خوندونه پریږدي، یوه یې وویل: زه به غوښه نه خورم، دویم وویل: زه به لمونځ کوم او خوبونه به پریږدم، دریم وویل: زه به په پرلپسې توګه روژه نیسم، څلرم وویل: زه واده نه کوم. کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د دوی په ارادو خبر شو منبر ته وخوت او خلکو ته یې په خطبه کې وویل: ما ته د څو کسانو خبرې رسیدلې دي، خو زه روژه هم نیسم او بې روژي هم یم، لمونځ هم کوم او خوب هم کوم، غوښه هم خورم، او ودونه هم کوم. (دا زما لاره ده) څوک چې زما لاري او سنتو سره مینه نه لري هغه زما امتي نه دی. أن بعض الصحابة أرادوا أن يضاعفوا جهودهم في العبادة ، وينقطعوا لها ، ويتركوا شهوات الدنيا ، فقال واحد منهم : أما أنا فلا آكل اللحم. وقال الثاني : أما أنا فأصلي ولا أنام. وقال الثالث : أما أنا فأصوم ولا أفطر. وقال الرابع : أما أنا فلا أتزوج النساء. فلما علم النبي صلى الله عليه وسلم بذلك خطب في الناس وقال : إنه بلغني كذا وكذا ، ولكني أصوم وأفطر وأصلي وأنام ، وآكل اللحم ، وأتزوج النساء ، فمن رغب عن سنتي فليس مني.

که څه هم د حدیثو په مجموعه کې د څو ودونو کولو په اړه ترغیب او هڅونه نه ده راغلې خو دې روایاتو نه یې معلومولی شو، مخکې د عبد الله بن عباس رضي الله عنهما په روایت کې د څو ودونو کولو خبره ښکاره بیان شوه او دلته حدیث کې د هغه صحابي په ځواب کې چې ویلي یې و دی واده نه کوي، راغلي دي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: زه ښځې په نکارح کوم، یعني د څو ښځو یادونه شوې ده، لکه ابن حجر رحمه الله چې د دې حدیث په شرحه کې زیاتوي: حدیث کې د “وأتزوج النساء” جمله راغلې ده او دا له یوې زیاتې میرمنو ته شامله ده. فتح الباري شرح صحیح البخاري ج: ۹ ص: ۱۱۴

زموږ په ټولنه کې په ټولیزه توګه د نجلۍ سرپرست او پخپله پیغله نجلۍ له داسې کس سره واده ته زړه نه ښه کوي چې هغه بله ښځه لري، طبعا دا کار د ښځو لپاره سخت او زغمل یې ګران دي، خو څرنګه چې الله جل جلاله دا کار روا کړی دی او هغه حکیم ذات دی په هرکار کې یې د انسانانو لپاره خیر او ګټې نغښتې وي، بناء ډېر ځله د یو چا لپاره داسې شرایط رامنځته شي چې په هغه کې یا خو یوه نجلۍ له واده لرونکي کس سره واده ته مجبوره شي (پخپله مجبوره شي، مجبوره نه کړل شي) او یا داسې پېښه شي چې یوې نجلۍ ته دومره مناسب سړی پیدا شي چې له هغه سره په واده کي یې د دین او دنیا دواړو خیر وي، بناء په داسې حالت کې باید نحلۍ یا یې سرپرست د بني شتون خنډ او مانع ونه ګرځوي، داسې حالاتو کې په تعدد یا څو ودونو کولو کې د نر او ښځي دواړو لپاره ګټې شته او ځکه الله روا کړی ده.

زموږ په ټولنه کې ځیني ناسم او غیر شرعي رواجونه شتون لري د دې رواجونو په شتون کې کله داسې پېښه شي چې یو څوک ونه شي کولی خپلې خور او لور ته مناسب ځای پیدا کړي، لکه مثلا په ټولیزه توګه زموږ خلک که پېغله خور لور ولري چا ته نه وایي چې زه غواړم خپله خور لور تاسو ته درکړم، یا داسې بل عذر وي، په داسې حالت کې کله داسې پېښه شي چې نجلۍ ډېر وخت کیني او په عمر پخه شي، بیا يې د کوژدن شونتیاوې کمي شي او کله خو داسې هم پېښېږي چې ځیني خلک په خپلو اړوندو خلکو کې مناسب او یا وړتیا لرونکی ځوان نه شي پیدا کولی، نو په داسې صورتونو کې باید یو څوک د خپلې خور او لور لپاره بن خنډ ونه بولي.

