ټکنالوژي

مصنوعي لاس؛ له احساس سره – ویډیو

نن ټکی آسیا: که څه هم د نړۍ په ګوټ- ګوټ کې د انسان د بدن د مصنوعي غړیو او اعضاوو، په ځانګړې توګه مصنوعي لاسونو او پښو جوړول کومه نوې خبره نه ده؛ خو په دغو اعضاوو کې د احساس اچول،د ماهرینو لپاره یوه ستره ننګونه وه.

په دې وروستیو کې اروپايي پوهان په دې توانېدلي،چې داسې مصنوعي مټ جوړ کړي، چې په مرسته یې مصنوعي لاس د اوبو د ګلاس، باسکټبال او ځينې نورو څېزونو ترمنځ توپير او د هغوی د لمسولو احساس وکړي.

کابو یوه کېږي، چې دا نوي اختراع مارکيټ ته وړاندې شوې ده او د ډېرو معیوبینو له تود هرکلي سرهم مخامخ ده.

د دغه مصنوعي لاس په تړاو لومړنۍ ترسره شوې څېړنه ښيي، چې د دې لاس په مټ انسانان ډېر ژر د څیزونو د شکل او لمس احساس کوي او پر وړاندې یې چټک عکس العمل هم ښودلی شي.

د سویزرلینډ او ايټالیا ماهرینو تر ګډ نظارت لاندې د اعصابو متخصصین دې ته هک-پک تللي، چې د دې وسیلې په مټ یو معیوب د څومره توان او طاقت څښتن کيدای شي. په داسې حال کې چې ټولو ته جوته ده چې تر اعصابو پورې د انګیزې او احساس رسول څومره حساسه او ستونزمنه چاره او ستره ننګونه ده.

د دې لپاره ډاکترانو د دې آلې د استعمالونکي په مټ کې وړې-وړې الیکترونیکي پرزې نصب کړي دي او د استمعالونکي عصبي رښتې د همدې پرزو په وسیله تر مرکزي اعصابو پورې خبر او انګېزه رسوي.

د دې آلې لومړنۍ تجربه په بریالیتوب سره سرته رسېدلي او هغه ټول پړاوونه یې ازمویل شوي، چې د معیوب له بدن او د ناروغ له اعصابو سره تړاو لري.

خو کارپوهان وايي، د دې بریالۍ تجربې پر وړاندې لا هم ننګونې شته او لا زیات کار ته اړتیا لري؛څو یو استعمالوونکي ته يې د دې توان ورکړي،چې سل په سل کې د ځان ژغورنې او له ناببره پېښو سره غوره مقابله وکړای شي.

 {flvremote}http://cdscdn.reuters.com/r04//7/1/2/1/0187/u-8001-flv-h264-608×342-25-200-650000-mp3-1-44100-96000.flv{/flvremote}

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x