fbpx

د شمالي کوریا د بالستیکي توغندی ازمویني غبرګونونه راپارولي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۴ غویی، ۱۳۹۶): شمالي کوریا نن سهار وختي یوځل بیا د بالسټیک توغندي نوي ازموینه ترسره کړې، سوېلي کوریا وایي د توغندي د نوعیت معلومولو لپاره د امریکایي ځواکونو سره یوځای د معلوماتو په راټولو بوخت یو.

سوېلي کوریا وایي چې نن سهار د پیونګ یانګ شمال لویدیځ لوري ته په کوسانګ ښار کې د توغندي ازموینه سوې، دوی وایي چې ددغه ځای څخه یو ډول توغندي توغول سوي خو په اړه یې پوره معلومات نه لري.

امریکا د شمالي کوریا د بالستیکي توغندی پر ازمویني کلک غبرګون څرګند کړی، امریکا وایي پر شمالي کوریا دي نور نوي بندیزونه هم ولګول سي ځکه چې شمالي کوریا د امریکایانو لپاره سرخوږی جوړه سوي.

روسیه چې د شمالي کوریا ملاتړي ده، ددغه هیواد وروستی ازمویني اندیښمنه کړي.

د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین ویاند دیمیتري پسکوف ویلي چې ولسمشر پوتین د خپل چینايي سیال شي جین پنګ سره په لېدنه کې پر دې اندېښنه ښکاره کړه چې د لېرې واټن ویشتونکي میزایل په ازمایلو سره به د کوریا ټاپووزمې کړکېچ زیات سي.

سوېلي کوریا، چین او جاپان هم د شمالي کوریا د بالسټیک توغندي پر ازمویني اندیښنه څرګنده کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د