د وژونکو ناروغیو مخنیوي لپاره دوا نه د ژوند طرز بدل کړئ

بخت الرحمن (شرافت)

نن صبا اکثره خلګ چې کله دخپل عمر څلویښت کلنۍ ته رسيږي، عقل یې پخیږي، د پریکړو او فیصلو کولو ملکه یې زیاتیږي ورسره سمدستي یې بدن کې ځیني مرګوني او ویرونکي ناروغیاني هم سر راښکاره کوي، چې ډاکټران یې د (AUTOMATIC ) اتوماتیک طرز الحیات دبدلون له امله بولي.

په تيرو شلو کلونو کې نړۍ ډير پر مختګ وکړ، تلیفون، انټرنیټ، موبایل، موټر او الوتکي ډيري پریمانه سوې، یو وخت کي به په کلي یا دوو کې، کوم خان دحج دفریضي د ادا کولو په نیت په الوتکه کې سفر کړی وه، بیا به یې نورو کلیوالو ته ددغه عجیب او نادر سفر کیسې کولي، خو اوس هر دوهم کس الوتکه کې سفر کوي، تلیفون او انټرنیټ هغه وخت ډیره لري خبره وه اوس دهر واړه او زاړه په لاس کې وي‎، هغه وخت به د ډیري وړي خبري لپاره څو کلومیټره سفر ته ضرورت پیداکیدی.

اکثره خلګ یا زمینداران او یاهم مالداران وه ښارونه دنن په پرتله ډیر واړه وه، ډير وخت به یې په تګ او را تګ تیریدی، که به چا سوداګري کوله هغو ته به هم تر ډیري کچې دپښو دتګ او راتګ اړتیا پیدا کیدله ډير وخت به سوداګريز توکي دحیواناتو پر شاوو باندي نقل کیدو، که څه هم له مالونو سره به سوداګر خپله نه، بلکي مزدورانو به یې سفر کاوو، خو سوداګر به خپله هم دعمومي لارو دسپرلیو په موټرو کې سفر کاوو چې دسفرلیو دموټرو تر تم ځای پوري تګ او راتګ به هم کله کله د دقیقونه بلکې د ساعتونو لار وه، همدا وجه وه چې هره ورځ دټولنې هرکس څو کیلومیټره په پښو تګ کاوو، ناروغۍ کمي وې چې هرڅه به یې وخوړل هغه به ډير ژر هضم کیدو، هیڅ دوا، ایکسرسایز او ا ضافي قدم وهلو ته اړتیا نه پاته کیدله.

هغه وخت کې نعمتونه هم دومره پریمانه نه وه غوړي کم موندل کیدو، کوم کور کې چې به هره ورځ بوره پیدا شوه هغه کور دخانانو او شتمنو دکور په نوم یادیده، غوښه چې به پیداشوه تر تمامیدو پوري به خوړل کیدله، بوره او خاوږه همداسي وه چې کله به په میاشت او دوي کوم کس باندي پیښ سوو بیا یې تر تمامیدو خوړه، ځکه چې بدن به یې په میاشتو میاشتو خوږه نه وه لیدلې، ورته به یې ضرورت احساسوو.

د وخت په تیریدو سره هرڅه بدل سوو، هغه کور چې په میاشتو میاشتو به یې خوږه نه وه لیدلې اوس یې کورکي څو رقمه خواږه پراته وې، هغه کورکې چې یو څاڅکی غوړو پسي به یې ډوډۍ کرځوله اوس یې پخلنځي کې دوه درې ډوله غوړي پراته وي، د ژوند په ډګر کې هرڅه بدل سو، ټیکنالوژي مخ په وړاندي لاړه، هرکلي او محله کي بي شماره موټرې لیدل کیږي هر کورکي یو نه بلکي دوه دري موټرسایکلي ولاړې وي، د ژوند کړه وړه په بشپړه توګه بدل سوو، او دا ټول ددغو شیانو په منځ ته راتګ سره په لاشعوري توګه (اتوماتیک) بدل سوو، له ځینو خلګو څخه بیخي اوس هیر دي، چې یو وخت کې ددوي ژوند له اوسني ژوند څخه ډیر بدل وه، له سهاره ترغرمې او له غرمې تر ماښامه پوري به یې څو کیلومټره لار په پښو سفر کړی وه په اونیو اونیو به یې خوږه نه وه خوړلې.

یو شی چې بدل نه سوو او نه یې مونږ دبدلیدو کوښښ وکړ، هغه دخوراک طرز او مقدار دئ، مونږ غوښه اوس هم په هغه اندازه باندي خورو لکه له نن څخه چې مو شل کاله وړاندي خوړله، غوړي او خوږه هم هسي په مزه مزه تر ستوني تیروو لکه له نن څخه چې مو شل کاله وړاندي تیروله.

