طالبان: باګرام کې د ماین چاودني ۴ بهرني سرتیري وژلي دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۴ غویی، ۱۳۹۶): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لېږل سوي خبرپاڼه کې ویلي چې د پروان ولایت په باګرام ولسوالۍ کې یې د امریکایي ځواکونو ټانګ ته د ځمکني ماین په وسیله چاودنه ورکړي.

مجاهد وایي چاودنه د باګرام ولسوالۍ په کلا نصرو سیمه کې رامنځته سوي، نوموړۍ زیاتوي د چادني له امله د بهرنیو ځواکونو زغره وال ټانګ ویجاړ سوی او پکې سپاره ۴ تنه امریکایي سرتیري وژل سوي دي.

د پروان ولایت د امنیې قومندان مل پاسوال محمدزمان مموزي د پېښي د پخلي ترڅنګ رسنیو ته ویلي چې یاده پېښه د کابل ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې رامنځته سوي، نوموړي زیاتوي چې د چاودني له امله د بهرنیو ځواکونو موټر زیانمن سوی خو د تلفاتو څخه ناخبره دی.

تراوسه بهرنیو ځواکونو د ننۍ پېښي په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالواحد اڅګزۍ
میلمه
عبدالواحد اڅګزۍ

دکفاروناکامی حطمی ده ولی الله په قرآنکریم کی فرمایلی دی: * لَنْ يَضُرُّوكُمْ إِلَّا أَذًى وَإِنْ يُقَاتِلُوكُمْ يُوَلُّوكُمُ الْأَدْبَارَ ثُمَّ لَا يُنْصَرُونَ * ضُرِبَتْ عَلَيْهِمُ الذِّلَّةُ أَيْنَ مَا ثُقِفُوا إِلَّا بِحَبْلٍ مِنَ اللَّهِ وَحَبْلٍ مِنَ النَّاسِ وَبَاءُوا بِغَضَبٍ مِنَ اللَّهِ وَضُرِبَتْ عَلَيْهِمُ الْمَسْكَنَةُ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ كَانُوا يَكْفُرُونَ بِآيَاتِ اللَّهِ وَيَقْتُلُونَ الْأَنْبِيَاءَ بِغَيْرِ حَقٍّ ذَلِكَ بِمَا عَصَوْا وَكَانُوا يَعْتَدُونَ }۱۱۱سوره آل عمران.معنی:هیڅ کله به زیان ونه رسو کفارتاسوته مګر لږخفګان اوکه چیری هغوی ستاسوسره جنګ وکی نووبه ګرزوی تاسوته شاګانی بیابه هغوی ته مدد نه ورکول کیږی اووه غورزول سوپرهغوی باندی ذلت په هرځای کښی چه هغوی پیداسی مګرپرضمه دالله له… نور لوستل »