
امریکا یې د لِستونو په تورولو راشل کوي
هغه جنګ چې توغندیو ،بمبارونو او ۱۲ کلنې پوځي زورآزماینې باندې ونه ګټل شو ، آیا په ګواښونو ، اخطارونو او دپیښوریانو خبره دهمکیانو باندې به وګټل شي ؟
ځواب معلوم دی ، هیڅکله نه !!
امریکا پرون ورځ دری تنه طالبان په تور لیست کې داخل کړ، داخبره امریکایي رسنیو داسې په درب نشر کړه ، لکه بغداد یې چې فتحه کړی وي ، دوی دغه کوچني او خندني خبر ته خورا پراخ مطبوعاتي انعکاس ورکړ چې دکتونکو په اند شاید اصلي هدف هم له دې اقدام څخه تبلیغاتي اوازه راپورته کول وو .
امریکا چې پخوا یې ځان نړیوال څارنوال باله ، او درګرده یې په خپلواکو اولسونو پوځی یرغلونه کول ، ملکونه یې اشغالول او ددوی په خبره خپلو دښمنانو ته یې سزاګانې ورکولې ، په افغانستان کې دخپل تاریخ ترټولو اوږده جنګ له پخواني غورځنګه غورځولې ده ، اوس یې هغه پخوانۍ بدماشي نشته ، بلکې چې ډیر زور ووهي نو دزابل قاري سیف الله یا دپکتیا یحیی حقاني په تورلیست کې داخل کړي ، دغه عادي او معموله خبره بیا نو په داسې ډول په مطبوعاتو کې تبلیغ کړي ، لکه خورا ستره پوځی لاسته راوړنه یې چې درلودلي وي .
مګر آیا دخپلو دښمنانو نومونه په تورلیست کې لیکل کومه بریا ده ؟
که چیرې دا بریا وي ، نو دا کار خو هر عادي طالب کولای شي ، چې دبارک اوباما نوم دخپل دښمن په حیث په تور لیست کې ولیکي .
دا چې طالبان وایي په تور لیست کې دځینو طالبانو دنومونو لیکل دامریکا په بې وسۍ دلالت کوي ، معنی یي داده ، چې امریکا اوس دعملي جګړې له دوام څخه ستومانه شوې ده ، نوځکه یې دعملي جګړې په عوض تیوریکي یا نظري جګړه پیل کړې ده ، هغه امریکا چې یو وخت دافغانستان په خاوره جنګېدله ، او مقابله یې کوله اوس یوازې دکاغذ په مخ جنګ کوي ، او تور لیستونه جوړوي .
پښتانه وایي :
لیلا زړه شوه وار یې تېر شو
له منګو ولوېده کوزې راډکوینه
امریکا هم چې له جګړې لویدلې اوس ورته یوازې دتورو لیستونو میرازيي پاته ده ، امریکا چې پخوا به یې په دې مهال مهمو جنرالانو پوځي ستراتیژۍ جوړولې ، دسږ کال ترټولو ستر پوځي اقدام یې دادی چې د دریو طالبانو نومونه یې په خپل تور لیست کې ولیکل .
امریکایي چارواکي هڅه کوي ، په دغه ډول میډیایي مانورونو سره خپله پوځي هنګامه ګرمه وساتي ، او خلکو ته وښایي چې امریکا لا هم دخلکو دتورولو او سپینولو وس او صلاحیت لري او یومخ نه ده شړیدلې ، خو کتونکي وایي چې د تور لیست اوږدول به امریکا ته دګټې په ځای تاوان وکړي ، ځکه هغه وخت به بیا دامریکا څه حیثیت پاته وي ، چې خپل تور لیستونه دمجبوریت له امله بیرته سپینوي ، او په طالبانو پسې دسولې او مذاکراتو ځولۍ ګرځوي .
موږ ولیدل هغه طالبان چې جورج بوش یې دښمنۍ ته بهانې لټولې ، دامریکا اوسني مرستیال ولسمشر یې په ډاګه له دښمنۍ څخه بیزاري اعلان کړه او ویې ویل طالبان زموږ دښمنان نه دي ، یو وخت به که خیر وي امریکایان دخپل مجبوریت له امله تورلیست هم همداسې سپینوي ، نوځکه دغه پیښه کوم جدي انکشاف نه شي بلل کیدای .
زخمي افغان