نظــر

د بندیانو د اعدام هدف څه دی؟

عبدالغفار داعي

وروسته تر هغه چې په پلچرخي زندان کې د یو شمېر طالب بندیانو د ممکنه اعدام ګونګوسې رسنیزې شوې، طالبانو خبرداری ورکړ چې که بندیان یې اعدام شول د دولت عدلي او قضايي ارګانونه به خپل مهم نظامي اهداف وګرځوي.

که څه هم په طالب بندیانو د تعذیب او شکنجو لړۍ په مسلسله توګه روانه ده خو په دې وروستیو کلونو کې د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو د اعلان په شپو ورځو کې دا موضوع په پاروونکي ډول رسنیزه او مطرح کیږي.

تېر کال د می میاشت په همدغو ورځو کې، چې طالبانو تازه خپل عملیات اعلان کړي وو، دولت په پلچرخي زندان کې شپږ تنه طالب بندیان اعدام کړل. پېښې د طالبانو توند غبرګون راوپاراوه او هماغه و چې د کال په اوږدو کې يې عدلي او قضايي منسوبین په پرلپسې ډول تر بریدونو لاندې ونیول او د هیواد په مختلفو برخو کې يې سلګونه قاضیان او څارنوالان په بمي چاودونو، سرتیرو او غلچکي بریدونو کې له مینځه یووړل.

پوښتنه دا ده چې ولې دولت له تېرو دوه کلونو راهیسې هغه وخت د بندیانو په اعدام لاس پورې کوي چې طالبانو پسرلني عملیات تازه اعلان کړي وي؟

په دې کې شک نشته چې د دولت امنیتي او نظامي منسوبین د طالبانو د بریدونو دروند قیمت پرې کوي ځکه چې همدوی د جګړې په لومړۍ کرښه کې ولاړ وي. له بلې خوا دولت په دې ښه پوهیږي چې د طالب بندیانو اعدام به هغوی د هیواد د عدلي او قضايي ارګانونو پر ضد راوپاروي. خو دا چې بیا هم په دغې زماني مقطع کې، چې طالبانو تازه د ټوپک په ماشه ګوته ایښې، په ورته پاروونکو اعمالو لاس پورې کوي، دا ثابتوي چې دولت په لوی لاس خپل عدلي او قضايي ارګانونه د طالبانو نظامي خرپ ته برابروي ترڅو د پوځي او نظامي ارګانونو له اوږو څخه دغه دروند بار یو څه سپک کړي.

طالبان خو شرعي او اخلاقي مسئولیت او مکلفیت لري چې په هر قیمت د خپلو بندیانو غچ او انتقام واخلي، خو دا چې دولت له عدلي او قضايي ارګانونو څخه د سپر کار اخلي ترڅو د طالب هغه انرژي چې په عسکر او اربکي مصرفیږي، د قاضي او څارنوال په مرګ مصرف شي، د دولت په نزد د دغو ارګانونو د بې ارزښتۍ ښکارندويي کوي.

پوښتنه دا ده چې ایا د هیواد عدلي او قضايي ارګانونه به د دولت د هغه اقدام په وړاندې غبرګون وښيي چې په لوی لاس یې د طالبانو د برید خولې ته برابروي ترڅو د طالبانو د بریدونو تلفات د عسکر او قاضي، پولیس او څارنوال ترمینځ وویشي او په خپل ځان د ممکنه بریدونو فشار تر یوه حده راکم کړي؟

دا چې د هیواد محاکم په ځلونو د نړیوالو سازمانونو لخوا په فساد کې تر خولې ډوب بلل شوي او د وړتیا، کفایت او عدالت له لحاظه په پراخو نیمګړتیاوو تورن شوي، په دغسې حالت کې د اعدام په څېر درنې سزا تطبیقول له یوې خوا پخپله یو جنایت دی او له بلې خوا د دغه جنایت له تطبیق څخه د نظامي تلفاتو په مخنیوي کې ابزاري استفاده د هیواد له عدلي او قضايي قشر سره ناځواني، بربنډ خیانت او جفا ده.

اوس دا په قاضیانو او څارنوالانو پورې اړه لري، چې ایا له دولت څخه د دغو پاروونکو (ستراتیژیکو) اعدامونو پوښتنه کوي او که خپل سرونه د امنیتي ارګانونو د ساتنې لپاره نذرانه کوي، کوم چې برعکس د دوی د ساتنې وظیفه په غاړه لري؟!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x