شل کاله وړاندي به اونۍ کې یو ځل خوږه باندي برابرسوو بیا چې مو هرڅومره خوړلې وای څه بد اثر یې راباندي نه کاوو، ځکه چې بدن به مو ورته اړتیا احساسوله، همدارنګه غوړ او غوښه هم دومره پریمانه نه وه هغه وخت به پریمانه غوښه باندي برابر سوو چې معدې به مو دغوښي غوښي نارې وهلي، او چې کله به مو غوښه، خواږه یا غوړې وخواړو، وروسته چې به ترکوره رسیدو ښه به ستړي وه، هرڅه به هضم شوي وه ځکه موټرې او موټر سایکلي نه وي دتګ او راتک ښه ذریعه خپلي پیښې وي.

نن صبا هره ورځ غوښه باندي پیښیږو، هره ورځ پریمانه غوړي او خوږو باندي ژبه ټکوو، او په هغه مقدار یې خورو لکه له نن څخه څو لسیزي وړاندي چې به کله اونۍ یا دوو کي یو ځل ورباندي پیښ سوو، دا وجه ده چې اوسنې غوښه، غوړي او خواږه پرځاي ددي چې بدن مو ورباندي طاقت واخلي پلې او دعضلات مو قوي شي برعکس بدن باندي دزهرو په څیر اثر پریږدي، دنړۍ نیمايې وګړي د زړه د ناروغیو، شکري او لوړ فشار څخه شکایت کوي، په خاصه توګه هر دوهم پښتون د زړه، شکري، معدې او لوړ فشار په ناروغي باندي اخته دئ.

لامل یې داده چې یو خو پښتانه اکثره زمینداره او مالداره وه او دې وروستیو کې یې دښارونو خواته مخه کړه، دوهم پښتنو ته دنوري نړۍ دخلګو په پرتله ټیکنالوژي ناوخته را ورسیده، داچې پښتانه اکثره مالداره او زمینداره وه نو حتما به یې غوښه او غوړ زیات خواړو، خو هغه وخت کي یې ورسره پیاده سفر هم زیات کاوو، اوس غوړ، غوښه او خواږه په هغه اندازه خوري، ولي ټوله میاشت کي به یو کیلومیټر هم په پښو تګ نه کوي، لکه څرنګه چې هغه وخت کي د پښتنون بدن و غوښې، غوړو او خوږو ته اړتیا لرله همدارنګه اوس دپښتنو بدنونه ، زړونه او دماغونه دپښو تګ او بدني تمرین ته اړتیا لري.

ډاکټران وايې له بیړنیو حالاتو څخه بغیر باید دځینو وژونکو ناروغیو لکه دزړه حمله، لوړ فشار، د ینې دغوړوالي،ګردو او شکري دناروغي درملنه باید دخوراک او ژوند په کړو وړو بدلولو سره وشي، زما دلته د زړه له ناروغۍ څخه هغه مرحله مقصد نه ده، چې حمله درباندي راغلی وي، یا کورکي ناست یې فشار دي دوه نیم سوه ته پورته شوی وي او ته بیا هم ټینګار کوې چې دوا نه خورم زه یې په خورک او بدني تمرین سره مخه نیسم، نه داسي حالت کي باید ژر تر ژره تر روغتون پوري ځان ورسوې او ددوا له لاري دځان علاج وکړۍ، مطلب مې دادئ کچیري مونږ د خپل ورځني خورک ترتیب بدل کړو، ورځني ژوند کې مو څه تغیرات راولو بیا به ان شاءالله له داسي مرګوني حالت سره مخامخ نه شو چې یو دم مو ډاکټر ته اړتیا پیداشي، ښه سالم زړه او برابرفشاربه ولرو.

په امریکا کې د زړه دناروغیو دټولنې، دزړونو، سږو او وینې ملي ادارې او په وینه کې دکولیسټرول د مخنیوي ادارې دغو ټولو ادارو په انسانانو کې د مزمنو ناروغیو (CHRONIC DISEASES) د مخنیوي لپاره تر ټولو موثره او ښه لاره د ژوندون طرز بدلول په ګوته کړې ده.

