ټولنیزه برخه

د «اسراف» او «پراخ لاسي» تر منځ فرق څرنګه وکړو؟

شیخ الاسلام مفتي محمد تقي عثماني حفظه الله
ژباړه : محب الله وثیق
ځینې خلک په دې اړه فکرمند وي چې یو طرف الله تعالی خپل بندګان له اضافي مصرف او اسراف څخه منع کړی دي، او بل طرف یې هغوی ته په خپل کور او کهول کې د پراخ لاس او پراخې ګذارې کولو حکم کړي دي، اوس ددې دواړو تر منځ حد فاصل څه شی دی؟ کوم مصارف په اسراف کې داخل او کوم مصارف اسراف نه شمیرل کیږي؟

ددې سوال په ځواب کې حضرت تهانوي رحمه الله د کور په اړه څلور درجې ټاکلې دي:

یو هغه کور دی چې د صرف د هستوګنې (رهایش) قابل وي، مثلا یو خیمه یا وړوکې جوګۍ ودروي، چې په هغه کې اوسېدل ممکن وي، دا لومړۍ درجه ده چې بالکل جائز ده.

دوهمه درجه داده چې د «رهایش» قابل وي خو د آرام یعنې «اسائش» خیال هم پکې وساتل شي، مثلا پخه ودانۍ تعمیر کړي چې په هغه کې انسان هوسا ژوند وکړي، او یا په کور کې د اسائش لپاره که کوم کار وشي دا هم ممنوع نه دي، او نه په اسراف کې داخل دي. مثلا یو څوک په کیږدۍ کې ژوند تیروي، بل تن بیا په کیږدۍ کې نه شي اوسیدلای هغه په پخه ودانۍ کې اوسي، او بیا په هغه کور کې دده ګاز، بریښنا او پنکې هم ضرورت شته، اوس که دا سړی بریښنا او پنکه ددې لپاره لګوي چې ارام تر لاسه کړي، دا اسراف نه بلل کیږي.

دریمه درجه داده چې د «اسائش» تر څنګ د تزئین او «ارائش» هم خیال وساتي، مثلا یو څوک پوخ کور لري. دیوالونه، دروازې، کړکۍ یې لګیدلي خو رنګ و روغن یې نه وي ورکړی، اوس که ددې کور مالک رنګ و روغن ورکوي تر څو ورته ښایسته او ښکلي ښکاره شي، دا هم جائز دی.

لنډه دا چې رهائش، اسائش، ارائش دا ټول جائز دي ( ارائش مطلب دا چې یو څوک د خپل زړه د خوشالولو په غرض یو کار وکړي، چې ورته وګوري زړه یې خوشاله شي، دا هم شرعا جائزدی، څه حرج پکې نشته.

څلورمه درجه «نمائش» دی، ددې مطلب دا چې کوم کار کوي له هغه څخه یې نه ارام او سکون مقصود وي، او نه یې تزئین او ارائش مقصود وي، بلکې صرف دا مقصد یې په ذهن کې وي چې خلکو ته به شتمن او بډای ښکاره شم، او خلګ دا ووايي چې فلانی ډېرې پیسې لري، په دې سره به خلګو باندې خپل فوقیت ښکاره کړم، دا «نمائش» دي، چې شرعا جائز نه دي، او په اسراف کې داخل دی.

دا تفصیل په هر شي مراعت کیږي، یوسړی که ښې جامې اغوندي چې زه پکې ارام یم، زه او نور خلګ یې په لیدلو خوښ شي، نو ددې په اغوستلو کې کوم حرج نشته، مګر که یو څوک ښې جامې په دې نیت اغوندي چې زه مالدار ښکاره شم، خلک زما د مقام تر اغېز لاندې راشي دا نمائش دي او ممنوع دی.

ځکه نو حضرت تهانوي رحمه الله د اسراف په اړه حد فاصل وټاکی چې کوم مصرف د ضرورت او اړتیا د پوره کولو لپاره وشي، یا د ارامۍ او سکون د حصول لپاره، او یا هم د خپل زړه دخوشالولو لپاره وشي، هغه په اسراف کې داخل نه دي.

یو وخت زه په بل ښار کې وم او بېرته کراچۍ ته ستنېدم. دګرمیو موسم و، نو مې یو ملګري ته وویل چې په «ائیرکنډېشنډ بس» کې راته ټکټ وکړي، پیسې مې ورکړې، څنګ ته یو بل راباندې ږغ کړ چې: “صاحبه! دا خو ته اسراف کوې، په اې سي کوچ کې سفر خو اسراف نه دی؟ ”

د ډیرو خلکو دا فکر وي چې په معیاري اواعلی کوچ کې ټکټ کول اسراف دی. یاد ولرئ که په معیاري درجه بس کې سفر کولو نه مو مقصد ارام او سکون حاصلول وي، مثلا د ګرمۍ موسم وي، ګرمي نه شئ زغملای، الله تعالی پیسې درکړې وي، نو په دې سټینډرډ کلاس کې سفر کول هیڅ ګناه او اسراف نه دی. البته که په معیاری کلاس کې سفر کولو نه مو مقصد دا وي چې خلک مې شتمن وبولي، ستر شخصیت ښکاره شم … نو بیا دا په اسرف او نمائش کې داخل دي چې ناجائز دی. دا څلور سره درجې په خوراک او پوښاک کې هم دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x