افغانستان

طالبانو د حزب اسلامي ادعاوي رد کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۵ غویی، ۱۳۹۶): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د حزب اسلامي هغه ادعاوي رد کړې چې ګواکي د قطر دفتر استازو حزب اسلامي سره د سولي اړوند اړیکي نیولي او د حکومت سره یې خبرو ته امادګې ښودلې.

دا لومړی ځل دی چې طالبان د حزب اسلامي اړوند خبرونو باندي نظر څرګندوي، او ویاند یې ذبیح الله مجاهد ویلي چې ځینو رسنیو د حزب اسلامي ویاند قریب الرحمن سعید له خولې دغه خبرې کړي، چې مونږ یې په «کلکه ردوو».

ښاغلي مجاهد د یوې اعلامیې په ترڅ کې زیاته کړې: «دا ډول هیڅ تماس نه دی نیول شوی او نه باید په دې اړه د حزب غړي بې ځایه او له حقیقت څخه لرې پروپاګند وکړي».

طالبانو د حزب اسلامي او حکومت تر منځ د سولې تفاهم وروسته د دوی پر ضد د حکمتیار او نورو مسؤولینو انتقادونه او «ترخو تبصرو» ته جواب نه دی ورکړی، چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد همدې ټکې ته په اشاره خپله پالیسي «درنه» بللې ده.

نوموړي ویلي: «دحزب مسئولینو ته په کار ده  چي د اسلامي امارت  له درنې پالیسۍ څخه بده استفاده ونه کړي».

مجاهد یو ځل بیا په افغانستان کې د بهرنیانو پر ضد جګړه شرعا روا بللې او ویلي چې د بهرنیانو سره د هغوی د شومو اهدافو په تحقق کې مرسته کول شرعا ناجایز او د ملیونونو شهیدانو له ارمانونو سره په «تضاد» کې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Abdullah asad

دطالبانو دا اعلامیہ ڈیرہ معقولہ او پر زای دہ حزب اسلامی دطالبانو پر خلاف دجنگ او دھغوی تر مینز داختلاف پیدا کولو لپارہ لہ حکومت سرہ یو زای شوی دی

نا پيژاند

ګرانو وطنوالو افسوس د حکمتیار یه دی بی خایه او بی موقع او خلاف دشرع حرکت یه داسی حساس وخت کی

عزيزالله عاجز

دسولى اړوند کم ډول چى شيطانى رسنى په افغانستان کى ږغوى
حکمتيارصاب به ضرور ورته چرخيږى ځکه دايي چرخيدل دى چى وايي
دسولى اړوند دقطر ځيني طالب مشرانوځماسره تماس نيولى دى

عبدالواحد اڅګزۍ

الله تعلی ج هغه انسانان چه مذذبه وی عقیده اواراده یی پخه نه وی په قرآنکریم کی منافقین بللی دی،زموږمرګ اوژوند دالله ج په اختیارکی دی ګلبدین منافق دۍ دمسلمانانوپه زړوکی درسنیوپه ذریعه تشویشونه اچوی هیڅکله مسلمانانو ته دکفاروترچترلان ژوند ندۍ روا،موږمسلمانان به ترهغه وخته جهاد کووچه په ملک کی مواسلامی حاکم راځی اوحکومت مومسلمانان لمونځ ګذاره اوپرهیزګاره وی زموږسره الله ج دکامیابۍ وعده کړی ده(آل عمران ۱۱۱)فقط زموږ امتحان اخلی،موږصبر اوجهادته ضرورت لرخوشبخته به هغه وی چه شهیدسی ترشهادت لوکامیابی چیری ده دمسلمان په فکر.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

ghafoormama

دپښتنو مشرانو او دکابل بی دفاع خلکو ښکاره قاتل ګلبيدين کابل ته په دی لحاظ راوستل شو چی دغيرتی او مسلمان طالب پر وړاندې وجنګيږی. چی د بهرنيانو پر ځای پاتی افغانان له دواړو خوا مړه شي.دی کڼړ کی وويل چی دطالب جهاد دلويديځ هيوادونو په وړاندې ناروادی.نو دنجس ږيرې ګريوان لاندی يې خپل بی حيا ځانته تف ګړل.اوس يې د اوداسه اوبه هم د بهرنيو په ډالر دی.او د بی صلاحيت فاسد ناقانونه دوه سری حکومت سره يې د جوال خوله ښه ټينګه ونوله.ای خدايه!!
تل دی دا بی حيا مزدور له ذلت نه بی برخې نه وی
امين

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x