د ژوند د له طرز له بدلولو څخه یې مطلب، هره ورځ دسهار لخوا له دیرشو څخه تر څلویښتو دقیقو پوري تګ کول، متوازنه غذا خوړل، غوړي لږ استعمالول، دهوټلونو او بازاري مصنوعي غذاوو نه خوړل، اوبه ډیري څښل، ارام خوب کول ( دومره خوب کول، څومره چې يې بدن ورته اړتیا لري، نه زیات او نه هم ډير کم خوب کول، دغرمې لخوا قیلوله د ځان عادت جوړول دسهار له ناروا خوب څخه ډډه کول، په میاشت کې یو یا دوه ځله له ملګرو او یا کورنۍ له غړو سره له کوره څخه بهر په سیل او سیاحت وتل، دغوښو پرځاي سبزيو او غلو دانو ته ترجیح ورکول، خواږه ډير کم استعمالول، داهغه څه دي چې ډاکټران یې ددوا په مقابل کې دښې روغتیا لپاره خلګو ته توصیه کوي.

په ژوند کي دغه پورته ذکر شويو تغیراتو ته ډاکټرانو د روغتیايې ژوند کړو وړو بدلولو (“therapeutic lifestyle changes) یا TLC نوم ورکړی، ډاکټران وایې ټولو هغو ناروغانو ته چې دمزمنو ناروغیو در لودلو شکایت یې کاوو، ( دزړه، د ویني د لوړ فشار او دشکري) په ناروغې باندي اخته وه چې کله یې د ژوند کړه وړه له پورته لارښونو سره سم بدل کړي، د ناروغیو مخنیوی یې شوی او دواته یې ضرورت نه دئ پیدا شوی.

دسرطان د ناروغیو یوي اروپایې ادارې لیکلي که غواړۍ چې په سرطان باندي اخته نشي، کوښښ وکړۍ مصنوعي خورکونه مه خورئ، له مصنوعي خورکونو څخه هدف دشرکتونو له لاري قطیو کي بند کړل شوي جوسان، پیک ( بسته) سوې غوښي، سبزیجات او حبوبات دي، دغه اداره وایې همیشه کوښښ وکړۍ طبعي شیان وخورئ، مالټه واخلئ کورکي یې جوس کړئ، همدارنګه نوري هغې میوې چې دجوش په ډول یې خوړل درته ښه لګیږي ټولي کولای شي کورکي يې جوس کړئ اویا کوم تازه جوس دکان کې یې وپیریدودئ.

د کاناډا د ټورنټو د پوهنتون یو ډاکټر چې (ډاویډ جینکین ) نومیږي، وايې هغه ناروغان چې د ژوند د کړو وړو د بدلولو له لارې یې دپورته ناروغیو مخه ونیوله دهغو ناروغانو په پرتله یې دوه برابره ښه پایله ورکړه چا چې دواته ترجیح ورکړه نوموړی زیاته وي چې حتی د سټاټین (STATIN) ګروپ دواوو په پرتله چې دکولیسټرول دمخنیوي او ټیټوالي لپاره انتخاب شوي دوا ده هم د ژوند کړه وړه بدلول فائده من تمام سوو.

ډاکټران زیاتوي، ځیني خلګ د ډیر وزن مخنیوي لپاره بیخي غذا خوړل ترک کړي، بدن یې ورته اړتیا لري خو دوي ددي لپاره چې وزن راکم کړي خورک ډير کم کوي ، نوموړی ډاکټر وایې دې ته هم د ژوند مثبت کړه وړه بدلول نه وایې چې بیخي غذا خوړل دي پريښوول سي، ځکه کله چې مونږ غذا خوړل ډیر کم کړو، بدن مو ورته اړتیا لري او مونږ یې نه خورو په داسي صورت کي بیا دبدن عضلات له لاسه ورکوو، او دبدن عضلات که یو پلا له لاسه ورکړو بیا یې بیرته راګرځول ډیر ستونځمن کاردئ.

نو ددي لپاره چې بدن مو ټول په وازګه بدل نشي اویا د بدن عضلات له لاسه ور نه کړو باید کوښښ وکړو چې کم او مقوي شیان وخورو او ورسره په څنګ کي بدني تمرینان اود پښو تګ کولو باندي ځان عادت کړو او له دغي لارې څخه دبدن د وزن او اضافي وازګي مخه ونیسو.

ددي لپاره چې دخپل بدن عضلات مو ځان ته مالوم کړو باید د (‌BODY COMPOSITION ) په نوم تجزیاتي معاینات وکړو، دغه معاینات مونږ ته په ګوته کوي چې زمونږ دبدن عضلات څنګه دې

ډاکټرانو دبدن هغې برخې ته چې وازګه ونلري یواځي اوبو، هډوکو عضلاتوو او اندامونو باندي مشتملي وي د (LEAN TISSUE ) نوم ورکړی، او دا هغه عضلات دي چې په میټابولیک ډول فعاله او دکیلوریزو د سوځونې ښه وړتیا لري. پاي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.