دیني، سیرت او تاریخ

وتلی اتل”یوسف بن تاشفین” د تاریخ په پاڼه کې!

ژباړه او زیاتونه: م. حمد الله (دانشمند)

هغه مسلمان اتل پېژنئ، چې اندلس یې له سقوط نه و ژغورل؟ هغه نومیالی پېژنئ، چې د “زلاقة” د جګړې واګې یې په لاس کې وې او د اروپا پاچايان یې و لړزول؟!

هوکې؛ هغه اتل “یوسف بن تاشفین” (د مرابطین د دولت تر ټولو ستر پاچا) و.

د اندلس اسلامي واکمنانو چې کله د هوسیاتو او ځان ځانۍ ښکار شول، هر یو یې د څوکۍ، واک او ځواک په فکر کې شول؛ ستر څښتن له سخت ذلت او سپکاوي سره لاس او ګرېوان کړل، تر دې چې اروپایي واکمنان پرې برلاسې شول، ډېری یې د اندلس له ښارونو نه وشړل، وړاندې یې له هغوی نه جزیه د ذلت په پار اخیسته؛ دا مهال مسلمانان اړ ویستل شول، تر څو اروپایانو ته جزیه ورکړي.

دا مهال د مرابطین د دولت امیر (یوسف بن تاشفین) را پیل شو، یو ښار په بل پسې یې فتحه کاوه او خپل واک یې پرې ټينګاوه، الهي نصرت یې مل و، د اتلولۍ غږ یې په نړۍ کې خپور شو، په تېره بیا اروپا خو یې له وېرې په لړزه وه .

د اندلس ګاڼه شوي واکمنان له دې وروسته، چې د غربي صلیبيانو د ذلت پېټې یې پر اوږو وو، سره جرګه شول، د غونډي په ترڅ کې پریکړه وشوه: راشئ د مرابطین یاد زمري (یوسف) ته لیک واستوو تر څو مو د دې ستر شرم، لوی ذلت، او خوارۍ پېټې له اوږو نه ښکته کړي، کوم چې د تل له پاره مو غیرت او اسلامي جذبه ګواښي او د ازادۍ له رنګینې ښکلا نه یې پر بله مهار کړي یو! همداسې یې وکړل.

کله چې نوموړي اتل ته د هغوی لیک ورسېد؛ سم دلاسه یې یو ځواکمن لښکر تیارسۍ کړ؛ تر څو بندیوان وروڼه او بندوانې خوندې – کومو چې تر وحشت، بدني او روحي شکنجو لاندې د مرګ په تمه و – د خونخوار ښامارانو له ولکې نه و ژغوري.
د هغه دا حماسي خوځښت د اندلس د کړیدلي ولس له پراخ ښه راغلاست او هرکلي سره مخ شول.

دېرش زریز لښکر یې د “زلاقة” پر لور وخوځاوه.

“فاتیکان” (د کاتولیکي کنیسې د پیروانو روحي مرکز) له یادې پېښي نه خبر شو؛ په ټوله اروپا کې یې د نفیر عام (ټولیز خوځښت) سپارښتنه وکړه، له کاتولیکانو نه یې د لیکونو پر مټ وغوښتل، چې د دې جګړې جنګیالانو ته دي دعاګانو، بښنې، جنتونو او جنګي بریاوو لاسونه لپه کړي!

لنډه دا چې د اروپا له ټولو هیوادونو یې لکه: فرنسا، ایټالیا، انجلترا (انګلینډ) او المانیا د شپږم “الفونسو” په مشرۍ آس سواره جنګیالي، چې په نویو پر مختللو وسلو سمبال وو، را غونډ کړل.

الفونسو په ډېر غرور او تکبر دا خبر تکراراوه:

“بهذا الجيش أقاتل الجن والأنس وأقاتل ملائكة السماء وأقاتل محمدًا وصحبه”.

ژباړه: په دې لښکر به له پېریانو او نسانانو سره و جنګېږم، د اسمان له پرشتو سره به و جنګېږم، له محمّد (صلی الله علیه وسلم) او د هغه له ملګرو سره به وجنګېږم.

د جګړې د شپې په نیمايي کې نوموتي عالم “بن رُمیلة” یو عجب خوب وليد؛ په بیړه د خپل مشر (یوسف بن تاشفین) په لور و خوځېد؛ ورته یې کړه:

تر ټولو غوره پیغمبر محمد (صلی الله علیه وسلم) مې په خوب ولید؛ راته یې ویل:

يا ابن رميلة إنكم منصورون وإنك مُلاقينا”

ژباړه: اې د رمیله زویه! هرو مرو به تاسو برلاسې یئ او هرو مرو به ته له موږ سره یو ځای شې!

یاد اتل د تکبیر په زمزمو، لښکر را له خوب نه را وخوځاوه؛ هغوی ته یې کړه: د “انفال” مبارکه سوره ووایاست، د شپې لمونځ (صلاة تهجد) ادا کړئ! هغوی هم بې له ځنډه هم داسې وکړل؛ یو و بل ته ور غاړېواته؛ د رڼو اوښکو په بدرګه یو له بله رخصتېده؛ یاد خوب یې زوړنو ته سکون او ډاډا ور باښه.

دا له یوې لسیزې را په دېخوا، لومړی ځل دی چې مسلمانان د دومره سترې سوبې او بریا میدان له غربي صلیبیانو نه ګټي، داسې سوبه، چې له امله یې د صلیبي ۶۰ زریز فوځ له منځ نه یواځې سلو ۱۰۰ وګړو سرونه روغ و ویسته، چې له کتاره یې یاد سرمسته مشر (الفونسو) هم و؛ چې یواځې یو لینګی یې تر “قشتالة” ورساوه، د یوه کال په تېرېدو، له ډېر غم او درد نه د جهنم پر لور وکوچېد.

وروسته نوموړی اړ ویستل شو، تر څو اندلس له مرابطین دولت سره یو ځای شي، په دې توګه به د همده تر واکمنۍ لاندې شي. هغه په ناخوښۍ دې کار ته غاړه کېښوده.

التاریخ الاسلامي

ـــــــــــــــــ
د تاریخ یاد: که موږ پر خپل دین محکم و اوسو په هر سپر ځواک به بریالي یو. که د دین سپېڅلې تګلاره رانه پاتې شې؛ بیا به مو بریا ته لاس رسی د عنقا ښکارول وي.

– که مادي ژوندانه ته ژمن پاتې شو؛ نو غیرت به مو مړ وي، ْد اسلامي احساس او جذبې درجه به مو صفر، بلکې منفي وي.

یوسف بن تاشفینه! که له قبر نه سر را ښکاره کړې؛ نو د اسلامي نړۍ پر واکمنانو او د هغوی پر مړو احساساتو به نفرین ووایې!

– که په اسلامي نړۍ د صلیبي یرغلګرو تېری، وحشت او ستم ووینې؛ نو د تش په نامه مشرانو بې مروته او بې همته مسیر به دي یو ځل بیا د خپلې واکمنۍ یاد در تازه کړي!

– هغوی د مارغانو په څېر د څو دانو د موندنې په پار د صلیبي یرغلګرو د وژونکو لومو ښکاردي.

– اسلامي نړۍ به هله د بریا دنګ منار ته رسي، چې و اسلام او اصولو ته یې په بشپړه توګه د زړه له کومي ژمنتیا وښيي؛ خپلمنځي اختلافات شاته کړي، یو موټی شي او د “کأنهم بنیان مرصوص” مبارکې جملې مصداق ځانونه جوړ کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x