افغانستان

حزب اسلامي خپل ملګري عسکرۍ ته ورجلبوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۳مه غويي، ۱۳۹۶ل): د حزب اسلامي – حکمتیار ښاخ وايي چې ملي دفاع وزارت ته یې د خپلو نږدې څلور زره ملګرو لیست سپارلی چې په عسکري خدمتونو کې ترې ګټه واخیستل شي.

د حزب اسلامي (ح) ویاند قریب الرحمن سعید رسنیو ته ویلي، دوی دفاع وزارت ته د ۳۵۰۰ تنو لیست سپارلی، چې په پوځي برخه کې پوره وړتیا لري.

خو د ملي دفاع وزارت مسوولین د حزب له دې لیسته نا خبري ښيي او په وينا يې دوی ته کوم لیست نه دی رسېدلی.

د یاد وزارت ویاند دولت وزيري وايي، دوی ته چا لیست نه دی ورکړی، خو که د حزب کسانو د عسکري خدمت د شاملېدو شرطونه پوره کړې و، دوی به يې ورسره ومني.

د حزب او ګډ حکومت تر منځ د شوي تړون له مخې د دې ډلګۍ وسله وال باید خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي.

د سولې په نوم د هوکړې درېیمګړي کمیسیون مشر احمد فرزان وايي، دوی ته حزبیانو د سلو تنو لیست سپارلی او ترې غوښتي يې دي چې عسکري کې يې شامل کړي.

د هغه په خبره لیست کې د ځينو کسانو پوره شهرت نه و ذکر شوی، ځکه يې بېرته حزب ته سپارلی.

د حزب اسلامی او ګډ حکومت تر منځ د سولې په نومو له هوکړه لیک نږدې یو کال وروسته د دې ډلګۍ مشر کابل ته راغی. نوموړی کابل خپل راتګ یوه «قرباني» بولي، خو تر اوسه يې د امریکايي اډو او له امریکا سره د شوي تړون په اړه څه نه دي ويلي.

د دولت عسکرۍ ته د حزبیانو د جلب موضوع په داسې حال کې مطرح کیږي چې وړاندې په ارګ کې د دې ډلې مشر ویلي و چې کابل ته د سولې لپاره راغلی او په اوسني دولت کې د ونډې او امتیاز هڅه نه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

ګلبیدین خپله اصلی شیطانی څیره په خپله په ډاګه کړه ، چه ګلبدین د سولی نه د جنګ د پاره رااستول شوی د داعشیانو قومانده ورته سپارل شوی ، دا چه د ځینو کسانو یادونه کوی چه عسکری ته به یی جلب کړی د داعشی به ځای د عسکری یادونه کوی

عبدالواحد اڅګزۍ

دابه ډیرښه کاروسی دانه نشه یان اونه ګلبدین غوندی لیونیان دی دوی چه خپله دکفارو غلطۍ اوداسلام بی عزتی وه وینی دتوپکو خولی په پرراواړوی،دوی به دګلبدین لیونتوب هم وه پیژنی،په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx