نظــر

آفرين بریتو عسکره! زما ځواب دې راکړ

نصیب ځدراڼ
د پکتیا ګبر منګل سیمه کې د خپلوانو کره تللی وم، دا یوه غرنۍ سیمه ده، د ښار په څېر د سیل ځانګړې ځايونه: لکه پارکونه، لوبغالي او نور پکې نشته، له همدې کبله د دې سیمې میلمه د سیل لپاره د کلي دوکانونو ته بول کیږي، هلته د کلي ځوانان سره راټول شوي وي مجلسونه کوي او له نویو تازه کیسو نه ځانونه خبروي.
زه هم همدې دوکانونو ته له خپلوانو سره ورغلم، ملګري ډېر او بانډار ګرم و، که ګورم یو ډاټسن موټر راغی طالبان ترې راکوز شول یو څه خوراکي سامان یې په کار و.

هغه وخت کې دا سیمه د طالبانو او د امریکایانو د جنګ پر مرکز باندي بدله شوې وه. هره دویمه ورځ به بمبار وو یا به چاپه وه.

طالبان له موټر نه راکوز شول مخابره یې چالانه وه، پاس جیټ الوتکې ګرځیدې، دا ځیني کلیوال لږ ورخطا هم وو چې هسې نه اوس بمبار ورباندي وکړي چې موږ به هم ورسره خراب کړي خو طالبان د اټکل خلاف خورا مطمین ولاړ وو.

هغوی سامان واخیسته یو ناڅاپه درز شو، دوکان کې د ناستو ټولو خلګو رنګونه تغیر شول، وارخطا مالومېدل او. ټول په پښو جګ ودریدل، یو طالب مخابره چالانه کړه پر ملګرو یې غږ وکړ، څو ملګرو ځوابونه ورکړل یوه یې ورته و ویل چې داسې ښکاری چې “تور قاري” دوی یې و ویشتل.

په تور قاری یې غږ وکړ خو ځواب یې ترلاسه نه کړ.

خدای شته دوکان کې ناست ټول خلک ډېر وارخطا وو، ځیني په دې خفه وو چې بیا به یې څوک ویشتلي وي څوک به شهیدان او څوک زخمیان وي؟ ځکه چې د هغې سیمه طالبان ټول ځایې خلک وو.
بعضي بیا ډاریدل چې هسې نه دلته بمبار وشي.

په مخابره کې بیا غږ شو، طالب ته ملګري غږ وکړ چې لمبر ته شه!

بیا ورته لګیا شو تور قاري او پنځه نور ملګري یې تللي وو، ترڅو سیمې ته په چورلکو کې راغلي امریکایان له لرې نه په هشتاددو وولي، خو بدبختانه جې پې ایس یې کشف شوی او جیټ الوتکو بمبار ورباندي کړی ټول شهیدان شوي اوس څنګه وکړو؟؟

باور وکړئ ښه مې پر زړه دې چې له زموږ سره ولاړ طالب ورته وویل چې سمه ده تاسې ورشئ شهیدان راوړئ زه کلیوال خبروم چې قبرونه تیار کړي.

بیا په مخابره کې لګیا شو ملګرو ته یې ویل چې د تور قاري د شهادت مبارکی ملګرو ته وایم پینځه ملګري (پلانکی، پلانکی او …) نور هم شهیدان شوي د ورخطایې خبر نه ده الحمدلله اول یې امریکایان ویشتلي بیا دوی شهیدان شوي، قبرونه تیار کړئ او کلیوال خبر کړئ چې جنازې یې وکړو.

موټر ته ور روان شول مخابره یې لاس کې وه خو نه یې رنګ تغیر شوی و نه یې ورخطا خبر وکړه.

جیټ طیاري په هم هاغه وخت هم ښه په مستې ګرځیدې راګرځیدي.

بیخي حیران شوم چې دا څنګه زړونه دي؟ څنګه عقیده ده؟ موږ ته خو چې کور کې مریض راوشي ورته ورخطا وو، د اتیا کالو سپین ږیری مو چې وفات شي نو تر یوه یوه میاشت د غم ډکو کیسو باندي نه ستړي کیږو. لږ سختي چې راباندي راشې نو دین او غیرت مو هیر وې او د ځان خلاصولو په لټه کې یو.

دا کیسه هلته رایاده شوه چې کندز کې د ملی اردو عسکر ویډیو مې ولیده ویل یې چې موږ تانګ لرو،

مرمۍ لرو، مهمات لرو خو ایمان نه لرو، ځکه طالب هر وخت موږ ته ماته راکوي.

په زړه کې مې وویل چې آفرين زما د سوالونو ځواب خو دې راکړ.

د طالب مبارزه شپاړسم کال ته داخله شوه، زنداني شي او ځوانې یې زندان کې خزان شي، زخمي شي د علاج د نشتوالي له امله معیوب شي، جنګ په داسې تاکتیک کوي چې اول ځان ته تلفات واړوي، اول له خپل سر نه تیر شي بیا دښمن ته له ځان نه لس چنده زیات تلفات ورسوي.

تر لسو ډیرې کورنۍ پیژنم چې د یوې مورکۍ درې درې بچیان شهیدان شوي او پاتې بچیان یې عملاً په جنګ کې دي. خو د طالب مبارزه ورځ تر بلې ګړندۍ کیږي دا زخمونه، شهادتونه، زندانونه او هیڅ ډول کړاوونه یې په لاره کې خنډل نشول او مبارزه یې داسې ډګر ته داخله شوه چې یوه طرف ته ۴۹ هیوادونه او داخلي همکاران دي بل طرف ته طالب یواځې دی خو د کرزي خبر چې نیمایي افغانستان یې نیولی دی.

د کندوز بریتو عسکره! زما د پوښتنو ځواب دې راکړ، ما به ویل چې د طالب سره کوم قوت دی چې دومره فولادي عقیده لري؟ نن تا زما ځواب راکړ چې هغه قوت ایمان دی چې ته یې نه لري او طالب یې لری.
او ایماني قوت هیڅ کله ماته نشي خوړلای، همدا د قرآن قول دی!!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

دوی دالله فرښتی دی خورنګونه یی دانسانانودی – هغه چه ایمان لری دهغه روحی قوت له الله سره دۍ :- حاجت نلری دهیچاویارۍ ته ……له چاسره چه مل دۍ رب زما.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x