افغانستان

سیمه یيز چارواکي د چپرهار ولسوالۍ څخه د طالبانو د ایستلو ادعا کوي؛ طالبان یې نه مني

نن ټکی آسیا: د ننګرهار ولایت امنیتي چارواکي خبر ورکوي، چې د ایتلافي او افغان ځواکونو د ګډو عملیاتو په پایله کې يې د چپرهار ولسوالۍ په بشپړه توګه له طالبانو څخه نیولې او دوی یې له سېمي څخه شاتګ ته اړ کړي دي، خو طالبان د امنیتي چارواکو دا ادعا ردوي.

د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان جنرال دادان لونګ چې د دې عملیاتو مشري یې په غاړه لرله وویل، چې په چپرهار ولسوالۍ کې د دوی عملیات بشپړ شوي او زیاتوي، چې په چپرهار کې يې د عملیاتو په ترڅ کې له شلو زیات شکمن کسان نیولي دي.
بل پلو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکي آسیا ته په را لېږلې خبرپاڼه کې د ننګرهار د امنتي چارواکو یادې څرګندونې په کلکه رد کړي او زیاتوي چې په سېمه کې یې د بهرنیو او کورنیو عسکرو عملیات له ماتې سره مخامخ کړي او د ده په وینا دا هسې مطبوعاتي لاپه ده، چې دوی یې ولي.
خبرپاڼه کاږي :« نن  د کابل ادارې د ننګرهار اړوند چارواکو ادعا وکړه چې ګنې د عملیاتو په نتيجه کې یې د دې ولایت د چپرهار ولسوالۍ د مجاهدینو له شتون څخه خلاصه کړې او ډير شمير مجاهدين یي نيولي دي.
موږ د دښمن دغه ادعا په کلکه ردوو، دښمن غواړي په دا ډول ادعاوو سره په سيمه کې په خپله ماتې اومطلقې ناکامۍ پرده واچوي او خپله تيښته توجيه کړي.
 کله چې څو ورځې وړاندي دښمن سيمې ته دعملیاتو په نيت راغلی وو د چپرهار ولسوالۍ په مختلفو سیمو کې دمجاهدینو له سختو کمين بریدونو او انفجارونو سره مخ شو چې په يوه ورځ کې يې ۲ رینجر ۱ ټانک ويجاړ، ۱۴ عسکر يي قتل او ۹ تنه يې ټپيان شول.
له هغه وروسته دښمن په یوه خاصه سيمه کې چې دمجاهدينو له سنګرونو نه ډيره لري ده واړول او ادعا يي وکړه چې عملیات يې جاري دي، نن  داسي ښکاري چې دښمن له سیمې نه پيښې سپکوي نو يې په دروغو سره دعوه وکړه چې ډيرمجاهدین يي نيولي او ولسوالۍ يې ټوله له مجاهدينونه خلاصه کړي ده!؟؟
دښمن په دې ډول غواړي خپلو مسئولينو ته  د خپلې ماتې په اړه ناسم معلومات ورکړي او ځان بریالی وښيي چې موږ يې ادعا په کلکه  ردوو. »

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x