افغانستان

غزني: اندړو کې اربکي خپله مور او دوه کليوال وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۳مه غويی، ۱۳۹۶): د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې یو تن اربکي خپله مور او دوه کلیوال وژلي دي.
عیني شاهدان وايي پېښه تېره ورځ د اندړو په مانجه کلي شوې ده.

د مانجه یو تن اوسېدونکي نن ټکی اسیا ته وویل، له یاد اربکي سره د مور او یو بل ورور پر دې جنجال و، چې باید وظیفه پرېږدي او کابل ته مزدورۍ ته لاړ شي.

د هغه په قول نوموړي خپله مور په داسې حال کې وژلي، چې روژه يې په خوله وه او ورور يې ترې په تېښته ځان خلاص کړی دی.

له پېښې وروسته دوه تنه کلیوال د مرستې په تمه د کور دروازې ته ورغلي چې اربکي پر هغوی ډزې کړې او ځای پر ځای يې وژلي دي.

یاده دې وي د اربکيو په لیکو کې ډېری کسان په مخدره توکو روږدي شوي چې د ورته پېښو د تکرار اندېښنه يې ډېره کړې ده.
تر اوسه د غزني امنیتي مسوولینو د پېښې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد صباح

گربکیان چه په هرزای کشی وی اویا راپورته کیژی بید غاش ماتونکی جواب ورکرل شی دصلیب یانو هغه رزیل اوبدینه لاس کوسی مزدوران دغه بیدینان دی اوچه باید اعدام اومردار شی چه په هره نقطه دوطن کشی وی مسئولین وجودنلری دغه تول نوکراندی که غت دی اوکه کوچنی ..

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close