افغانستان

د “اسلامي ويښتابه” يو ورځنی کنفرانس ترسره شو – تفصیلي راپور

د افغانستان د متعهدو ځوانانو د همغږۍ ټولنې لخوا نن په کابل کې د ” اسلامي ويښتابه” تر عنوان لاندې جوړ شوي يو ورځني کنفرانس ته ګڼ شمېر ديني علما، روڼ اندي، ځوانان او د فکري ودې پالونکي راټول شوي وو.

د کنفرانس پرانېستې وينا د ددغې ټولنې د مشر قاضي محمد حسن حقيار لخوا وشوه. نوموړي د دغه کنفرانس د جوړېدو موخه د اسلامي ځوانانو د وېښتيا او شعوري درک پیاوړي کول وښودل: ((نن غربي نړۍ هڅه کوي چې اسلامي نړۍ د بدمرغۍ له ستونزو سره مخ او د فکري روښانتيا له نعمته محرومه کړي، په همدې موخه يې د اسلامي هېوادونو د ښکېلاک پروګرامونه پيل کړي او اسلامي امتونه يې په خپل منځي شخړو کې ښکېل کړي دي.))

نوموړي يادو ستونزو ته په کتو وويل که اسلامي ځوانان همداسې د غلفت په خوب ويده پاتې شي نو ډېر ژر ده چې موږ به بيا دداسې غونډو د جوړېدو له توان څخه ووځو: ((نن ډېر د خوشحالۍ ځای دی چې دا تالار د يوې اسلامي غونډې په جوړېدو ډک دی؛ خو که د کفري توطئو پروړاندې سره متحد او همغږي نه شو؛ نو ډاډه يم چې لږه موده وروسته به بيا په داسې ځای کې د راټولېدو چانس ونه مومو او نه به مو څوک د قران او اسلامي وينا اظهار ته پرېږدي، همدغو ننګونو ته په کتو بايد موږ ټول سره بېدار او متحد اوسو.))

ورپسې ډاکتر محمد نظير احمدزي خبرې وکړې او پر اسلامي ځوانانو يې د ورورولۍ په فضا کې د ويښتابه غږ وکړ: ((تاسې فکر وکړئ چې نن موږ د کفري نړۍ د تکنالوژيکي پرمختګونو پروړاندې د مبارزې کوم داسې څه لرو چې سيالي مو پرې برابره وي؟ نه د اتومي قدرت، نه د کيمياوي وسلو، نه د نورو وسلو په اړه او نه هم ساينسي برخه کې د قدرت خاوندان يوو؛ خو  ددې ټولو لپاره اسلامي امت ته د نجات لار د قرآن کريم عملي کول او ددغه ډول ستونزو پروړاندې ترې د علمي ګټې اخيستنې فهم اخيستل دي.))

نوموړي د دغه رنګ علمي کنفرانسونو جوړېدل له غفلت څخه د اسلامي ځونانو د بېدارۍ غوره چاره وبلله او وې ويل چې بايد موږ هر وخت د خپلې فکري وړتيا له مخې د علمي پرمختګ په لارو چارو غور وکړو.

ديني عالم مولوي قدرت الله بيا د شريعت په رڼا کې د اسلامي ځوانانو مسووليتونو او وجايبو ته په اشارې سره وويل: ((موږ بايد تل د خپل ژوند اصلي مسير او انساني دنده هېره نه کړو، يو بل درک او د اسلامي مينې په پاللو سره ګډ ژوند ولرو او ځان پوی کړو چې مونږ څنګه له يو بل سره مرسته کولی شو.))

د محصلينو اسلامي ټولنې په استازيتوب محمدثابت ثاقب د غربي تمدن په کاذبانه دعوو کې د بشري حقونو پر حالت خبرې وکړې او په بېلګيزه بڼه يې کفري ټولنو کې د ښځو له مبتذلو پروګرامونو د سؤ استفادې اړخ ته اشاره وکړه چې په لوی لاس يې د پرمختګ په نوم د حيا پړوني له سر غور ځول شوي او د بدنامۍ کندو ته ټېلوهل شوي دي.

نوموړي پر اسلامي ځوانانو ددغه ډول خطرناکو څپو راتللو ته د بېدارۍ غږ وکړ او وې ويل چې بايد موږ هېڅکله خپل اسلامي ارزښتونه د غربي تبليغاتو تر اغېز لاندې رانه ولو.

يو بل ګډونوال صديق منصور انصاري بيا االهي قانون (قرانکريم) د انساني ارزښتونو د بقا او هوساينې اساسي اړخ په ګوته کړ او د ځينو بېلګو  په يادولو سره يې د اسلامي ټولنو د بدمرغۍ رامنځته کېدل له همدغو اصولو څخه سرغړاوی ګڼه.

نوموړي په افغان ټولنه کې وروستيو بدلونونو ته په کتو وويل چې هېڅکله له امريکا سره کېدونکی امنيتي تړون د افغان ولس په ګټه تمامېدونکی نه دی.

ښاغلي انصاري د اسلامي بېدارۍ په اډانه کې پر ګډونوالو غږ وکړ چې هېڅکله ددغه ډول نړيوالو توطئو پر ظاهري اړخ مه تېرووځي؛ بلکې دننه يې مطالعه کړئ چې ستاسې د نجات لپاره په کې څه شته او که څنګه.

ياد کنفرانس چې په کې نورو ګڼو وينا والو هم خپلې علمي وينا وې وکړې د سهار په شاوخوا لس بجو پيل او د غرمې په دولس نيمو بجو پای ته ورسېد.

ژمن ویب پاڼی نه په مننه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x