زما یو شناخته حاجي صاحب و، هغوی داسې لیري ځای اوسیدل چې هلته یې د سیمي خلک او تربرونه نه لرل، هغه خپله لور په بن ورکړه، ما ورته وویل: ولې مو خپله لور په بن ورکړه؟ هغه راته وویل: صیب که رښتیا درته ووایم نن سبا ځیني ځوانان داسې دي چې هیڅکله د باور وړ نه دي، نو که کوم یوه ته خپله لور سړی ورکړي ورته اندېښمن وي چې څنګه به خیږي او مشران خو معلوم او ښکاره دي. او د ژوند په تجربو کې کره ختلي وي.

داراز په یوه حدیث کې راغلي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: الله ښځو باندې غیرت لازمي کړی ده (ښځه له خپلې بني سره غیرت کوي) او په سړیو یې جهاد فرض کړی دی، که چرته ښځې په غیرت صبر وکړي دوی ته به د الله د لاري د شهید اجر او ثواب ورکول کیږي. عن عبدالله بن مسعود قال قال النبي صلى الله عليه وسلم : أن الله تبارك وتعالى كتب الغيرة على النساء ، والجهاد على الرجل ، فمن صبر منهن كان لها أجر شهيد . (اخرجه البزار: 4/309 و لسان الميزان : 5/353)، باید ووایم چې دا روایت د یوه راوي لامله ضعیف بلل شوی دی.

کیدی شي ځیني خلک به دا فکر کوي چې رسول الله صلي الله علیه وسلم د خپلې لور فاطمې لپاره بن نه وه خوښه کړي نو موږ یې څنګه خوښه کړو، لکه په یوه روایت کې راغلي علي بن ابي طالب رضي الله عنه د بل واده اراده وکړه په دې کیسه رسول الله صل يالله علیه وسلم خبر شو او ویې فرمایل: فاطمه زما د بدن ټوټه ده د هغې لپاره چې کوم شی تکلیف وي هغه ما ته هم تکلیف راکوي، ( متفق علیه) او علي رضي الله عنه یې پوه کړ چې د فاطمې په ژوند کې به بل واده نه کوي، په دې اړه علماوو مختلف دلایل بیان کړي دي، یو دا چې علي د ابو جهل له لور سره واده کاوه او هغه که څه هم مسلمانه وه خو د رسول الله صلی الله علیه وسلم له لور سره یې یو ځای کیدل له فتنې خالي نه و. او بل علماوو دا هم ویلي دي چې دا حکم په فاطمه پوري ځانګړی شوی دی، ځکه په هغې باندې طبعا رسول الله صلی الله علیه وسلم خپه کیدی او د قران له لارښوني سره سم رسول الله صلی الله علیه وسلم ته په مباح چارو کې هم تکلیف ورکول د هلاکت لامل کیدل او دلته د رسول الله صلی الله علیه وسلم ممناعت د علي او فاطمې دواړو په خیر و، ځکه که فرضا له علي نه چرته فاطمه خپه شوې وی دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپګان په معنا وه او د رسول الله صلی الله علیه وسلم خپه کول د علي لپاره هم خطرناک و.

د میرمنو منځ کې عدل

الله جل جلاله په هر شي کې عدل واجب کړی او ظلم یې حرام کړی دی، څرنګه چې زموږ موضوع د څو ودونو ده او متاسفانه په دې برخه کې له زیاتو خلکو ظلم کیږي او ډېر کم خلک عدل کوي، نو مهمه ده چې په دې اړه د عدل اهمیت روښانه کړو. په همدې ایت کې یوه جمله داسې وه: فَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا تَعْدِلُوا فَوَاحِدَةً. یعني که تاسو وېریږې چې ( د څو میرمنو منځ کې به ) عدل به ونه کړی شئ نو یوه ښځه نکاح کړئ. په دې اړه قرانکریم نور تفصیل هم کړی دی او وايي: وَلَنْ تَسْتَطِيعُوا أَنْ تَعْدِلُوا بَيْنَ النِّسَاءِ وَلَوْ حَرَصْتُمْ فَلَا تَمِيلُوا كُلَّ الْمَيْلِ فَتَذَرُوهَا كَالْمُعَلَّقَةِ وَإِنْ تُصْلِحُوا وَتَتَّقُوا فَإِنَّ اللَّهَ كَانَ غَفُورًا رَحِيمًا. [النساء: 129]. یعني د ښځو په منځ کې په ټوله معنی عدالت ستاسي په وس کې نشته، که تاسي وغواړئ هم نه یې شئ کولای، له دې امله ( د الهي قانون د هدف ترسره کولو لپاره دا کافي ده چې) د یوې ښځي لور ته دومره میلان مه کوئ چې هاخوا هغه بله بې برخلیکه پریږدئ. که تاسو خپله کړه وړه سم کړئ او له الله نه په وېره کې اوسئ نو الله بښونکی او مهربان دی.

