ټولنیزه برخه

دخوب عجيب تعبير

ژباړه . محمدعلي عمري
امام ابن سيرين رحمت الله عليه يو ډير لوي محدث عالم تېر سوی دی دخوب په تعبيرکښي یې ډير زیات مهارت درلودلو . يوه ورځ يو سړی ورته راغلو او خپل خوب یې ورته بيا کړو چي ما خوب ليدلو ترکټ . چارپايي. لاندې مې داور انګار راغوټيږي امام سيرين رح ورته وويل چي ولاړشه تر کټ لاندې زمکه وکنده خزانه به په لاس درشي.

دا سړی ولاړو کورته ترکټ لاندې زمکه یې وکندله حيران شو چي دا خو واقعا خزانه ده خزانه دسړي لاس ته ورغله خو اتفاقا څو میاشتې وروسته بيا دغه سړي خوب وليدو په خوب کې ترکټ لاندې بيا داور انګار بل دی ده فکر وکړو چي بيا به ترکټ لاندې خزانه راته حاصله شي ابن سيرين رح ته ورغلو او بيا یې دغه خوب ورته بيان کړو هغه ورته وويل چي ډير ژر ورشه له خپل کورڅخه اولادونه او دکور ضروري سامان ټول راوباسه پر کوردې يو آفت راروان دی سړی په منډه منډه راغلو کورته له خپل کور څخه یې دضرورت ټول سامانونه رابهر کړو کله چي یې له کور څخه دضرورت شيان را بهر کړو نو فوراً دغه کور راچپه شو او له خاورو سره خاورې شو اوس ټول خلګ په حیرانۍ کې شو چي کله یې دا جالبه پېښه وليده ځکه مخکې خو هم امام خاص دهمدې خوب تعبير ورکړی وو چي آن نورو خلګو یې پر تعبير باندې سم یقین نه درلودلو خو اوس بيرته هغه خوب ده چي امام سیرين رح يو وېرونکی او له خطره ډک تعبير ورکړو او نتيجه یې هم دغه ده سمه راووتله کله چي یې له ابن سیرين رح څخه وپوښتل ده ورته وويل چي وړاندې خوب تا د ژمي او يخ په وخت کې ليدلی وو خو ديخ په وخت کې اور دخداي په نعمتونو کې يو ډير ستر نعمت دی ځکه مې دهغه خوب تعبیر په دې سره درکړو چي خزانه به درته ملاؤ شي ليکن دا اوس چي تا کوم خوب وليدو دا خوب دې دګرمۍ په وخت کې ليدلی دی نو په ګرمۍ کښي اور دالله تعالی درحمت علامه نه ځکه مې نو تعبير په دې باندې درکړو چي ستاسو په مخ کې دي.
تاریخ کی دریچون سی
مؤلف محمد رفیع عثمانی محدث ومفتي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x