دیني، سیرت او تاریخ

د نر او د ښځي توپیر په اسلام او ساینس کي (۳۶)

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر
د ((سر جان بېکټ)) تبصره پر حجاب باندي:
په اسلام کي چي کوم اصول د ښځو د ژوند، استوګنې او هرڅه په اړه وضع کړل شويدي د بېلګې په ډول سره حجاب ، دا کوم ظلم نه دئ بلکې عين لطف او د لوړو اخلاقو يو لوړ نظام دئ؛ اسلام تل د ښځو سره د ښه سلوک امر کړيدئ، او اسلام يواځنی الهي دين دئ چي ښځې ته عفت او لطف وربخښي، دا کوم اصول چي اسلام د ښځو لپاره ټاکلي دي، دائې پر ښځو نوره اساني راوستې ده او دوی ئې د هرډول ناوړو کړو وړو څخه د خلاصون په جال کې نغښتي دي، حياء، عفت، عصمت او ژوند ئې د هرډول ګرد او غبار څخه ور ژغورلی دئ۔

دا طبعي خبره ده چي ښځه په طبعي جوړښت او ظاهري شکل کي کمزورې ده نو ځکه اسلام نر او ښځه سره بيل کړيدي۔

د مصر په المنار مجله کي د يوې انګرېزۍ ښځې انګېرنه او حجاب:

د انګلستان ښځو خپل عفت او عصمت له مينځه يو وړ، او ډېري لږ داسي ښځې به وي چي خپل عفت او حيائې نه ده خرڅه کړې، او يا هم د ناوړو اعمالو او خسلو په ډنډو کي غوټه نه دي؛ دوی دومره ازادانه ژوند کوي چي حياء، عفت او عصمت نه پېژني، او که په يوه جمله کي ئې درته رالنډه کړم ، نو دوی د انسانيت ددائرې څخه وتلي دي او د حيوانيت و دائرې ته داخلې شوي دي؛ دوی اوس تر حیواناتو لا هم بد ترې شوي او په لعنت دي۔
زما په مسلمانو ښځو باندي ډېر قصد کيږي، چي څومرې ښه ژوند لري، په حجاب کي ګرځي، د خاوندانو تر فرمانونو لاندي د مينې او محبت شپې او ورځي تېروي، او ښه خو لا داچي د عصمت پلورلو څخه پاکي دي؛ چي دا ډېر د وياړ ځای دئ او دا هم درته وايم چي د انګلستان د ښځو عفت او شرف يواځي او يواځي اسلام ساتلای شي او بس۔

د لويديځ فليسوف ((هملټن)) د حجاب په هکله داسي وايي:

اسلام د ښځې په هکله هرڅه واضح او روښانه ويلي دي ، چي دا هرڅه د ښځې د عزت د ساتلو په موخه سره دي، او ښځه ئې د بې عزتۍ او ضرر رسولو څخه ژغورلې ده، اسلام د ښځې و ساتنې ته ځانګړې توجه کړېده؛ ځيني مفکرين په دي آند دي چي حجاب يو تنګ نظري ده، بلکې زما په عقيده دا حجاب د ښځې لپاره د غيرت، مروت او وياړ يوه ښکلې نمونه ده او بايد دا ترويج شي، ولسونه او دولتونه په دې کي بايد پوره ونډه د زړۀ له کومي واخلي۔
مېرمن عايشه جوزف دحجاب په اړه ليکي:

موږ چي په استرليا کي د ښځو پر ستونځو څه ليکو، څيړنې پر کوو او يائې د ښځو څخه پخپلو غوږو اورو، هغه د طلاق مسئله ده؛ چي دا د هلاکت، بې اعتمادۍ او بې باوری جال ورځ په ورځ غوړيږي۔ حجاب هغه يواځنی شی دئ چي د يوې کورنۍ او ټولنې ولونه ټينګوي او محکم ئې ساتي او برعکس بې پردګي هغه شی دئ چي د ټولنې دا ټينګ تناوونه شلوي او د ټولنې دا ښکلې خيمه له مينځه وړي؛او حتی خاوند او ښځه سره بې باوره کوي، په اسټرليا کي په هغو ځايو، سيمو او کليو کي چي حجاب وي هلته طلاقونه لږ دي او څومره چي بې حيايي، بې پردګي او بربنډتوب په يوه سيمه کي وي هلته طلاقونه دومره بې شمېره دي چي اندازه ئې نه کيږي؛ حتی چي يوه بربنډه ښځه مي وليدل چي دائې (۶۴) ميړه وو، او دا ټول د طلاقو نتيجه ، د اسلام نشتوالی او د حجاب نه شتون دئ.

طبعي خبره ده چي په کومه سيمه کي چي حجاب وي هلته مسلمانان ميشت دي، او اسلام پر عفت او حجاب باندي ډېر ټينګار کړيدئ، او په عمومي ډول سره د مسلمانانو تر مينځ اعتماد شته؛ طلاق هغه مهال واقع کيږي چي کله د يوه خاوند او ښځې تر مينځ د عفت او اعتماد پرده جنازه وکړي او له مينځه ولاړه شي۔

دا څومره د بې حيايۍ، بې عزتۍ او پوچه خبره ده چي د ښځې څخه خپل بنسټيز کارونه لکه د کور کار، د اولادو روزنه، کورنۍ جوړونه،د خاوند چوپړ، د ټولنې تناوونه ټينګول ، تعليم کول او داسي نور…۔دا هرڅه ورڅخه پاته شي او د شهوت په ساحل کي ولامبي۔ ددې لعنتي ژوند څخه دي ټول اُمت مسلمه اللهجل جلاله و ساتي۔ امين

د حجاب په هکله نوي ساينسي پرېکړې

۱: کچيري د لمر شعاوي پر پوستکي په مسلسل ډول سره ولوېږي نو پوستکی توريږي۔

۲: کچيري د لمر بنفشي شعاوي پر سترګو او پوستکي باندي ولويږي نو دا د پوستکی د ګونجوـ ګونجو سبب کيږي او پاته دي نه وي چي سترګې هم ډېرې کمزوري کيږي۔

۳: د لمر شعاوي پوستکی ليکې ـ ليکې کوي او ښکلا ئې له مينځه وړي۔

۴: کله چي ښځه حجاب نه کوي نو د لمر زياتې شعاوي ئي و بدن ته داخليږي چي د ښځې داخلي نظام سره خرابوي او په عادي حالت کي ئې بدلون راولي۔

۵: کله چي د لمر وړانګې په مسلسل ډول سره په ځانګړي ډول سره د مخ پر پوستکي نښلي نو پوستکی ورسره چوي۔

۶: کله چي د لمر وړانګې پر پوستکي نښلي نو د پوستکي نري رګونه په پوره ډول سره اغېزمن کوي۔

۷: د لمر بنفشي وړانګې د پوستکي سره په تماس کېدوسره د پوستکي د سرطان سبب ګرځي۔

۸: د لمر د وړانګو له کبله د بدن د مدافعې نظام کمزوری کيږي او حتي کله هم ختميږي۔

۹: د نويو څېړنو په پايلو کي داجوته شوېده چي د لمر وړانګې د وېښتيانو وده کموي او د وېښتيانو رنګ له مينځه وړي۔

kkنور بیا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x