لکه څنګه چې له دواړو ایتونو د میرمنو منځ کې د عدل وجوب معلومیږي داراز حدیثو کې هم د دې عدل په پلي کولو خورا زیات ټينګار شوی دی. او څوک چې یوې ښځي ته زیاته توجه کوي د هغه لپاره د عذاب وعده شوې ده، لکه ابو هریره رضي الله عنه روایت کوي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: څوک چې دوه ښځې لري او یوې ته زیاته توجه کوي د اخرت په ورځ به په داسې حالت کې راشي چې یو څنګ به يې کوږ وي. عن أبي هريرة رضي الله عنه، عن النبي صلى الله عليه وسلم أنه قال: مَن كانت له امرأتان، فمال إلى إحداهما، جاء يوم القيامة وشقُّه مائلٌ. أخرجه أبو داود (2133)، وابن ماجه (1969)، وأحمد (27847).

حدیث نه په ښکاره توګه معلومیږي چې د دوو ښځو په خاوند د هغوی منځ کې عدل او برابري واجب ده او یوې ته زیاته توجه کول حرام او ناروا ده، حدیث کې د دې سړي سزا هم د هغه د عمل مطابق ښوول شوې ده، یعني دلته چې د دوو ښځو منځ کې یوه لور ته میلان کوي اخرت کې به د مخلوقاتو مخکې د ده یو لوری مایل وي. عمدة القاري شرح صحيح البخاري (20/ 199)

رسول الله صلی الله علیه وسلم لکه څنګه چې په خوله امت ته د څو میرمنو منځ کې د عدالت خبره کړې ده داسې یې عملا هم د خپلو میرمنو منځ کې عدالت راوستی و. لکه روایتونو کې راغلي دي هغه به چې کله په سفر تلی هم به یې د خپلو میرمنو منځ کې قرعه اندازي کوله چې د کومي یوې پچه به وختله هغه به یې په سفر له ځانه سره بیوله. داراز به یې د خپلو میرمنو منځ کې ورځ او ښپه معلومه کړې وه. د هرې میرمني لپاره به یوه شپه او یوه ورځ وه. أخرجه البخاري (2593).

سلف او د میرمنو منځ کې عدل

سلف رحمهم الله د میرمنو منځ کې د عدل په برخه کې د قرانکریم او حدیثو په دې روښانه کړې لاره روان وو، د هغوی په اړه په دې باره کې خورا زیات روایتونه راغلي دي چې څو یې دلته رااخلم. امام مجاهد بن جبر المکي رحمه الله وايي: هغوی د میرمنو منځ کې له عدل سره زیاته مینه لرله، آن تر دې پوري چې د هغوی لپاره په عطر لګولو کې به یې هم عدل کاوه، یعني که یوې میرمني ته د ورتګ په مهال به یې یو ډول عطر ولګول له بلي سره د نوبت په مهال به یې هم هغه عطر لګول. مصنف ابن أبي شيبة (4/ 37 – 17545)

د مشهور صحابي معاذ بن جبل رضي الله عنه دوه میرمنې وې ، د هغو په منځ کې یې په دومره احتیاط سره عدل او انصاف کاوه چې کله به د کومې یوې کره و د بلې په کور کې به یې اودس هم نه کاوه . یحي بن سعید رحمه الله وایي : دی به چې کله د یوې میرمنې کره و د بلې په کور کې به یې اوبه هم نه څښلې! یو وخت ده شام ته کډه وکړه هلته یې دواړه میرمنې ناروغه شوې او د الله شان ته ګوره دواړه په یوه ورځ وفات شوې . په دې ورځ خلک ډېر بوخت وو نو له مجبوري یې دواړو میرمنونو ته یو قبر تیار کړ، کله یې چې قبر ته ښکته کولې معاذ بن جبل رضي الله عنه قرعه اندازي وکړه چې کومه یوه لومړی قبرته ښکته کړي! (حیاة الصحابه).

لکه امام محمد بن سیرین رحمه الله چې وايي: د هغوی به چې دوه میرمنې وې دا یې نه خوښوله چې د یوې کره اودس وکړي او د بلې کره یې نه کوي. المصنف لابن أبي شيبة (4/ 37). جابر بن زید وايي: زما دوه میرمنې وې د هغوی منځ کې به مې عدل کاوه، آن په ښکلولو کې هم. مصنف ابن أبي شيبة (4/ 37 – 17544

د زړه د میني عدل

الله هر انسان ته بېل خوی او مزاج ورکړی دی، په عامه توګه انساني اړیکو کې د انساني خویونو او عاداتو اغېز زیات وي، د مزاج او طبعیت ډېرو چارو ته موږ له هېښتیا پرته بل څه نه لرو ، د انسان روح او زړه الله جوړ کړي او د هغه جوړښت یې د ځان یوه نمونه غوندې ګرځولی دی، نو د زړه او روح ځیني خوښونې او تمایلات په ښکاره له ادراک نه بهر وي. قرانکریم وايي: هغوی ستا نه د روح په اړه پوښتنه کوي ته ورته ووایه روح زما د څښتن له چارو نه ده.

