د نن سرلیکنه

د ارګ او داخله وزارت ترمنځ د فساد مسابقه

نن ټکی اسيا سرليکنه

ولسمشر غني د تیرې سه شنبې په ورځ د اروپايي ټولنې په درییم کلني کنفرانس کې د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونه د فساد مرکزونه وبلل.

د ګډ حکومت په تشکیل کې یاد دواړه وزارتونه د اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله په برخه رسیدلي چې د بهرنیو چارو وزیر له نیږدې یوه کال راهیسي د بي کفایتي له وجې د ولسي جرګې لخوا سلب اعتماد شوی هم دی.

سره له دي چې اداري فساد او بي کفایتي د نظام په ټولو برخو کې خپل اوج ته رسیدلی خو د ولسمشر غني لخوا د دغو دوو
وزارتونو مشخص کول ځانته خپل سیاسي مدلولات لري.

د جان کیري له لوري د ګډ حکومت د جوړیدو له لومړۍ ورځې راهیسې کوښښ کیږي چې په هغه کې په پراخ مالي او اخلاقي فساد سر بیره د حکومتي سهامیانو ترمنځ قومي او ژبني تبعیضونه هم را وپارول شي.

په حکومت کې د لومړي مرستیال جنرال دوستم د دندې تعلیق او په ښې حکومتولۍ کې د ولسمشر د ځانګړي استازي احمد
ضیاء مسعود له کاره ګوښه کول هم پر نورو ملاحظاتو سر بیره د دغو تبعیض امیزه حرکاتو له جملې څخه شمیرل کیږي.
که څه هم چې ښاغلی غني د حکومت بل سهیم لوری( د ډاکټر عبدالله ډله ) په فساد تورنوي، خو هغوبیا برعکس د فساد اصلي سرچینه ارګ او په تیره د امنیت شورا بولي کوم چې د ملي تدارکاتو د کمیسیون په رامنځته کولو سره یې د حکومت ټول مالي او اقتصادي صلاحیتونه ځانته مفوض کړي او د داخله او بهرنیو چارو وزارتونو په شمول یې له ټولو دولتي اداراتو څخه هرډول مالي صلاحیتونه سلب کړي.

سره له دې چې ولسمشرغني د ګډ حکومت د جوړیدو په لومړۍ ورځ د دولتي اصلاحاتو په لړ کې د فساد د مخنیوي په اړه دا ژمنه وکړه چې د تیر نظام د فساد اړونده دوسیو څیړل به هم په څو ورځو کې بشپړه وي ، خو اوس چې له هغه مهاله پوره دوه نیم کاله وخت تیرشوی نوموړی پر دې اعتراف کوي چې د حکومت اړوند وزارتونه یې د فساد زړه دي خو دی یې له مخنیوي ځکه عاجز دی چې هغه په حکومت کې د بل چا په برخه رسیدلي دي.

ګد حکومت سر بیره پر دي چې سهیم لوري یې له استثناء پرته ټول په مالي فساد ککړ دي، د هغه ترڅنګ ورکي قومي ، او تنظیمي اختلافات دومره پراخ شوی چې له امریکايي وساطت پرته یې نورد حکومت د بقاء دوام ناشونی کړی دی.

همدا وجه ده چې د یاد حکومت چارواکي تر بل هرڅه په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پر شتون ټینګار کوي او د هغوی وجود په افغانستان کې د امن او ثبات یواځینی لامل ګڼي.

اوس چې په هیواد کې د امریکايي پوځي ماموریت په اړه ډونلډ ټرمپ د سخت تردد ښکار دی د ګډ حکومت چارواکي بیاهم له نوموړي څخه د اضافي امریکايي ځواکونه د را لیږلوغوښتنه کوي او دا په افغانستان کې د امریکايي سیاست تر ټولو کامیابه ستراتیژي بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x