د نن سرلیکنه

امریکايي استخبارت ولې د افغانستان د وضعیت په اړه اندیښمن دي؟

نن ټکی اسیا – سرمقاله

د امریکا د ملي استخباراتو مشر ډانیل کاټس په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د امریکا له لوري افغانستان ته د نورو اضافي سر تیرو له لیږلو سره سره به هلته امنیتي وضعیت نورهم ترینګلی شي.

ښاغلی کاټس یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د امریکا په کانګریس کې افغانستان ته د اضافي ځواکونو لیږلو په اړه له څه وخته راهیسې ګرم بحث روان دی .

په افغانستان کې د امریکايي پوځونوعمومي قومندان جنرال جان نیکلسن او همداراز د امریکا په کانګریس د جمهوریت غوښتونکی ګوند مربوط سناتور جان مکین په دې نظر دي چې په افغانستان کې د امنیتي ثبات راوستلو لپاره باید یاد هیواد ته اضافي سرتیري ولیږل شي.

خو د کانګریس نورغړي او د پنټاګون پوځي ماهرین بیا افغانستان ته د نورو سرتیرو له له لیږلو سره موافق نه او د دې پلویان دي چې د افغانستان د امنیتي وضعیت د ښه کولو لپاره باید افغان ځواکونه تقویه شي.

د امریکا د ملي استخباراتو مشر هم په دی نظر دی چې دې هیواد ته د امریکايي اضافي سرتیرو لیږل هلته د امنیت له تأمین سره هیڅ مرسته نشي کولای ؛ بلکې ښايي وضعیت تر هغه نورهم خراب کړي کوم چې تر اوسه افغانستان ورسره مخ دی.

ځکه هغوي په دې پوهیږي چې د افغانستان اوسنی تحت الحمایه حکومت د اداري فساد، او سیاسي اختلافاتو له وجې دومره کمزوری او بیواکه دی چې دارګ د امنیت ساتلو جوګه نه دی.

د یاد حکومت نا تواني او دافغانستان کړکیچنو حالاتو ته په کتو سره ریښتیاهم چې دلته امنیتي وضعیت د اندیښنې وړ دی؛ ځکه دولتي ځواکونه چې امریکایانو یې په تجهیز او اکمال په سلګونو میلیارده ډالرلګولي د دې وړتیا نه لري چې دلته روانه نا امني کنټرول کړي.

امریکایانو چې دوه نیم کاله وړاندې یې د افغانستان د ولس د یوه مطلق اکثریت په خلاف له خپل تحت الحمایه حکومت سره د لسو کلونو لپاره امنیتي تړون لاسلیک کړ هغه مهال د یاد تړون منفي اغیزو ته متوجه نه وو چې په افغانستان او سیمې باندې به یې لري.

اوس چې له یوې خوا د بهرنیو او دولتي ځواکونو په خلاف د وسله والو طالبانو بریدونه زیات شوي ، له بلې خوا د حکومت د سهیمو لوریو ترمنځ داخلي اختلافات او همدا راز د ګاونډیو هیوادونو له لوري د افغانستان پر پولو حملې روانې دي دا هرڅه د دې ښکارندوي دي چې د هیواد امنیتي وضعیت د مزید بحران پر لور روان دی چې د دې بحراني وضعیت د کنټرول لپاره د بهرنیو اضافي سر تیرو په ځای خپله د افغانانو ترمنځ داخلي تفاهم ته ضرورت دی چې له مخې یې شونې ده په هیواد کې د روان کړکیچ مخه پري ونیول شي.

خو دا تفاهم هغه وخت ممکن دی چې د امریکا په شمول ټول خارجي اطراف د افغانستان په داخلې چارو کې له مداخلې څخه لاس په سراو افغانان پریږدي چې د خپل هیواد د داخلي شرائطو په پام کې نیولو سره یوه ملي حل لاره پیدا کړي.

د افغانستان اوسنی تحت الحمایه حکومت چې د امریکايي اشغال محصول دی باید دا واقعیت درک کړي چې بهرنيان نه په افغانستان کې سوله را وستلای شي او نه هم نور د دوئ د کمزوري ، بیواکه او فاسد حکومت د بقاء چانس تضمینولای شي.

لهذا دوئ باید په افغانستان کې د سیاسي ثبات د تأمین لپاره د بهرنیو ځواکونو په ځای خپل ولس ته مراجعه وکړي او د ولسي حمایت په مرسته خپلې ټولې ورپیښې ستونزې حل کاندې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx