افغانستان

غزني: په څوارلس ولسواليو کې دولتي قاضيان نشته

د غزني د محکمې ریس مير صمد حقداد ويلي چې د غزني د اتلسو ولسواليو له جملې يوازې په څلورو ولسواليو کې حکومتي قاضيان کار کوي او پاتې څوارلس ولسواليو کې د طالبانو واک چليږي او هيڅ دولتي قاضي پکې نشته. د يادونې وړ ده چې، دولتي قاضيان د خلکو د شخړو او خپلمنځي لانجو پر سر له دواړو خواوو په لويه کچه بډې او رشوت غواړي او د خلکو مسئلې د کلونو کلونو لپاره نه حل کيږي. د بي بي سي خبريال بلال سروري څه موده وړاندې په يو راپور کې ويلي وو چې، د هيواد ډېری وګړي د دولت پر ځای خپلې ستونزې په طالبانو حل و فصل کوي. بلال سروري ويلي وو، د دې لامل دادی چې دولتي قاضيان د دعوو او ستونزو د جانبيونو څخه رشوت اخلي او په کلونو کلونو دا مسئلې غزوي. بل پلو د طالبانو قاضيان همدغه قضيې په ډېره لنډه موده کې حل و فصل کوي او خلک ترې ډاډمن دي، نو ځکه د دولتي قاضيانو پر ځای خلک د طالبانو قاضيانو ته خپلې قضيې وروړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x