نظــر

پښتونه خوب بس نه دی؟؟

ابو یاسر افغان

زه یو مسلمان یم، د اسلام له مخې قوم پرستي ناروا ده زه یې هم نه دفاع کوم او نه ورته توجیهات لټوم، خبره په واضح ډول لیکم چې درانه لوستونکي په اصلي مطلب پوه شي.

له تیرو دریو ورځو راهیسې دا موضوع د رسنیو لخوا تر تاوده بحث لاندې ده چې د جنوبي او ختیځو ولایاتو پښتانه شمالي ولایتونو ته نه پرېښودل کیږي، نن یک تلویزیون د همدې موضوع په هکله وویل چې شمالي ولایاتو ته د تګ په هکله د کابل ادارې د کورنیو چارو وزارت امر کړی چې مشکوک کسان دی شمال ته نه پرېښودل کیږي، په همدې سبب کله چې شمال ته څوک ځي، نو لاره کې د پولیسو د پلټنو سره مخ کیږي!!

پوښتنه داده چې ولې هر وخت پښتانه مشکوک وي؟ امریکا هم دا پنځلس کاله د پښتنو پر کورونو چاپې وهي، د پښتنو سیمې بمباروي او د پښتنو بدنامولو ته یې ملاتړلې ده، په داخل د هېواد کې زیات شمېر رسنۍ هم د پښتنو د بدنامۍ کمپاینونه چلوي، د اشرف غني دوه سري اداره کې هم کلیدي بستونه ټول د نورو قوم پرستو ډلو ټپلو په برخه رسیدلي او د جنګ جګړو ډګر ته بیا پښتانه لیږي، د مزار شریف ښار د عطامحمد نور په امپراطورۍ پورې مربوط دی مګر ساتنې ته یې د اردو عسکر د ننګرهار نه ور استول شوي، خو کلیدي بستونه په کې د ټلوالې د مفسدو عناصر په لاسو کې دي، یعني که ووایو چې پښتانه په هر ځای کې تر جبر لاندې دي، نو درواغ به نه وي، تاسو وګورئ، د پښتنو په سیمو کې یا خو ښوونځي نشته او که شته هم تعلیمي سیسټمونه یې فلج شوي او د پوهې څرک په کې نه لیدل کیږي، بالمقابل د شمالي ولایاتو د ښوونځیو تعداد او ښوونیز کیفیت دواړه ښه دي!! دا ولې؟ دا ځکه چې پښتانه که ښوونځي کې سم څه زده کړي، نو یو لوړ مقام ته به ورسیږي، ډاکټران، انجینران، استادان او پوهان به شي، بیا به نو د اردو او اربکیو لیکو ته د بیکارۍ له لاسه نه ځي، بیا به خپل ځان و پیژني او دومره به سپک نه وي لکه دا اوس چې دي.

راویښ شئ پښتنو دښمن مو هوښیار دی، د هېواد د تجزیې اراده لري، تاسو د داسې یو حکومت عسکري کوئ چې ستاسو د وینو څښونکو وزیرانو او مشرانو څخه متشکل دی، تاسو نه ګورئ چې په لوی لاس د شمالي ولایاتو نه منع کیږئ؟ دا ځکه چې تاسو ویده یئ ویده، تاسو د خپل حق پوښتنه نه کوئ، تاسو لا هم وایاست چې اشرف غني به کار راته وکړي، خو خبر نه یاست چې اشرف غني درته بلا کارونه لیدلي، امریکا ته، تاسو! مشکوک یې، اشرف غني ته، تاسو! مشکوک یې او زندانونه هم ستاسو له ورونو ډک دي، درانه بمونه پر تاسو وریږي او حکومتي بستونه د ټلوالې د جنګسالارانو لاسونو کې دي، تاسو به تر څو ځان غولوئ؟ تر څو به مو د شمالي ټلوالې غله لکه د جامو د زور او جبر په سوباړي ډبوي؟؟ راويښ شئ، هېواد درنه تجزیه کوي، حکومتي واګي د ټلوالې په لاسو کې دي ورځ تر بلې مو منزوي کوي. نن که مو د خپل حق پوښتنه ونکړه، سبا به مو پښیماني عبث وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x