افغانستان

له خبریالانو سره د تاوتریخوالي د ۶۳ سلنه پېښو مسؤلیت د افغان چارواکو په غاړه دی

نن ټکی آسیا: د افغان خبریالانو د خوندیتوب بنسټ اعلان وکړ، چې له افغان خبریالانو سره د تاوتریخوالو په پېښو کې ۶۳سلنه مسؤلیت د کابل حکومت، ۱۷ سلنه د طالبانو او ۱۲ سلنه د غیر مسؤلو وسلوالو، زورواکو او نورو په غاړه دی.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب بنسټ مشر الیاس اعلمي نن پنجشنبه په کابل کې په یوه خبري کانفرانس کې څرګنده کړه، چې د تېر میلادي کال په وروستیو شپږو میاشتو کې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي په سلو کې ۶۳ پېښي د افغان حکومت او اړونده چارواکو له لورې ترسره شوي دي.
د ښاغلي اعلمي په عقیده، په دولت کې له خبریالانو سره د ملاتړ د سیاسي ارادې نشتون، معلوماتو ته د لاسرسي د قانون نشتوالی، د خبریالانو د حقوقو په اړه د عامه پوهاوي کمښت او د خبریالۍ له اصولو څخه د ځينو خبریالانو ناخبرتیا؛ په افغانستان کې له خبریالانو سره د زورزیاتي او تاوتریخوالي د پېښو اصلي لاملونه دي.
نوموړي زیاته کړه، چې ځيني حکومتي ادارو یو شمېر خبریالان په خپل تورلیست کې اچولي او د خپلو پروګرامونو په اړه هغوی ته خبر نه ورکوي.
د افغان خبریالانو د خوندیتوب بنسټ مشر وویل، چې په عین حال کې د ۲۰۱۳ کال د لومړیو شپږو میاشتو په پرتله په وروستیو هغو کې له خبریالانو سره د ناسم چلند او تاوتریخوالي په بېښو کې ۵۱ سلنه کمښت راغلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x