مونږ د سولې له پروسې سره نه يو!

 مولوي نجم الرحمن (فضلي)
پښتانه وايي چې رښتيا راځي درواغو به کلي وران کړي وي، د پښتنو بې شماره همديته ورته ګټورې خبرې د کاڼو په کرښو ليکل شوې مونږ ته راپاتې دي.

لکه څرنګه چې تاسو خبر ياست په دې وروستيو کې د ګلبدين حکمتيار لخوا د سولې هوکړه عملي شوه او ځان يې تر کابله ورساوه، اوس يې په ولايتونو کې د (سولې له پروسې سره د يو ځای کيدو) په نامه غونډې پيل کړې دي، د همدې غونډو په ترڅ کې پرون ورځ زمونږ په ولايت پکتيا کې د حزبيانو ورته غونډه وه، نيم خبر چې په دغه غونډه کې به څومره او کومو خلکو برخه اخيستې وي، خو له څه چې خبر يم په هغو يو څو کرښې راکاږم :

خبر شوم چې حزب پلوي خلک کوشش کوي ترڅو د ولايتونو په کچه د مخورو خلکو له نامه په استفاده خپل ځانونه لومړی حکمتيار او بيا اشرف غني ته نږدې او واکمن ور وپيژني، د همدې لالچ لپاره په پرونی غونډه کې د طوطاخيلو يو شمير قومي مشرانو هڅه کړې چې د هيواد په ځانګړي ډول د پکتيا ولايت د يوه مخور او نوميالي عالم شيخ الحديث مولوي فضل الرحمن (پکتياوال) رحمه الله له کورنی څخه ناوړه استفاده وکړي، هغه په دې ډول چې :

د نوميالي عالم شيخ الحديث مرحوم مولوي فضل الرحمن (پکتياوال) رحمه الله چې د عثمانخيلو په مولوي صاحب هم مشهور وو د ده د کورنی دوه کسان يې پرونی غونډې ته ور ورستي او هلته يې داسې آوازه خپره کړې چې ګوا که د نوموړي ديني عالم ټوله کورنی د سولې له پروسې سره يو ځای کيږي يا يو ځای شوې.

اصل خبره دا ده چې د نوموړي ديني عالم کورنی نه د سولې له پروسې سره يو ځای شوې، نه يو ځای کيږي او نه به يو ځای شي، هغه دوه کسان کوم چې هلته ورغلي د هغوی عمرونه تر شلو کلونو پورته نه دي، او د معلوماتو له مخې د يوې نومرې په ورکولو غولول شوي.

بل همدا دوه کسان د نوموړي ديني عالم د زامنو لخوا له ډيرې مودې راهيسې رټل شوي، هيڅ ډول راشه درشه، مړی ژوندی ورسره نلري.

نوموړی ديني عالم پنځه زامن لري، دوه مشران زامن يې علماء هر يو مولوي شمس الرحمن او زه مولوي نجم الرحمن (فضلي) دری کشران زامن چې دوه په سعودي کې او بل په کور کې دی، مونږ ټول الحمدلله په ګډ کور کې ژوند سره کوو او د ټولو خبره يوه ده، هغه دا چې نه د سولې پروسه پيژنو، نه ورځو، نه ورغلي يو او نه به ورشو انشاء الله، او زمونږ د کورنی کوم دوه کسان چې هلته وروستل شوي مونږ يې د هيڅ ذمه وار نيو، نه يې ښه غواړو نه بد، هغوی زمونږ لخوا رټل شوي، هيڅ ډول مړی ژوندی نه ورسره کوو، ګټه يې هم خپله او تاوان يې هم خپل.

مونږ د حکمتيار له سولې سره هيڅ کار نلرو، حکمتيار پوه شه سوله يې پوه شه، نه يې ستاينه کوو او نه يې ردولی شو، ځکه مونږ خپل مشران لرو، د هغوی تګلارې ته انتظار باسو، د هغوی په قدم قدم ږدو او خپل ځانونه لوی الله ته سپارو.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالواحد اڅګزۍ
میلمه
عبدالواحد اڅګزۍ

اصلی دهرڅه جوړوونکۍ الله ج دۍ اوالله ج دیوسرکی میږی دارادی خبردۍ داپه چل اوفریب خلک وګمراهۍ اودکفارو وغلامۍ ته رابلل داداحمقانواوپرخدای ج څخه دناخبروخلکو کار دۍ لکه اشرفغنی چه ځان وقدرت ته په ورساوه اومجددی اوحکومت یاریی په کوښښ کی روان دی،دوی ته به یی نتجه معلومه سی چه ددوی دی کاردوی ته څه ګټه اوتاوان وکۍ،صحیح ده الله ج هرانسان ته دده دارادی مطابق یوڅه امر وخت ورکوی خوبل آخریی داسی څاپیړه وهی لکه خلکیان اوپرچمیان ،قدرت یی څونه دوام وکۍ اوبل آخر دکمی بی آبرویی سره مخ سول داخوددی دنیاظلالت دۍ په آخرت کی به یی څه… نور لوستل »