نړۍ

چک هيګل: د پوځ ناوړه اخلاق او بدلمنۍ د انديښنې وړ دي

د امريکا د دفاع وزير چيک هيګل ويلي په امريکايي پوځ کې ناوړه اخلاق او جرمونه زموږ لپاره د پريشاني ستر لامل دی. د امريکايي رسنيو له قوله ايدمرل رير جان کربې ويلي چې، دفاع وزير چک هيګل د پوځيانو له داخلي بد اخلاقي او بد لمنيو ډېر پريشانه دی او وايي چې وخت پر وخت د پوځيانو د بدلمنۍ خبرونه رسنيو ته راوځي او دا ډېره د شرم خبره ده. چک هيګل ويلي چې بايد د اسې يوه کړنلاره وټاکل شي، په ځانګړې توګه په پوځي اکاديميو او حربي ښوونځيو کې بايد د پوځيانو اخلاقي تربيې ته پام وشي. د يادونې وړ ده په امريکايي پوځيانو اخلاقي ستونزې تل د رسنيو پر مخ راښکاره کيږي، د ښځينه پوځيانو په اړه تل داسې خبرونه راځي چې د سړيو لخوا په يوه او بله بهانه د جنسي هوس لپاره ځورول کيږي

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x