ټولنیزه برخه

د یو غازي او جنتي حوري د زړه خواله – رښتینې کیسه

ژباړه: م. حمد الله (دانشمند)

“هشام بن یحیی الکناني” د هغې غزا کیسه کا، کوم چې هغه په خپله په کې شتون لاره او هر څه يې په خپلو سترګو لیدلي، هغه وایي: موږ د روم په لور د غزا له پاره ولاړو، د جګړې قومندانان: “مسلمة بن عبدالملک” او “عبد الله بن الولید” ول. دا هغه غزوه وه، په کومه کې چې “طوانة” فتحه شوه، زموږ ملګرو ځينو تر بصرې او ځينو تر جزيرې تړاو لاره، یو ځای مو کار کاوه. خدمت، پیره، د آسونو واښه او د خوراک سمول مو په نوبت تر سره کاوه. له موږ سره یو زلمی و، “سعید بن الحارث” نومېده، په عبادت کې یې هیڅ ساری نه و، د ورځې روژه، د شپې تلاوت، نفلونه او اذکار یې له تلپاتو عادتونو نه و، موږ به زیار ویست، چې په هغه یاد نیابتي کارونه څه لږ کړو، نوبت یې موږ تېر کړو؛ خو هغه به انکار کاوه، راته به یې کړه: باید د ستر څښتن په هر عبادت کې پوره برخه ولرم.

هشام وایي: هغه به یوه لحظه، یوه شېبه د الله پاک بې ذکره، بې فکره او بې عبادته نه تېروله، که به د لمانځه وخت نه و، یا به مو مزل کاوه؛ ژبه به یې د هغه (جل جلاله) په یاد خوځوله، که موقع به په لاس ورغله؛ نو الله پاک سپېڅلی اسماني کتاب به یې تلاوت کاوه.

هشام وایي: یوه شپه د پیرې نوبت زما او د یاد دینداره ملګري و، په دغه شپه مو د رومیانو یوه کلا محاصره (کلابنده) کړې وه، چې خورا له سختۍ سره مخ وو، یاد دینداره (سعید) په دغه شپه دومره ځان په عبادت ستړی کړ، چې ورته هک پک حیران پاتې وم؛ د هغه بدني قوت ته فکر وړی وم، چې څنګه د دومره عبادت وړتیا لرې؛ پوی شوم چې دا د هغه ستر څښتن لورېنه ده او بس. شپه یې ستړې او په ولاړه صبا کړه، ورته مې کړه: د الله بنده خپل بدن هم در باندې حق لري؛ خپلې سترګې هم در باندې حق لري، ښه پوهېږې، چې نبوي حدیث درته په دې اړه څنګه سپارښتنه کړې:

«إِكلَفُوا من العمل ما تطيقون»

ژباړه: په عمل له توان سره سم، مکلف یاست.

دا راز مې ورته ډېر نبوي حدیثونه ولوستل.

هغه را غبرګه کړه: اې وروره! وختونه تېرېږي، د ژوندانه شېبې مو نورې په ختمېدو دي؛ ځه یو داسې وګړی یم، مرګ ته شېبې شمارم او غواړم، چې خپل روح د ارواګانو څښتن ته وسپارم. د هغه وینا و دردولم نور بې واکه رانه چېغه ووته؛ هغه ته مې د کائناتو له مالک نه د معونت او ثبات دعا و غوښته، ورته مې کړه: څه ویده شه، استراحت وکړه، د دښمن تر اوسه د کومې بری یا ناکامۍ څرک نشته، که څه پېښه منځ ته راتله ځه ویښ یم.

هشام وایي: هغه خېمې ته ننوت، ویده شو. ملګري څوک د جګړې په ډګر دي، څوک په نورو اړینو کارونو اړ دي. زه همدلته یم، پیاده ملګري لټوم او د هغوی له پار د خوړو په تیارولو بوخت یم. زه په دې حال یم په خېمه کې مې یوه زوږه تر غوږ شوه، ځان ته غږېږم: څه نشته، خېمه کې یواځې سعید دی، هغه ویده دی، آښه څوک ور ننوتی نه وي؟ په بیړه ور وخوځېدم او ومې کتل، یواځې سعید په هغه اړخ ویده دی، نور هيڅوک نشته، چې ور نږدې شوم هغه په خوب کې غږېږي؛ خاندې، غوږ مې ور نږدې کړ؛ لکه چاته چې مخامخ وینا کوي، یواځې دا مې ترې یاد کړه: نه مې خوښېږي، چې بیرته وګرزم! بیا یې لاس اوږد کړ، لکه: یو څیز چې رانیسي؛ بیرته یې په نرمې خوشي کړ؛ کټ کټ ویې خندل، بیایې کړه: نن شپه؟! نن شپه؟!

