افغانستان

طالبانو سرپل ولایت کې د الوتکو ناسته دروغ وبلله

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۲ غویی، ۱۳۹۶): په سرپل ولایت کې د طالبانو د نظامي قطعې قومندان «مولوي محمد نادر» وايي چې په دې ولایت کې د نامعلومو الوتکو د ناستې ادعا هیڅ حقیقت نه لري.

نوموړي دا څرګندوني په داسې حال کې کړي چې له تېرو څو ورځو راهیسې په رسنیو کې د یاد ولایت د چارواکو څخه په نقل قول اوازه خپره ده چې د طالبانو په سیمه کې نامعلومو چورلکو ناسته کړې.

خو د طالبانو د نظامي قطعې قومندان وايي چې د دغې ادعا تر شا ځانګړي اهداف شتون لري او دولتي چارواکي خپلې ناکامۍ ته د وړو پزه جوړوي.

مولوي محمد نادر د طالبانو له رسمي ویب پاڼې سره په مرکه کې ویلي:

«له تېرو څلویښتو ورځو راهیسې په صیاد ولسوالۍ کې د طالبانو په خلاف هوايي او ځمکني عملیات روان وو، خو د طالبانو له سخت مقاومت سره مخ شول او هیڅ پرمختګ یې ونکړ. دوی اوس په خپلو کې بدګومانه شوي، خلکو ته مخ نه لري، مشرانو ته ځواب نه لري نو له همدې کبله یې دا ډنډوره نشر کړه چې دلته الوتکو ناسته کړې».

په سرپل ولایت کې یاد طالب قومندان زیاتوي چې د څلوېښتو ورځو په اوږدو کې د طالبانو له کلک مقاومت وروسته دولتي چارواکو ته سوال پیدا شوی چې طالبانو ته دومره اکمالات له کومه راځي. نوموړی زیاتوي:

«حقیقت دا دی چې زمونږ یوه مرمۍ د هغوی د لسو مرمیو ځواب وايي، خو دوی زمونږ اکمالات او مصارف په خپلو اکمالاتو او مصارفو قیاسوي».

نوموړی ټینګار کوي چې طالبانو ته د الوتکو د ناستې خبر محض دروغ دی او دولتي عسکرو خپلو مشرانو ته د ځواب موندلو لپاره دغه ادعا د رسنیو په واک کې ورکړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد صباح

گده اندوالی نه گدحکومت کچیری دغه شرمیدلی اندوا لی حکومت وای نودغسی شرمی دلی دروغ بئ نه ویل چه نافیژنده الوتکو ناسته کری دا دویته دیره دشرم خبره ده کچیری دامت وای نوکه داسی واقعات وای نودوی بئ مطلقامخنیوای کرای وی خودابیشرمه اندوالی بیله دروغوپرته بلسه نه شته ددغه اکازیبو سره نورنو مسلمان ولس نه شته اوکه وی هغه دالریزنوهغه کوم دالریزاسکران السکران ویاعساکیروردملی وبولیز ملی وگرگکیان بیدین چه موراوپلار ئ له دینه بی خره دی نوپرخپل اولاد خوندی خبرچه دوی سه کوی اودچادپاره جنگیژی دستر دجال ده پاره اوده ددجال مزدوران نور نویتیمان شول چه غته مورئ مره شوه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x