د شام د يو اديب کيسه

عرفان الله عرفاني

د عربي ادب له ( نفحة اليمن) کتاب څخه

د شام يو اديب وايي: چې له يو سړي سره مخامخ شوم چې پر مخ يې ډېرې نوکارې يا ( شوکارې ) وې اديب وايي: چې ما ترې د شوکارو پوښته وکړه چې داولې؟

هغه سړي راته و ويل چې زه په بحر زنج کې د نورو کسانو سره ملګری وم، هوا خرابه شوه موږ يې د سکسار جزېري ته ورسولو ،
نو موږ کې دومره زور نوه چې ځان له جزېرې وباسو ځکه چې شمال ډېر تېز وو.

په دې کې موږ ته داسې يو قوم راغی چې مخو نه يې د سپيو په څېر وو او بدنونه يې د انسانانو په شکل وو يو له دوی نه موږ ته مخته شو نور ګڼ کسان زموږ شاته شول موږ يې خپلې دېرې ته بوتلو،

کله يې چې خپل ځای ته ورسولو هلته مو د انسانانو د سرونو کوپړۍ، د سرونو ،پونډيو او لاسونو هډوکې پراته ولېدل.

نو موږ يې يوې داسې کوټې ته ورداخل کړو چې هلته يو کمزوی انسان وو، دغو خلکو ډېر ښه خوراکونه او تازه خوندورې ميوې موږ ته راوړې.

دغه کمزوري سړي ما ته و ويل چې دغه ښه خواراکونه ځکه درباندې خوري تر څو تاسې ښه چاغ شئ او هر کله چې ښه چاغ شوئ بيا مو دوی خوري، دی وايي چې ما نور خواک کم کړ ډېر څه مې نه خوړل، خو ملګرو مې خوراک کې کمی را نه ووست کله به چې موږ کې کوم کس چاغ شو دوی به بوته او وبه يې خوړ،تر دې چې ټول کسان ختم شول يو زه او هغه کمزوری سړی پاتې شو، يوه ورځ ماته هغه کمزوري سړي و ويل چې د دوی اختر را نږېدی شوی دی تر درې ورځو پورې دوی په چکر ووځي غائب کېږي نو که ځان خلاصولی شې نو خلاص يې کړه او زه چې يم ما خو وينې چې د حرکت توان راکې نشته او نه د تېښتې زور لرم نو خپل ځان ته دې ګوره.

نو ما ورته و ويل الله دې جنت در کړي ، نور زه ترې را او وتم د شپې به مې په دې جزېره کې مزل کوو او د ورځې به پټېدم، کله چې دوی د خپلې مېلې نه بېرته راغلل نو زه يې ونه لېدم نو زما لټون پيل کړ تر دې چې زه يې پيدا نکړم آخر نا اميده شول بېرته لاړل،

کله چې زه له دوی نه بېغمه شوم چې نور مې نشي پيدا کولی نو د شپې او ورځې مې په دې جزېره کې مزل کوو په دې کې داسې ونو ته ورسېدم چې ډېرې ښې مېوې، او دانې يې درلودلې او د ونو لاندې ډېر ښايسته سړي وو خو پونډيو کې يې هډوکې نه وو زه ورسره کېناستم خو زه د دوی په خبرو او دوی زما په خبرو نه پوهېدل په دوی کې يو کس راپورته شو او زما په څټ کېناست او پښې يې زما نه راتاو کړې او زه يې پورته کړم ما له ځان سره اراده وکړ چې څنګه يې ګزار کړم تر څو ځان ترې خلاص کړم

خو وس مې پرې بر نشو او هغه په تېرو تېرو نوکانو زما مخ شوکارې کوو او ما هغه په ونو کې ګرځوه هغه خپله هم ميوې خوړلې او ملګرو ته يې هم ورکولې او هغوی په خپل منځ کې ما پورې خندل په دې کې وم چې هغه مې په ونو کې ګرځوه يو ناڅاپي يې په سترګه کې د يوې ونې اغزی ننووت په دې کې يې زما نه تاوو کړې پښې خلاصې شوې نو ما د خپل څټ نه په زمکه و ويشت او نور لاړم الله تعالی په خپل کرم سره خلاص کړم نو دا نوکارې د هغه دي الله تعالی دې د هغه په هډوکو رحم نکوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د