افغانستان

امریکا: د افغانستان امنیتي وضعیت به لاپسې وشړیږي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۲ غویی، ۱۳۹۶): د امریکا د استخباراتو د ملي ادارې مشر په افغانستان کې د امنیتي وضعیت د شړېدو وېره څرګنده کړې.

ډان کوټس وايي چې د افغانستان امنیتي وضعیت د خرابېدو په لور روان دی او حتی که امریکا اضافي پوځي مرسته وکړي هم دا حالت به راکابو نه کړی شي.

نوموړي تېره ورځ د امریکا کانګرس ته په خپلو څرګندونو کې وویل:

«دا خبره یقین ته نږدې ده چې تر ۲۰۱۸ کال پورې به د افغانستان سیاسي او امنیتي وضعیت لا پسې وشړیږي، که څه هم امریکا او متحدین یې خپلې نظامي مرستې زیاتې کړي خو بیا به هم ونه توانیږي چې دا وضعیت کنټرول کړي».

ډان کوټس دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې وړاندې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان جنرال نیکلسن ویلي و چې له طالبانو څخه د جګړې د ګټلو لپاره څو زره اضافي عسکرو ته اړتیا لري.

د امریکا د استخباراتو د ملي ادارې مشر په روانه جګړه کې اضافي امریکايي عسکرو ته هیله من نه بریښي او وايي چې باید پرځای یې افغان عسکر تمویل، تجهیز او روزل شي.

وړمه ورځ د ناټو سازمان سرمنشي «ینس سټولټنبرګ» هم په افغانستان کې د جګړې لپاره د افغان عسکرو په استخدام ټینګار کړی و او زیاته کړې یې وه چې له طالبانو سره د مقابلې تر ټولو ګټوره طریقه دا ده چې پخپله افغانان یې په خلاف تقویه او وجنګول شي.

د امریکا د استخباراتو د ملي ادارې مشر «ډان کوټس» د افغان دولت د خودکفایۍ په اړه هم ډاډمن نه دی. نوموړی په اوسني وضعیت کې دولت بهرني ملاتړ ته محتاج ګڼي او زیاتوي چې ترڅو یا طالبان په نظامي ډګر کې مات شوي نه وي او یا ورسره سیاسي جوړجاړی نه وي شوی، افغان حکومت ته به ډیره ستونزمنه وي چې له نړیوال ملاتړه پرته پایښت ومومي.

نوموړي په عین حال کې د افغان عسکرو په وړتیا خپله بې باوري وښوده او زیاته یې کړه چې د افغان ځواکونو په لیکو کې درانه تلفات، د تجهیزاتو کمبود او ناسمه رهبري به د دې لامل وګرځي چې طالبان لا زیات پرمختګ وکړي او پراخې سیمې به تر خپلې ولکې لاندې راولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

زموږپه سحراوو کی چه به سپۍ زوړسونوچه خبربه هم سوچه څوک دښمن راغلۍ ولاړیده به یی په وس نه وه په پروته به یی غپل کفارداقتصاددکمزورۍ په وجه اوس هغه زموږ دکلودزړوسپو عادت ورپاته سوۍ دی په انګولاوو مسلمانان بیروی ان شاءالله دانګولاوو هم ژر لویدونکی دی.په احترام عبدالواحداڅګزۍ

محمد حذیفه

اوس خو به ددی کوټی له خبرو ټولو ته جوته شوی وی چی ددوی افغانی کوډاګیان د چا د ګټو او ارزښتونو پاسداره او پدی لاره کښی قربانی ورکوونکی دی که اوس هم نه پوهیږی نو نور دی الله پوه کړی او دا نوره د انسان له وسه وتلی خبره ده ځکه دامریکا دی غټ او مهم کوټی په واضحو ټکو په خپله مرکه کښی ویلی چی دافغانستان وضعیت د خرابیدو خوا ته روان ده او دا زمونږ ګټی او ارزښتونه په هغه منطقه کښی په خطر کښی اچوی اوس دونی څوک نشته چی دی کوټی ته ووایی چی ته… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x