یسئلونک عن الروح قل الروح من امر ربي. کله یو انسان بې له کومي ګټي او خیر رارسولو دومره په سړي ګران وي چې له یوه ډېر نږدې کس سره هغومره مینه نه وي. کله یو انسان ډېر راته ګران وي خو په معمولي خبره له هغه د اړیکو کمزوري رامنځته شي او له هغه سره د میني کیسه پای ته ورسیږي. موږ وایو: فلاني نه مې یو ځل زړه اوښتی اوس هیڅ خند نه راکوي. همدا د زړه اوښتنه هم د الله په واک کې ده، لکه حدیث کې راغلي: زړونه د زیات بښونکي ذات په دوو ګوتو کې دي.

خبره مې تر دې راونښلوله چې کله یو سړی دوه یا زیاتې میرمني لري نو هغوی سره په هغو چارو کې عدل په هغه لازم دی چې له وسه یې وي او هغه ښکاره اړیکي دي، دلته یوه بله خبره ده چې هغه د انسان له وسه بهر ده او هغه د زړه مینه ده، لکه ومو ویل د زړه چارې د انسان په واک کې نه دي، زړه ځکه خلک پاچا بولي چې هغه واکمن دی، واک چلوي هغه څوک نه شي کنترولولی. نو که څوک یوې میرمني سره زیاته مینه لري بلې سره کمه په دې یې الله نه نیسي، ځکه دا د ده د وس خبره نه ده. په دې اړه قراني لارښوونې او نبوي هدایات لاندې تشریح کوم.

مخکې موږ دوه ایتونه راواخیستل یو دا ایت: فَإِنْ خِفْتُمْ أَلَّا تَعْدِلُوا فَوَاحِدَةً. او بل دا: وَلَنْ تَسْتَطِيعُوا أَنْ تَعْدِلُوا بَيْنَ النِّسَاءِ وَلَوْ حَرَصْتُمْ فَلَا تَمِيلُوا كُلَّ الْمَيْلِ فَتَذَرُوهَا كَالْمُعَلَّقَةِ . [النساء: 129]. په ښکاره وروستی ایت لومړي سره متضاد غونده ښکاري، ځکه مخکې ویل شوي که تاسو عدل نه شئ کولي نو یوه میرمن نکاح کوئ، یعني که عدل کولی شئ بیا دوه، درۍ او څلور نکاح کولی شئ. او دویم ایت کې راغلي دي چې تاسو هیڅکله د میرمنو منځ کې عدل نه شئ کولی، آن که ډېره هڅه وکړئ هم، دې شبهې ته په ځواب کې مفسرینو لاندې خبره لیکلې ده.

لومړي ایت کې له عدل نه مراد ظاهري شیانو کې عدل کول دي او هغه چې د انسان په وس کې وي او دویم کې چې وايي تاسو بېخي عدل نه شئ کولی، مطلب دا دی چې تاسو د زړونو په مینه کې پوره عدل نه شئ کولی.

نو له ایت نه مطلب دا دی چې د زړونو د میني عدل که څه هم ستاسو په وس کې نشته خو هغه تاسو ځان سره پټ لرئ او د زړه مینه مو باید د دې لامل نه شي چې ستاسو له وس سره برابر عدل کې کمزوري راولي. انسان پخپل وس پړ او مسؤل دی، د هغه د وس عدل په هغه حتما فرض او لازمي دی، هغه به خامخا کوي او د زړه د میني زیاتوالی او کموالی یې په وس کې نشته نو هغه بښل شوی او په هغه به یې الله نه نیسي. خو له دې سره بیا هم باید سړی هر وخت الله ته دا سوال وکړي چې یا الله! زما له وسه چې کوم عدل کیږي هغه کوم او کوم عدل (د زړه مینه) مې چې په وس کې نه دی په هغه مې مه نیسه. او رسول الله صلی الله علیه وسلم به هم دا دعا کوله. اللهم هذا قَسْمي فيما أَملِك، فلا تلمني فيما تَملِك ولا أملِك. أخرجه أبو داود (2134). البحر المحيط في التفسير (4/88) التحرير والتنوير لابن عاشور (5/ 218).

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د