نظــر

ایا د کاندید لپاره جهاد هم یو امتیاز ګڼل کیږي؟

ومی لیدل، وامي وریدل، خو په خپلو غوږونو مي باور را نغی، چي پر افغان معاشري غربي افکارو دومره اغیز کړی، دا دولس کاله دیموکراسي په افغانستان کښي خلک له خپل دین عقیدې او لاري څخه دومره لري کړل چي دیني شعائر ونه پيژني ، د شریعت له احکاماتو او هدایاتو دومره ناخبره وي، چي اکبر او اصغر عمل ونه پيژني، د مجاهد او د قاعد په فرق پوی نشي، د شریعت له نګاه نه امتیازات او ځانګړتیاوي ورته معلومي نه وي.

 

دا صحنه چي د افغانستان په تر ټولو ډیر لیدونکي تلویزون طلوع په یوه ګردي میز کښي ولیده، د پروګرام کوربه د یوه نوماند له استازي څخه په اعتراضي شکل وپوښتل، چي آیا د کاندید لپاره جهاد هم یو امتیاز ګڼل کیدای شي، او د مناقشي په دوران کشي ئې بیا ورغبرګه کړه چي خلک کاندید ته په دې خاطر ولي رایه ورکړي، چي تا خو جهاد کړی.

ددې پوښتني او مناقشې حساسیت ځکه ډیر دی چي دلته د کوم مشخص وخت د جهاد د امتیاز په اړه اعتراض نه دی وارد شوی، چي سړی فکر وکړي، چي زه خو نوموړي په اوسني او یا هم په تیر دور کښي د جهاد فرضیت او فضیلت ته نه دی قائل، بلکي دلته خو مطلق د جهاد د فضیلت او د مجاهد د امتیاز موضوع په ډیره جاهلانه توګه تر بحث لاندي وه چي سراسر د الهي ارشاداتو او نبوي ارشاداتو سره په ټکر کښي رازي.

الله تعالی فرمائي:
( لا يستوي القاعدون من المؤمنين غير أولي الضرر والمجاهدون في سبيل الله بأموالهم وأنفسهم فضل الله المجاهدين بأموالهم وأنفسهم على القاعدين درجة وكلا وعد الله الحسنى وفضل الله المجاهدين على القاعدين أجرا عظيما) درجات منه ومغفرة وکان الله غفورا رحیما(  – سورة النساء 95 – 69 )

ترجمه: نه دي برابر(الله ته) کېناستونکې (په کورکې ) له مؤمنانونه (له جهاده ) بې له خاوندانودعذره اوجهادکوونکي په لاره دالله کې (ددين دترقۍ له پاره) په مالونوخپلوسره اوپه ځانونوخپلوسره؛ فضيلت ورکړى دى الله جهادکوونکوته په (لګولود)مالونوخپلوسره او(په جارولود)ځانونوخپلوسره پرکېناستونکوباندې (له معذرته) په درجه کې ؛ اوله ټولوسره(که مجاهدوي که معذورناست) وعده کړېده الله دښې جزا(جنت) ؛ اوفضليت ورکړى دى الله جهادکوونکوته پرکېناستونکو(له معذرته ) له اجرعظيم ډيرلوى سره چي مرتبې دي (لويې چې په عزت اوکرامت کې سره متفاوتې دي)له (جانبه د)الله اومغفرت دى اورحمت دى؛اودى الله ښه بښونکى (دخطياتو) ډيررحم والا(په انعام داجراوثواب سره) – (کابلي ترجمه).

دغه الهي ارشاد د مجاهد او غیر مجاهد فرق په واضحه توګه بیانوي چي مجاهد یو امتیاز لري، د الله په نزد او الله د لوی اجر وعده ورسره کړې ده، نو کوم عمل چي په اخرت کښي امتیاز ګڼل کیږي، په دنیا کښي هم هغه د عزت ، احترام او شرف وړ ګڼل کیږي، او بیا په داسي حالت کښي چي د مشري او د اهلیت خبره وي، هلته خو په صورت اولی دا ټکی مطرح کیږي.
په دې اړه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمائي: ان فی الجنة مائة درجة أعدها الله للمجاهدين في سبيل الله ما بين الدرجتين كما بين السماء والأرض.
د الله په لاره کي د مجاهدینو لپاره الله سل درجې برابري کړی، چي د هرې درجې په منځ کي به د ځمکي او اسمان غوندي فاصله او لیري والی وی. یعني هره درجه به یی دومره لویه وي.

د جهاد فرضیت او فضیلت یو مسلم حقیقت دی چی ددې نه انکار او یا هم په کښي شک کول د قرآن د نصوصو څخه انکار کول دي، خو دا به مونږ د دیموکراسي برکت وبولو چي زمونږ خلک ئې راته باسواده جاهلان کړل، مطلب ددین څخه ئې دومره لري او یا هم منحرف کړل چي د دوی په ذهنونو کښي دداسي سوالونو ګنجائش هم پيدا شي

په یو اسلامي معاشره کښي د عالم او د جاهل فرق شته، د مجاهد او د قاعد فرق شته، د متقي او د فاسق فرق شته ، دامام لپاره خپل شرائط شته، او د امیر لپاره هم ځیني ځانګړتیاوي داسي نه چي هر څوک وغواړي ځان د انتخاب لپاره خلکو ته وړاندي کړي، او بیا د هر جاهل، فاسق رایه او د انتخاب دي د بل عالم او متقي انسان سره مساوي او برابر وي، دلته په جهاد باندي ناز شته، دلته په تقوی باندي انعام شته، دا د کفارو طرز طریقه د انتخاباتو او د ددوی وضع کړي شوي قوانین او شرائط د اهلیت په هغي کښي خو ابدا نه جهاد د امتیاز وړ ګڼل کیدای شي او نه هم تقوی اهلیت ثابتوی شي، ځکه هم دوی غواړي چي په دغه طریقه باندي دوی خپل لاسپوڅي او مزدوران په مسلمان اولس باندي تحمیل او مسلط کړي.

کفار زمونږ ددین او عقیدې دښمنان دي، دوی غواړي چي زمونږ نسلونه تباه کړي زمونږ د ځوان نسل افکار منحرفوي، ددوی شتون په افغانستان کښي نه تنها زمونږ دعام ولس د وژني او د جنګ سبب دی بلکي زمونږ معاشره هم فاسدوي، بی حیائي او بد اخلاقي خپروي، د ښځو د ازادي تر شعار لاندي اخلاقي فساد ته لاره هواروي، د بیان د ازادي تر شعار لاندي زمونږ دیني شعائر او مقدساتو ته د سپکاوي لار هواروي، دا کفار زمونږ سره د نظامي جنګ سره سره فکري جنګ هم کوي، مونږ هم باید د قتال سره سره ددوی په خلاف فکري مبارزه هم وکړو، تر څو خپله معاشره او خپل خلک د فکري انحراف، بد اخلاقي او فکري یرغل څخه وژغورو.

لیکوال: اسد الله میرخیل

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x