دشکري ناروغي دوه چنده شوی ده( امپریل پوهنتون اودهارورډ دڅیړنومرکز)

sugar_patients(نن ټکی اسیا جون ۲۰۱۱/۲۶)دامپریل پوهنتون اودامریکي دهارډورډ دڅیړنو مرکزخبرداری ورکړی دي چي دکال ۱۹۸۰ څخه راپدي خوا په نړي کي دشکري ناروغان دوه برابره شوی دي

دامپریل پوهنتون اودامریکي دهارورډ دڅیړنومرکز دنړي په سطحه د ۲.۷ ملیونو خلګو باندي څیړني کړی دي، پورته ذکرشویو ادارو زیاته کړه چي دشکري دناروغانو شمیره دپخواپه نسبت ډیره لوړه شوی ده، چي مخکي دنړي په سطحه ۱۵۳ملیونه خلګ دشکري په ناروغي اخته وو خواوس دغه شمیره و ۳۴۷ ناروغانوته پورته شوی ده.

ددواړو څیړنیزو مرکزونو څخه په نړیوالو ږغ شوي دي چي دشکري دناروغي په وړاندي باید له ښو پرمختللو وسايلو څخه کارواخیستل شي ترڅو دښه تداوي لپاره لاره هواره شي.

څیړونکو زیاته کړه، وایی اویا په سلو کي هغه کسان دشکري په ناروغي اخته کیږي چي اوږده عمرونه لري، نوموړي زیاته کړه په پیسپیک ایلنډ، مارشال ایلنډ کي دشکري ناروغي ډیره په تیزي سره مخ په وړاندي روانه ده، چي په دغو دواړو سیمو کي هره دریمه ښځه څه ناڅه دشکري په ناروغي اخته وي.

دڅیړونو له مرکز څخه خرورکول شوی چي ترڅو پوري مونږ بریالي شوی نه یو چي دبدن وزن ترواک لاندی راولو اویا هم خپل دویني فشارکنټرول نکرو له همدغه مشکل سره به مخ یو.

دشکري ناروغي په وینه کي دشکري دکنټرول نظام خرابه وي، چي وروسته دبډوګو دخرابیدو اودسترګو ددید دورکوالي سبب کیږي اوهمدارنګه کیدلای شي چي دشکري ناروغي دي دزړه دناروغیو اوهمدارنګه دزړه دروه رامنځ ته کړی.

دشکري ناروغي دوي درجي لری، چي دوهمه  درجه ناروغی یی دډیرچاغ والي له کبله رامنځ ته کیږی، په پرمخ تللو هیوادونو کي دامریکي په متحده ایالاتوکي ډیر خلګ دچاغ والي له کبله په شکره اخته دی، خود اروپا په لویدیځ کي بیا دشکري دناروغي سطحه ډیره کمه ده.

دنړیوالي روغتیایی ټولني له لوري یوه څیړنه شوی ده چي په هغه کي مالومه شوی ده چي دشکري ناروغي پرځای ددی چي مخنوی یی وشي په ځینو هیوادونو کي دپخواپه شان پاتي ده اوپه ځینو نورو هیوادونوکي بیانوره ډیره شوی ده.

دشکري پر ناروغي باندي دنړی په سطحه اوس هرکال د ۲۲بلیونوپونډو دوالګول کیږي چي دغه حساب به ترکال ۲۰۱۵ پوري و ۳۰ بلیونه پونډه ته پورته شي.

څیړونکی وایی هغه څه چي مونږ یی له ډیرتشویش سره مخ کړي یو هغه اوسني دشکري په ناروغي باندي اخته ناروغان دي چي تراوسه یی دناروغي دکنټرول په برخه کي هیڅ پرمختګ نده شوی.

بخت الرحمن بخت……………. نن ټکی اسیا



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.