نظــر

شپاړس (۱۶) کلن وړ حکومت ولي ناوړه سو؟

بخت الرحمن (شرافت)
که مونږ دا امپریالیزم تاریخ ته سترګي ور واړوو راته به جوته شي چې امپریالستانو همیشه د فساد په صورت کي خپلي موخې لټولې کله چې امپریالیستان کومه سیمه یا هیواد کې خپلو موخو ته رسیدل غواړي دنړۍ کومه خطه باندي منګولي لګول غواړي ترټولو لومړی هلته فساد رامنځ ته کړي، دهغې سیمي صالح او نیک خلګ په یو او بل نوم یاخو له منځه یوسي یا یې زندا نیان کړي او یا یې له واکه لري کړي.

په تیرو څوکلونو کي چې امریکا کوم هیواد باندي د ډیموکراسۍ دپلي کولو په بهانه یرغل کړی ورسره یې فساد راوړی هلته یې ډیموکراسي له منځه وړې دهغه هیواد واک ا واختیاریې پیژندل شویو فاسدو څیروته سپارلی، له نن څخه شپاړس کاله وړاندي امریکا پر افغانستان باندي یرغل وکړ، داسي نظام یې له منځ یووړ چې تر اوسه پوري یې خلګ په شفافیت باندي مثالونه ورکوي خپله دښمن په دې اعتراف کوي چې دطالبانو حکومت ترټولو شفاف حکومت وه دنړۍ هیڅ محتسب او هیڅ محاسبه اداره به دطالبانو د وخت دکابینې کوم غړي باندي درغلي او خیانت ثابت نه کړي.

امریکا دغه اداره له منځه یو وړه، مقابل کي یې دافغانستان دخلګو برخلیګ او سرنویشت دداسو کسانو په لاس کې ورکړ، چې ددغه هیواد خلګو ورته دشر او فساد نوم ورکړی وه، افغانستان يي کور په کور کلي په کلي په بدۍ او فساد اخته کړی وه، ښارونه یې ویجاړ کړي وه دولتي تاسیسات يې له منځ وړي وه، د افغانانو په وینو یې لاسونه سره وه، امریکا پر ځاي ددې چې دغه خلګ محاکمه کړي دافغانانو د وینو حساب ورسره وکړي، نور یې وستائیل ددغه هیواد دبیا رغونې او بیا جوړوني په نوم راغلې په ملیاردو ډالریې د پیژندل شویو غلو په لمن کي ورتویې کړو.

همدارنګه امریکا په عربي نړۍ کي وخپلو موخو ته د رسیدو لپاره ورته لوبه ترسره کړه، پر عراق یي برید وکړ، پرامنه او غښتلي حکومت یې ړنګ کړ، داسي حکومت یې له منځه یووړ چې په امن ، نظم او ډیسیپلین کي يې خپلو ګاونډیو هیوادونو کې بیلګه نه لرله، که څه هم دامریکا په غوښتنه ورباندي نړیوال اقتصادي بندیزونه لګیدلي وه، خوبیا يې هم ښه اقتصاد درولود ولس یې له حکومت څخه راضي وه.

کومه ورځ چې امریکا دغه هیواد کې قدم کیښود بیا ترنن پوري هلته ګډوډي ده، لوږه ده، فساد ده، هیواد کي بي امنیتي اوج ته رسیدلې مرکزي حکومت نشته، فوځ او پولیس يې په سمتي او قومي بنسټونو باندي تقسیم سوي، دشیعه او سني، عرب او کردي په نوم خلګ سره وژني، امریکا ددغه هیواد نورو ګاوڼدیانو ته هم لاره هواره کړي ترڅو ورته لاسونه را اوږده کړي، دغه هیواد کي لګیدلي اورته نوره لمن ووهي.

ورته لوبه په لیبیا کي تکرار شوه او سوريه تر اوسه پوري لا د اور په لمبو کې سوځي دا ټولي دفساد او ګډوډۍ هغه بیلګي دي چې دغو هیوادونو ته دامپریالیزم دمداخلې او یرغل په صورت کي راغلې دي.