هغه پورته وغورزېد له خوب نه را ویښ شو؛ غړي یې لړزېده. ور وخوځېدم، سینې ته مې را ټینګ کړ؛ ډېر خفه یم. هغه آخوا دېخوا کتل تر څو خپل عادي حالت ته را وګرزېد؛ په کلمه، تکبیر او ثنا یې پیل وکړ.

ما ورته وویل: څه در پېښه وه؟

هغه راته کړه: نه، خیر و، څه نه و.

ورته مې ویل: په خوب کې دې داسې هاسې کول، خندل دي او خبرې دي کولې.

هغه راته ویل: اې ابا ولیده! ترې تېر شه او په نه ویلو مې وبښه!

ورته مې کړه: نه، د ملګرتیا د شته حق له امله به هغه څه راته وایې، چې په خوب کې دي لیدلي، ښايي زما له پاره د پند او عبرت لامل شي.

هغه راته کیسه داسې پیل کړه: کله چې ویده شوم؛ خوب مې ليده، چې قیامت قائم شوی وي؛ خلک له قبرونو نه را وزي، پر میدان درېږي؛ د ټولو سترګې د “ذو الجلال” خدای (جل جلاله) و امر ته شخې دي! په دې حال کې قرار لرو، چې دوه د ښکلو څېرو څښتنانو راته سلام وکړ، ورته مې وعلیک.. وویل؛ راته یې کړه: سعیده! زېری مو درباندې! الله پاک ستا ګناهونه وبښل؛ ستا دیني ستړتیاوي د هغه (جل جلاله) په در ومنل شوې؛ عمل دي قبول شو او دعاوي دي د قبول تر پولي ورسېدې! راځه موږ درته هغه نعمتونه او ثوابونه وښیو؛ کوم چې الله پاک درته تیار کړې دي. هغه وایي: ور سره روان شوم؛ د حشرګاه له میدان نه یې و ایستلم؛ ښي اړخ ته چې مې سترګې واوښتې داسې آسونه مې وليده لکه: برېښنا، چې د دنیا له آسونو نه یې ډېر توپیر لاره، په هغو آسونو سپاره شوو؛ د باد په څېر يې یوې داسې دنګې ودانۍ ته ورسولو، چې سر او پای ته یې د سترګو څار نه رسي؛ داسې برېښېده، ګواکې له سپینو زرو نه پنځول شوې ده؛ ترې زرینې شغلې ورېدې. کله چې یې دروازې ته نږدې شوو؛ نو بې له چابیو یې دروازه پرانستل شوه، ور ننوتو، داسې څه مو په کې وموندل، چې نه یې ژبه ستایلی شي او نه د زړه پر پرده تر اوسه را ښکاره شوي دي.

د یادې ماڼۍ په منځ کې د ستورو په شمار ښکلي غلمان او ښایسته حوري شتون لري! لکه یې چې د ښکلا خالق (جل جلاله) ستاینه کړې: {كَأَنَّهُمْ لُؤْلُؤٌ مَّكْنُونٌ}

ژباړه: ګواکې هغوی خوندي ملغلرې دي په صدفونو کې[جلالین].

هغوی چې کله موږ وليدو؛ نو یې په ښایسته او رنګینو نغمو زموږ تود هرکلی وکړ؛ یوه جمله (غونډله) چې ډېره یې زمزمه کوله هغه دا وه:

هذا ولي الله، وقد جاء ولي الله، ومرحبًا بولي الله.

