روغتیا

فرانسوي ډاکتر له اولاد غوښتونکیو مېرمنو سره جنسي اړیکې لرلې

نن ټکی آسیا: د ډاکتر آندري ازوټ په نوم یو فرانسوي ډاکتر چې د ښځینه ناروغیو متخصص دی، له خپلو ناروغانو سره په جنسي اړیکو تورن شوی.
د ميټرو نیوز ورځپاڼې د خبر په اساس، دا فرانسوي ډاکتر چې ۷۰ کلن دی ، په خپله خوله يې اعتراف کړی دی، چې هره ورځ يې د ۴۰ تنو ناروغانو درملنه کوله او د خپلې مسلکي دورې په پای کې ورسره ۴۳۰۰۰ ناروغان ثبت شوي دي او د ده په خپل اقرار چې له دې ټولو سره مې د دوی په خوښه  جنسي اړیکې نیولې دي.

نوموړی زیاتوي، چې زیاتره هغو مېرمنو چې غوښتل یې ماشومان وزېږوي، د ده د غوښتنې څخه ممانعت نه دی کړی او د هغوی زړه کېده چې ورسره نزدیکت وکوم.
د فرانسې مرکزي محکمې راپور ورکړی،چې د نوموړي ډاکتر په خلاف ورته ۳۰ مېرمنو شکایت کړی او هغه يې په ناوړه جنسي اړیکو متهم کړی.
یوې ۵۱ کلنې مېرمني ورځپاڼې ته ویلي، کله چې ۲۰ کلنه وم، د اولاد لپاره دغه ډاکتر ته لاړم، نوموړي زه وغولولم او ما ته يې وویل، چې خاوند یې د اولاد زېږولو توان نلري، که غواړي چې اولاد یې وزېږي، باید د ده غوښتنه پوره کړي.
جالبه دا ده چې د فرانسې د مخکني ولسمشر سرکوزي مېرمن هم د یاد ډاکتر له مراجعینو څخه ده، نوموړې په داسې حال کې چې ۴۳ کاله عمر یې و او د دغه ډاکتر تر درملنې لاندې وه، یوه لور وزېږوله.
د سرچینې په خبره، دې ډاکتر د هیواد په ګوټ – ګوټ کې د اولاد ورکوونکي کوډګر ډاکتر په نامه شهرت موندلی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x