د امپریالیزم د فساد او ګډوډۍ بله ښه بیلګه سویلي کوریا ده، سویلي کوریا د امریکا نژدي ملګری هیواد دئ دامریکا څو زره عسکر دغه هیواد کې میشت دي، هرکال له دغه هیواد سره په ملیاردونو ډالره مرسته کوي، خوبیا هم ددغه هیواد وګړي له فقر او مسکنت څخه سر ټکوي حکومت په درغلۍ او فساد تورنه وي هره ورځ ولس دفساد او درغليو په ضد مظاهرې کوي.
خو په څنګ کې ورته شمالي کوریا پرته ده، چې نړې کي د امریکا سخت دښمن هیواد بلل کیږي ورباندي یې اقتصادي بندیزونه هم لګولي، خوبیا هم ددغه هیواد وګړي دسویلي کوریا دوګړو په پرتله خوشحاله دي، له خپل حکومت څخه راضي دې، ورسره هر ډول قربانۍ او ایثار ته یې ملا تړلې ده، ځکه دغه هیواد کي فساد نشته حکومت یې وار وار حکومتي چارواکي ددرغلیو په تور محاکمه کړي او ورسره یې حساب کړی دجرم په صورت کې یې سزا ورکړې.

شپاړس (۱۶) کلن وړ حکومت ولي ناوړه سو؟

دوې توجې کیدلی سي یا امریکا نور له افغانستان څخه وتل غواړي، له دغه هیواد څخه به نوري خپلې پښې سپکوي، داچې دخپلو هیواد والو له نیوکو او اعتراضونو څخه ځان خلاس کړي اوس غواړي له افغانستان څخه د وتو لپاره د وړو پزه جوړه کړي، ځکه دامریکا ولس او خلګ ډير چالاک خلګ دي هغه له هغه ځای څخه په افغانستان کي دخپل هیواد کړنې او لاس ته راوړنې ګوري، هغه امریکا چې له نن څخه شپارس کاله وړاندي یې دطالبانو وجود نه مانه، دځمکي له سره یې محوه کول، هیڅ یې خبرو ته غوږ نه نیوی دطا لبانو وجود او هستي ته قائل نه وه.
اوس هغه امریکا وطالبانو ته په قطر کي په نمایندګي او دفتر باندي هم قائله سوه طالبان یې نه مسخر کیدونکی قوت ومانه او ورته وار وار د مذاکراتو ا وخبرو وړاندیز کوي، کله چینایان ورباندي مرکه کړي، کله قطر، سعودي او کله هم پاکستان، نو په داسي حال کې چې طالبان ترهغه وخت زیات منظم او ځواکمن وي کله چې امریکایانو دغه هیواد باندي برید کاوو، او طالبانو دامریکا دمخالفو هیوادونو ملګرتیا هم حاصله کړې وي، ځکه له نن څخه شپاړس کاله وړاندي، چین، روسيې او المان طالبان ترهګر بلل ورسره یې هیڅ ډول سیاسیي او ډیپلوماټیکو اړیکو ته زړه نه ښه کاوو، خو اوس خپله دغه هیوادونه له طالبانو سره سیاسي او ډیپلوماټیکي اړیکي غواړي، په افغا نستان کي یې دحکومت جوړولو جوګه ګڼي او هرهغه حکومت چې طالبان ورکښي برخه ونه لري نیمګړی او ناکامه حکومت یې بولي.

