ډیموکراسي

ابو یاسر افغان

څه وایي د غرب نه د راواردې شوې ډیموکراسۍ پیروان، چې طالبانو په خپله پنځه کلنه دوره کې څه وکړل؟ هغه چې بل ته یوه ګوته نیسي خپل ځانته څلور نیسي، که خبره د څه کولو شي، نو هغه وخت همدا تاسو واست چې اروپا او امریکا کې مو صلیبي حکومتونو ته فریاد کاوه، تر څو پرینږدي چې افغانستان د اسلامي نظام په برکت د پرمختګ پړاوونه طی کا، هغه وخت تاسو ویل چې طالبانو د انجونو ښوونځي منع کړي، عامه او ټولګټې پروژې یې بندې کړي، بهرنیو استخباراتو ته کار کوي، د شمالي د انګورو باغونه یې له منځه یوړل، د شمالي ټلوالې سره په جګړه کې یې ښځې ونیولې او تری تم یې کړی او…

مګر هغه پنځه کلنه دوره وه طبعاً به یې نیمګړتیاوی درلودی هغه هم له دې سببه چې تاسو نړۍ ته د افغانستان ناسم انځور وړاندې کړ، غربي او شرقي کفار مو وهڅول چې پر افغانستان سیاسي، اقتصادي او نظامي بندیزونه ولږوي، همداسې وشول، له یوې خوا ټوله نړۍ وه چې ستاسو په غوښتنه یې پر افغانستان کلک بندیزونه لږولي وو، غربي رسنۍ وی چې په یوه سا یې د اسلامي امارت پرضد تبلیغات کول او له بلې خوا اسلامي امارت و چې په خپله پنځه کلنه دوره کې یې د هیڅ یو هېواد یا سازمان نه پور وا نه خیست، هیچا جرأت نه شو کولای چې د افغانستان حریم کې حتی یوه لویشت را داخل شي، د خلکو سر او مال محفوظ و، آن تر دې چې د کابل او جلال آباد سکان یې هم اوس ارمان کوي، هغه عدل او انصاف یادوي، هغسې امن او خپلواکي یې ارمان ده.

په هر حال طالب په پنځو کالو کې په نشت امکاناتو دا هېواد د پردیو له دسیسو، لاسوهنو، بې دینۍ، نا امنۍ، تیري او پورونو څخه وساته او دا چې ستونزی ورته ډېرې وی، په عین حال کې امریکا، روس، ایران او هند د شمالي ټلوالې ټوپکیانو ته پوره اکمالات رسول د دې لپاره چې طالبان مصروف وساتي، له بلې خوا همدا طالبان وو چې تر پایه یې په نره د خپل هېواد د خپلواکۍ، آزادۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه وکړه او د غرب فشارونو ته تسلیم نه شول.

هغوی لاړل، امارت سقوط وکړ، امریکا راغله، ناټو راغله او له ځانه سره یې ډیموکراسي او ډیموکرات خاینان راوړل، ډیموکراسي اعلان شوه او له تیرو څه د پاسه پنځلسو کالو را په دېخوا لویدیځ د پوځي مرستې نه علاوه د خپلو خزانو خولې خلاصې کړي او در ګرده لګیا دي پر افغانستان د ډالرو بارانونه وروي، دغه ډالرونه چې زیاته برخه یې د سودي پور په ډول ده، دلته په افغانستان کې پر جګړه مصرفیږي، په دا پنځلسو کالو، پراخو مرستو، د ټولې نړۍ د ملګرتیا په موجودیت کې، بیا هم ډیموکراسي د خپلو شعارونو سره په ۱۸۰ درجې مخالف جهت کې دوران وهي، داسې بدبختي نشته چې په افغانستان کې نه وي، خلک بې روزګاره شول، بې تعلیمه شول، د مکاتبو پوهنیز بهیر د فساد نه ډک شو، د هېواد ټولې چارې د یرغلګرو په لاس کې دي، اداري فساد، نا امني، فحاشي او بې ګناه قتلونه ورځ تر بلې زیاتیږي، نو ډیموکراتان دی دا ځواب هم ووایي کنه، چې دوی په دا پنځلسو کالو کې څه توره وکړه؟؟ د شمال د تاکونو باغونه طالب یا سوزولي وو یا نه، هغه چې د ټلوالې ټوپکیانو ترې د افغانستان د تجزیې په موخه د جګړې د سنګرونو په توګه استفاده کوله، مګر د ډیموکراسۍ په راتګ سره خو د ننګرهار، پکتیا او کونړ زرګونه کیلومتره ځنګلي ځمکې په وچو ډاګونو بدلې شوی، د هیچا سر او مال محفوظ نه دی، خارجي اشغالګران د خپلو داخلي لاسپوڅو په مرسته د افغانانو کلیو او کورونو ته ننوتل، افغان ولس ته یې لوی ټکان ورکړ، همدا اوس هم صلیبي اشغالګران له دې مفسدې ډیموکراسۍ څخه کلک ملاتړ کوي، پیسې او اکمالات ورکوي، نو خبره مې دا کوله چې ډیموکراسي خو مو راوړه، اوس څه پرې وکو وا یې غوندو، و یې خورو او که بل کوم ګټور کار ترې واخلو، پدې چټله ډیموکراسۍ کې، خو هم سلګونه افغاني پتمنې خویندې سپکې شوی البته هغه خویندې چې قضیې یې رسنیز ډګر ته راووتلې، مګر هغه چې رسنیو یې راپورونه ورنکړل هغه تر دوی هم زیاتي دي، افغانستان تر ستوني په پورونو کې ډوب شو، نه امن شته، نه آزادي او خپلواکي شته، نه انصاف او عدالت شته، په هره اداره کې فساد اوج ته رسیدلې، د اشغالګرو سره د تړون نه وروسته هم سرحدونه محفوظ نه دي، د صلیبي طیارو بمباري او د شپې چاپې هم دوام لري، برق نه نشته، مجهز او منل شوی روغتون جوړ نه شو، ټولګټې پروژې یا خو نشته او که شته هم د فساد او درغلۍ نه ډکې دي، دا چې په دا پنځلسو کالو کې هیڅ مثبت پرمختک و نه شو، څه فکر کوئ آیا په همدې ډول به پنځلسو نورو کلونو کې هم افغانستان پرمختګ وکړي؟ نه هیڅکله هم نه، بلکې تر دې به یې وضعیت لا خراب شي، حالت ورځ تر بلې خرابیږي، د ظلم او وحشت بازار ګرم دی، په قصدي ډول د پاکو اوبو زیرمې له منځه وړل کیږي، د طبیعي خوراکونو پرځای بازاري هغو ته مارکیټینګ زیات دی، فحاشي او بې دیني خپریږي، ویره او ترهه حاکمه ده، لنډه یې دا چې ډیموکراسي یو شیطاني طرز دی چې ولسونه د جهالت کندې ته غورځوي، د اقلیت او اکثریت ترمنځ شخړو ته لمن وهي، بې دیني او فحاشي په رسمي ډول په خلکو عملي کوي، د اسلامي هېوادونو تجزیې ته لاره برابروي او په پای کې پرې داسې یوه مفسده اداره واکمنوي چې په پټو سترګو د لویديځ تقلید کوي. دا ده ډیموکراسي او دا یې پایلې.

قضاوت پر لوستونکو

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د