دیني، سیرت او تاریخ

رسول الله صلی الله علیه وسلم د غیر مسلمانانو په آند (۵۷)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر
امیل درمنغم د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په هکله وايي:

په ټول بشریت او انسانیت کې له محمد بن عبدالله صلی الله علیه وسلم څخه بل ستر انسان پخپل رسالت کې نه تر سترګو کیږي او نه یې هم تصور کیدای شي.

د محمد صلی الله علیه د ماریه قبطیې څخه د ابراهیم په نوم زوی پیدا او په وړکتوب کې وفات شو چې دی ډېر پرې غمجن ؤ، پخپل لاس یې په لحد کې کېښوده او تر سترګو یې اوښکې وڅڅیدې، په دغه ورځ د لمر کسوف رامنځته شو، نو خلکو به ویل چې کیدای شي، دا د نبي کریم صلی الله علیه د زوی ابراهیم د وفات له کبله وي، کله چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم خبر شو نو ویې ویل چې لمر او سپوږمۍ د الله مخلوق دي او الله د اسمان مخلوق د ځمکې د مخلوق له کبله نه په تکلیفوي.

همدا رنګه په حجة الوداع کې له ده سره په زرګونو کسانو شتون درلوده او دا په دې باندې دلالت کوي چې له ده سره ټول قومونه او قبیلې وې او ټول په یوه اتفاق راټولې کړې وې، دی د ټول بشریت او الله پاک په منځ کې د اړیکو وسیله وه، ده ته ډېر غنیمتونه راتلل، خو ده هیڅ توجه ورته نه کوله، ده راحت اوسکون نه پېژنده، تل یې د اسلام د خپرلو اراده درلوده، ده خپلې لښکرې شام او فارس ته ولېږلې، حتی افریقا او هسپانیا ته هم راورسېدلې او همدا یو لښکر ؤ، د ځمکې پر کُرې باندې خپور شو او هرځای ته یې ځان ورساوه.

نور بیا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x