
سوريايي جنګیالیو د حلب مرکزي زندان مات کړ
نن ټکی آسیا: د سوريې مقاومت جنګیالیو د هېواد په شمال کې د حلب ښار پر مرکزي زندان برید کړی او د زندان ډیرې برخې يې نیولې او سلګونه زندانیان یې خلاص کړي دي.
په برتانیا کې د سوريې لپاره د بشري حقونو د څارنې مرکز مشر رامي عبدالرحمن په خبره ،
د احرار الشام او النصرة ډلو په ګډه د حلب پر مرکزي زندان پراخ بریدونه پيل کړې او تر دې مهاله یې د زندان کابو اتیا سلنه واګې په لاس کې اخیستې،سلګونه بندیان یې خلاص کړي او د بشارالاسد د ځواکونو او مقاومت چیانو ترمنځ اوس هم خونړۍ جګړه روانه ده.
ویل کېږي، چې وسلوالو د پنجشبې له سهاره راهیسې په سېمه کې د بشارالاسد د ځواکونو د وروستیو خونړیو بریدونو په غبرګون کې په پراخو عملیاتو لاس پورې کړی او تر اوسه یې ډېرې سېمي تر خپل واک لاندې راوستي هم دي.
د مقاومت جنګیالیو له نورو وسلوالو ډلو-ټپلو هم غوښتي، چې د جګړې لومړۍ کرښې ته را ودانګي او د سېمو اوسېدونکو او ملکي وګړو ته یې خبرداری ورکړی، چې له دولتي تأسیساتو لیرې اوسي، څو د دوی د بریدونو قرباني نشي.