ژباړه: د ا د الله دوست دی، په رښتیا د الله دوست راغلی او “ښه راغلاست’ وایو د الله و دوست ته! همداسې روان وو تر څو داسې مجلسونو ته ورسېدو، چې تختونه یې له سرو نه پنځول شوې وو؛ په هر تخت یوه داسې پېغله ناسته وه، چې د هغه (جل جلاله) د کائناتو ژبې یې له ستاینې نه عاجزې دي؛ د هغوی په منځ کې یوه د ښکلا میره – چې دنیوي حواس، ادراک او عقل یې له صفته پاتې دي – ناسته ده. هغه دوه ملګرو راته کړه: دا ستا کور دی؛ دا دې خپله جنتي ملګرې ده؛ دا ستا ارامګاه ده او دا د الله پاک په وړاندې ستا د هستوګنې ځای دی.

ملګري رانه ولاړو، زه هم دلته پاتې شوم؛ جنتي حوري زما خواته راغلې؛ په “ښه راغلاست” او نورو خوښیو مې بدرګه کوي، لکه یو ورک مسافر چې خپلې جونګړې ته را ستون شې، را یې وړم، و یادې ښایستې ته څېرمه په منځني تخت یې کېنولم؛ هغوی را ته ویل: دا ستا د تلپاتې ژوند ملګرې ده؛ یوه دي د دې په څېر بله هم شته، ستا د راتلو په پار مو اوږد انتظار وګالل. هغې راسره خبرې پیل کړې، ما هم ور سره د بندې خولې روژه ماته کړه؛ په موسکا موسکا مې ور غبرګه کړه: زه چېرته یم؟! را غبرګه یې کړه: په “جنة المأوی” کې! ورته مې کړه ته څوک یې؟! راته یې کړه: زه ستا د تلپاتي ژوند تلپاتې مله او ملګرې یم! ورته مې کړه: بله چېرته ده؟! راته یې کړه: هغه په بله ماڼۍ کې ده.
ورته مې کړه: زه نن همدلته له تا سره پاتې کېږم، بیا به هغې ته ولاړ شم.

لاس مې ور اوږد کړ؛ هغې په نرمي زما لاس را وګرزاوه؛ راته ویلې: همدا نن، نه! ځکه ته دنیا ته ستنېږې. ورته ویل مې: نه مې خوښېږي، چې ولاړ شم. هغې را غبرګه کړه: هرو مرو به همداسې کړې؛ درې ورځې وروسته به دي روژه ماتی له موږ سره وي (ان شآء الله). ورته ویل مې: نن شپه! نن شپه!
راته ویلې: ستا په هکله همداسې فیصله شوې. هغه له مجلس نه وخوځېده؛ سمدستي مې پسې ټوپ کړ؛ په دې حال کې را ویښ شوم.

هشام وایي: ورته ویل مې: اې وروره د ستر څښتن شکر ادا کړه، الله پاک د خپل عمل بدله در وليده. هغه راته کړه: اباولیده! له تا پرته خو به دغه پيښه چا نه وي ليدلې؟ ورته کړه مې: نه، ویلې: په الله پاک قسم در کوم، چې دا راز به تر هغه پټ ساتې تر څو چې زه د ژوند پر مېنه یم. ور سره مې په دې خبر وعده وکړه. هغه (سعید) راته ویل: ملګرو څه وکړل؟ ورته مې وویل: ځیني په جګړه بوخت دي او ځیني نور په نورو کارونو اړ دي.