نوپه داسي صورت کي به امریکا له افغانستان څخه په کومو سترګو وزي خپلو هیواد والوته به له افغانستان څخه پښې سپکول څنګه توجې کوي، نو ضرور به وړاندي له دې څخه چې وزي افغانستان کي به داسي یو چاپیریال را منځ ته کوي ترڅو دامریکا خلګو ته قناعت ورکړي، چې نور افغانستان کې امریکایانو پاته کیدل بي معنی او بي کټې دي، امریکا ټول افغانستان دخپل یوه عسکر له وینو سره نشي برابرولی، ولي دا تر اوسه چې دي دلته په زرهاوو عکسر ووژل سوو دهغو وینو څه قیمت نه درلود که هغه ویني نه وې، شپاړس کاله وروسته مو دغه هیواد کي فساد ته پام سو، شپاړس کاله وروسته درته دخپلو عسکرو ویني دومره قیمتي سوې.
له کومي ورځي چې امریکایانو دغه هیواد کي قدم لګولی له هغي ورځې څخه یې ورسره فساد راوړی، او حتی له اوس څخه څو کاله وړاندي دفساد کچه نوره هم لوړه وه، داچې اوس امریکا په نړیوالو معتبرو رسنیو کي د افغانستان دحکومت دفساد خبره راپورته کړې، هدف یې دادئ، چې نور دځان لپاره د وړو پزه جوړه کړي او له دغه هیواد څخه پښو سپکولوته لاره هواره کړي.
کچیري دغه یې هدف وي او نور امریکا له افغانستان څخه وتل غواړي له دغه هیواد څخه د وتلو چاپیریال جوړه وي، ښه خبره ده نور به امریکایان هم بي ځایه نه وژل کیږي، او افغانستان به یې هم له شر او فساد څخه خوندي شي ، زه په یقین سره وایم کومه ورځ که امریکا له افغانستان څخه ووته هغه ورځ به دلته دشر او فساد لمن هم ورټوله شي.

خو دلته بله لوبه هم کیدلی شي.

کیدای شي امریکا د افغانستان له اوسنۍ ادارې څخه خسته شوی وي، ورسره نور کارکول بي ګټې بولي ددوي په وجود کې خپلو موخو ته رسیدل ورته ناممکنه بریښي، یا ورته ګران بیه او قیمتي پریوزي نور په دې پوه شوي وي چې دافغانستان ولس پر دغه حکومت او دحکومت پر چارواکو بي باوره شوی، نور دحکومت او خلګو ترمنځ د باور او اعتماد واټن زیات شوی، دغه هیواد کي د روانې لوبي رخ بدلول غواړي، افغانستان کي له اوسني فساد او ګډوډۍ څخه نه وي راضي دفساد لمن نوره اږده ول غواړي.
امریکا یان دغه هیواد کې د اوږدې مودې لپاره پا ته کیدل غواړي نوې لوبه پیل کوي، نور قراردادیان یې موندلي وي د اوسنیو قرار دادیانو په پرتله ارزانه وي، ولسي ملاتړ له ځانه سره ولري په خاصه توګه دهغو خلګو ملاتړ له ځان سره ولري څوک چې تراوسه لا امریکا دځان لپاره خطر محسوسوي، هغه له امریکا سره نژدې کړې په روانې ګډوډۍ او فساد کي یې ورسره شریک کړي، افغانستان دیوې اږودې غمیزي په لور کش کړي.

خداي دي نه کوي کچیري امریکایانو نوي قرار دادیان پیداکړي وي او افغانستان کي نوې لوبه پیل کول غواړي، قراردادیانو په فساد او ګډوډۍ کي ورسره دشفافیت او اخلاص قسم کړی وي، بیا به افغانستان دیوې اوږدې بدمرغۍ په لور لاړشي ، له تجزيې سره به مخ شي، لوږه او فقر به نور هم افغانان وځپي قومي قبلوي او سمتي شخړې به نوري هم پراخې شي دمالي او اداري فساد ځاي به کورپه کور اوکلي په کلي ویني تویوني او ورور وژني ونیسي.

الله درته لاس په دعا یم نور افغانستان کې دامریکایانو دموخو او هدفونو دپلي کولولپاره ورته نوي قراردادیان مه پیداکوه لویه ربه نور امریکا له فساد او فسادیانو سره یو ځای زمونږ له خاوري ورټول کړه، ددغي خاورې سرنویشت داسي کسانو ته لاس کي ورکړه چې له دغه هیواد او دهیواد له خپلواکۍ او ښیرازۍ سره رښتني او پاکه مینه لري.

بخت الرحمن (شرافت)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x