سعید و خوځېد، غسل یې وکړ، خوشبویي یې ووهله او وسلې ته یې لاس کړ د جګړې ډګر ته په داسې حال کې وخوځېد، چې روژه یې هم په خوله وه، د شپې تر ناوخته وجنګېد تر څو له نورو ملګرو سره یو ځای را ستون شو. هغوی راته ویل: ابا ولیده! دا زلمی خو یو عجیب زړور غازي دی، په هسکه غاړه و شهادت ته ور غاړېووت، د دښمن له غشو او کاڼو نه یې هيڅ باک نه کاوه، ټولو همدا خبره کوله. له ځان سره غږېدم: که تاسو یې په ماجرا (کیسه) خبر وای بیا به مو پرې څه ګمان کاوو. روژه یې ماته کړه، شپه یې د تېر په څېر په عبادت صبا کړه، د روژې په لرلو سره بیا د جګړې میدان ته وخوځېد. ملګري یې د تېر په څېر بیا په ستاینه نه مړېږي. تر دې چې دوه شپې تېرې شوې په درېیمه ورځ زه (هشام) ور سره د جګړې ډګر ته ووتم، ویل مې: چې نن خو هماغه ورځ ده و به ګورم، چې څه پېښېږي، د هغه حال به هم وڅارم. ټوله ورځ له دښمن سره په ښه تکتیک وجنګېد، د هغوی له فریب نه یې ځان خوندي ساتل، له کومې پېښی سره مخ نشو ؛ خو هغوی ته یې خپل شجاعت او مېړانه وښوده. زه یې له لرې نه څارم، د نږدې ورتلو توان مې نشته. تر هغه وجنګېد، چې لمر و پرېوتو ته نږدې شو؛ ډېر خوشاله ښکارېده؛ ناڅاپه د دښمن له لوري یوه سړي د کلا د دېوال له سر نه په نښه کړ؛ غشی یې په سینه کې ولګېد؛ په زمکه را پرېووت. ما ورته کاته؛ چیغه مې کړه تر څو خلک را و رسېده له میدان نه یې را وایستل په داسې حال کې چې ساه یې لا په تنه کې چلېده. خېمې ته یې راووړ، ورته مې کړه: مبارک دي شه! څه ښه روژه به ماته کړې، کاشکې زه هم در سره مل شوی وای! هغه وایي: یاد اتل لاندې شونډه ورو وچيچله؛ زما خواته یې وکتل؛ نرمه موسکا یې وکړه، په سترګو کې یې تېره کېسه راته بیان کړه؛ یواځې هم دا کلمه یې وویله:

الحمد لله الذي صدَقَنا وعده.

ژباړه: ټوله ثنا هغه الله لره ده، چې له ما سره کړې وعده یې رښتیا کړه.

نور یې په بل خبر خوله نه ده خوځولې؛ خپل پاک روح یې د اروحانو مالک ته وسپاره. (انا لله و انا الیه راجعون).

هشام وایي: په لوړ اواز مې وویل: د دې هدف له پاره نېکان خلک ستړیاوې ګالي، غوږ شئ ستاسو د غازي او شهید ورور کیسه درته وکړم. هغوی را غونډ شول، ټوله کیسه مې ورته په زېر او زبر بیان کړه؛ هغوی یو ځل په ژړا ځانونه ستړي کړل، وروسته یې د تکبیر په ملکوتي نعره ټول لښکر و لړزاوه، تر دې چې ټول خلک په دې هېښونکې کیسه خبر شول. د لمانځه د ادا کولو له پاره یې سره را غونډ شوو، “مسلمة بن عبد الملک”(د مسلمانانو امیر) ته هم خبر ورسېد، هغه د جنازې د ګډون په موخه ځان را ورساوه؛ ورته مو کړه: که د امیر (أصلحه الله) خوښه وي او لمونځ یې ادا کړي؟ هغه راته و فرمایل: لمونځ باید هشام ورکړي؛ ځکه هغه یې له ټولې کیسې نه اګاه او خبر کړی دی. لمونځ مو ورکړ، خښ مو کړ، قبر مو د مصلحت له مخې هوار کړ تر څو یې خلک و نه مومي. د غازیانو نور هم عقیدې ټینګې شوې، یو بل ته یې ترغیب ورکاوه. په صبا ورځ مو له نویو نیتونو سره د یادې کلا پر لور ور ودانګل؛ ټولو زړونو د الله (جل جلاله) د لقا او پیوستون په تمه وو، لا غرمه نه وه پخه شوې؛ کلا مو په بشپړه توګ د هغه مبارک په برکت فتحه کړه.

رحمة الله علیهم اجمعین.

سرچینه: التاریخ الاسلامي له “مشارق الاشواق الی مسارع العشاق” او له “کتاب فضائل الجهاد لابی الحسن السلمي” نه په نقل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Naqeeb ullajn

ڈیرہ خکلی کیسہ پہ سترگو می دا اخکو باران شو،

الحاج استاذ بیانزی

رښتیا هم زه یی هم ډیر په ژړا کړم ، الله ج دی اجرونه ورکړی ، په دی اړه لری چه څوک څومره په الهی قدرت او کړنو پوره باوری وی که د یوی خوا د الله ج په رحم ، په څنګ کی یی له قهر هم وډاریږی همدغه دواړو هیلو ته تقوی ویلی شی الله ج دی مونږ ته د ښی تقوی لرلو او ساتلو توفیق راکړی

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x